د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صفيه صديقي

د د اغلۍ صفيه صديقي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 صفيه صديقي د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننګرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده .

پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولګي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل 
کال کښي ترې فارغه شوه . 
له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانګه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته ګڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي .
صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انګليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .
مستقل آثار يې لکه :
١ـ لوپټه ( د شعرونو مجموعه ) ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ .
٢ ـ نا لوستی کتاب ( د شعرونو مجموعه ) خوشال فرهنګي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ .
٣ ـ د لنډو کيسو يوه مجموعه 
٤ ـ ټوکي او ټکالي ....

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

11 خپاره شوي شعرونه

وطنهبشپړ شعر ولولئ

وطنه

د اغلۍ صفيه صديقي

مونږه په سر
مونږه په زړه مونږ په لېمو درغلو
مونږ ستا په لوري عبادت کړو په سجدو درغلو

د ښار قاضي مونږ
ته سزا د تښتېدو راکړله
په زغرده نه شو درکتی لکه د، غلو درغلو

مونږ له اغيارو
ځنې تا ژغورو د سر په بيه
مونږ په درنو درنو پټکو هسکو شملو درغلو

مونږ دې په
دښتو، په سيندونو او په غرو ميين يو
چې په لمنه د سپرلي لکه وږمو درغلو

مونږه زخمونو ته
پټۍ او مونږه زړه ته تسل
غواړو چې نن زخمي زخمي په وينو سرو درغلو

کابل ۲۰۰۲