د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلې سميرا کوچۍ شعرونه

غزل

دغه ورځ را څخه واخله دغه شپه را څخه واخله
لا بې ياره چې غړېږي دا لېمه را څخه واخله

چې تنها يمه جانانه ستا يادونه په کې نه وي
دا شېبه مې په کار نه ده دا شېبه را څخه واخله

چې مې لوند په اوښکو نه وي زه يې ځان لره را کاږم
دا پلو مې دي ميرات شي دا شمله را څخه واخله

چې په ترنګ يې ويښه نه شي درخانۍ د ناز له خوبه
خدايه ګوتې مې قلم کړې دا نغمه را څخه واخله

موږ خو ستا پر لور در درومو که در و نه رسېدلو
بيا د مينې دعوه نه کړو افسانه را څخه واخله

دا چې ښخ د رقيبانو په ټټر کې نه شي خدايه
د ښېرا غشي مو مات کړې او لينده را څخه واخله

دا ټبر د پښتنو دى دا به تل په وينو پايي
چې شهيد يې غېږ کې نه وي هدېره را څخه واخله

چې رنګين په ستورو نه وي د هغه ماښام له مخې
لويه خدايه دا ړنا او دا ډېوه را څخه واخله
د شاعر نور شعرونه ←