پښتو ادب · شاعران
شفیع الله با برزی
د شفیع الله با برزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
14 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شفیع الله با برزی
د تورخم په پو له تړلو دروازو ته یو ناهیلی ماشوم اوشهید
دروغجن اتفا قونهبشپړ شعر ولولئ
دروغجن اتفا قونه
شفیع الله با برزی
دروند استاد سیدي صیب ته دالۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شفیع الله با برزی
ځواني چې په چا ګرانه وې هندارې ته ډیر ګورې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شفیع الله با برزی
لکه ګل په څانګه تېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
د لیدلو سترګو هېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
نه یې زړه ته راوستی شو نه یې رنګ د چا یادېږي
دیدن کم غمونه ډېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
دا خواږه خواږه یاران یې هدیرې نه ځي په ډډه
بیا یې نوم زهر و ګنډېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
بیا تر کومه به یې یاد کړو بیا تر کومه پسې ژاړو
د یو تېر ساعت په څېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
چې د غرونو دا تور کاڼي بیا په قبر ورته کېږدي
مسافر غوندې راګېر شي بس چې خاورې په چا واوړي
ستا په نوم به بابرزیه دا ژوندي خلک ګونګي شي
شاعران په مړو شمېر شي بس چې خاورې په چا واوړي