د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفیع الله با برزی شعرونه

غزل

 ځواني چې په چا ګرانه وې هندارې ته ډیر ګورې

دیدن چې د چا زړه غواړې نو لارې ته ډیر ګورې

مین دی په سندرو او مین دی په خیرو
دا سین چې د سندرو سندرمارې ته ډیر ګو رې

د غره چینې ته ورته ددې ښکلې زړه باغ باغ دی
د واورې غوندې سپینه سپینه واورې ته ډیر ګورې

دا ښکلې په ځوانۍ کې دومره ولې په هوا ځې
داخاورې خاورې خلک خو دې خاورې ته ډیر ګورې

د رلفو غوندې خور شو او پلو غوندې راټول شو
دا لمر چې مې سلګۍ سلګۍ نګارې ته ډیر ګورې

ګیډی ګیډی لونګ یې بابرزیه له غره را وړه
لوګرې د لونګو لو نګ با رې ته ډیر ګورې
 
د شاعر نور شعرونه ←