پښتو ادب · شاعران
سميرا کوچۍ
د د اغلې سميرا کوچۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
28 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
تر څو چې تشه ستا د سترګو له نيرنګه نه شي
پاکه به چيرته دا فضا له دغه جنګه نه شي
ساده جنۍ يم، ماته ډېره مينه مه راکوه
چې د وړې دنيا په تن مې جامه تنګه نه شي
د نيمې شپې ګونګي سندرې! چې رسوا مې نه کړې
چيرته دي ټيټه مناره تر ستورو دنګه نه شي
ظالمه ياره ستا دي وي رټه مې مه هر ځلې
چې مې په تا راغلې مينه چيرته ړنګه نه شي
دوى په شملو موږ په پلو کې ورته وليکلې
چا وى د زړه خبرې داسې بې فرهنګه نه شي
هر سندريز تورى دي دود شم مګر وېره دا ده
دا پښتنه خړه کوچۍ درته ملنګه نه شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
هر تورى د غزل مې يو سېلاب در سره مل وي
شرنګ شرنګ مې د بنګړو لکه رباب در سره مل وي
يو زړه څو نرۍ اوښکې ستا په لاره ماښام پرېږدم
سهار يو څو سندرې يو ګلاب در سره مل وي
ورځ تېره کړې په لمر کې په شپه راشې زما زړه ته
جانانه څومره غوره انـتخاب در سره مل وي
ښه! پوه شوم يوه پېغله دي له بامه ننداره کړي
دا سر د دښمن ځکه! په رکاب در سره مل وي!
يو څوک لکه پوښتنه ستا و عرش ته ځينه کېږدي
يو څوک بيا لکه حل غوندې ځواب در سره مل وي
زما خاورې ايرې ژوند ستا په لاس دى ورانوه يې
چې څومره دي په وس وي څومره تاب در سره مل وي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
راځم پاتې به نه شم خو شېبه غوندې راځمه
پر شونډو رېږديدلې شان پلمه غوندې راځمه
همزولې مې پرې ايښي ټول تر شا دي لکه ستوري
سپوږمۍ غوندې تنها يکي يوه غوندې راځمه
دا لارې را پسې لکه د سيوري غوندې نه شي
په پل دي پلونه ږدم لکه د غله غوندې راځمه
اې خدايه ته مې ساته د وړو له ړندو کاڼو
په هره يوه څانګه په مېوه غوندې راځمه
يو شور مې دى راوړى ستا د چوپي غېږي غېږ ته
ساحله تر لمنې دي څپه غوندې راځمه
دا ځل که زندۍ نه شوه د رواج په پستو ګوتو
تر تا به يوه چيغه پښتنه غوندې راځمه
شپونکيه! پر شپېلۍ دي نور ليکلي توري وران کړه
کوچۍ له غرو رغو نوې ټپه غوندې راځمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
ژوند مو واړه وخوړ د اغزو په سر
اوښکې يو تېرېږو د بڼو په سر
مراندې مو د زړه اخير پرې غوڅي شوې
لوبې مو کولې د نېزو په سر
يو فرياد مو خدايه قبول نه شو بس
کرښې دي ليکو يې د اوبو په سر
ستوري نه دي دا چې ورته ګورو موږ
حوري دي وريتېږي د لمبو په سر
تا خو اباسينه دلته نه راوړې
دومره وږي سترګې د څپو په سر
تال مو د سندرو ځکه وران برېښي
خاورې دي پرتې د اننګو په سر
ژبه د تصوير مو ځکه ګونګه ده
تور تور دېوان ناست دي د رنګو په سر
اوښکې د کوچۍ مګر قبولې شي
ږدي خو هر قدم د زيارتو په سر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
پرېږدئ ستوري سره لمبه شي يو ټکور څراغ په بل شي
د دې تورو شپو په غېږ کې د يو کور څراغ په بل شي
کرۍ ورځ مو مغرور لمر ته وايي دا چې بس همدومره
اور را پرېږده چې ماښام پرې ستا د خور څراغ په بل شي
ته زموږ د شهيد وينو ته بس دومره تاثير ورکړې
چې په کور کې يې د کونډي او د ورور څراغ په بل شي
چې را لېږې دا د اوښکو تېل د خاورو په پياله کې
هسې نه وي چې جانانه د پېغور څراغ په بل شي
ته زما د زړه باروتو ته اور مه راوړه وېرېږم
د دې کلي په لېمو کې نه وي تور څراغ په بل شي
د الفاظو له دې ورا سره کوچۍ هم ده راغلې
د غزل ناوې را باسئ چې د شور څراغ په بل شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
دي د شپو د مخ زخمونه نور ثمر ور سره نشته
په دې ستورو پسې مه ځئ سپين سحر ور سره نشته
ما خو و پېژانده، دى د ناهيدې د قاتل ورور دى
خير دا که په لستوڼي کې خنجر ور سره نشته
دا په عزم کاڼي خلګ په زړه دومره سادګان شوو
چې توپير د نيکو، بدو هېڅ قدر ور سره نشته
دې ته خداى يو امانت په پوره ډول و سپارلى
اوس چې بيرته يې ور سپاري نيم بشر ور سره نشته
اى تاريخه که په زړه دي د طارق (رض) کيسه يادېږي
دا هم هغه يو لښکر دى خو رهبر ور سره نشته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
ارادې يو را ټولېږو ستا په خوا په دې تياره کې
خپلو زړو ته له دې ځايه وړو ړنا په دې تياره کې
د زخمي زړونو پالنه به په چا سپارو خاونده
دوى خو اوښکې وچې نه کړې د هېچا په دې تياره کې
ساعت کېږي له دې ډزه چې د باد څپې يې راوړې
څو نرۍ نارې خورې دي د ابا په دې تياره کې
دا په وينو ککړ پلونه که تعقيب کړى پسې ورشى
تېره شوې پر دې لار ده يوه ورا په دې تياره کې
ما دي خداى کړي ستا له مخه اوکه نه وي غبرګ دي و مرو
ستا دي وي جانانه مه درومه جدا په دې تياره کې
ستا کوچۍ ته چې ته نه يې هر هر سيورى يو لښکر شي
را اوږده شي سل لاسونه د بلا په دې تياره کې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
نه توره يې په کار ده نه وسله غواړي خاونده
په تشو احساساتو جنګېده غواړي خاونده
دې ډېرو نفرتونو دومره ډېر دي وېرولي
د يار تر ديد تېرېږي سترګې نه غواړي خاونده
په دې پسې به دا وي، دغه کونډه په دعا کې
و خپلې پېغلي لور ته حوصله غواړي خاونده
چې ستوري په کې نه وي او چې لمر په کې ډوب نه شي
زموږ ښاغلې داسې يوه شپه غواړي خاونده
که وار د کوچۍ راغى او له نيته دې پوښتله
يو ځل د حق د چيغې اجازه غواړي خاونده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
چې زه ستا ماشومه لور وم څومره مورې رانژدې وې
لکه سيورى د اوربل له هره لورې را نژدې وې
چې مې ستا په اوښکو ژوند و خپلې اوښکې مې لا نه وې
ته تر هغه وې زما تر هغه پورې را نژدې وې
چې زما په حال ژړا وه ټوله ستوري شوه ستانه شول
يوه ته وې له هر چا نه سپوږمۍ خورې را نژدې وې
څو د دنکو ونو زړونه هلته ليري په خندا وه
څو د ماتو زړو مېرمنې څو سرتورې را نژدې وې
يه زما خواره تنديه اوس په تا باندې تاوان يم
ځکه ته په هغه ورځ تر خپله سيورې را نژدې وې
د شهيد لالي په قبر نور څه نه و چې يې کېږدم
غرونه غرونه وچې تېږې تکي تورې را نژدې وې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د اغلې سميرا کوچۍ
اوس خو لا زړونه دي بلېږي ها د چا خبره
نه مو ډېوه په کار راځي نه د ړنا خبره
دوى مې د زړه په درزا هله پوه شوه کله چې ما
په ژبه اړاوه ستا نوم چې وکړم بيا خبره
له ډېره وخته يې په زړه کې ساتي نه يې ليکي
دغه قاتل په خپل تندي د مدعا خبره
تورې جامې به بيا و نه کړم څو مې وس وي چيرته
ما چې کږلې دا خبره وه رښتيا خبره
اوربل دي دود شم په دې لاره يو څو پلونه پراته
همزولي مه کوه د باد او د هوا خبره
ستا د کوچۍ په لاس کې داسې يوه تشه پرته
ډکه به نه شي نه په ستورو نه په دا خبره