پښتو ادب · شاعران
شاهنواز باقر
د شاهنواز باقر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شاهنواز باقر !
يويشت كلن ځوان دى ، كورنى يي د شينوارو د هسكى مىنى ده ، په كوهاټ كى زيږيدلى او ستر شوى دى ، تر لسم ټولگي يي تعليم كړى دي ، مصروفيت يي ، خطاطي او انځور گري ده ،په كم عمر كى د سترى مشاهدى څښتن دى ، طبعيت ته په ځيركۍ گوري ، ناخوالى او خوښى دواړه ترى را اخلي ،دريالستيك شعر په اميل كى يي داسى پيلى چى توم وتلي شاعران ورته گوته په غاښ پاتى دي ، ځكه هغه په شعر كى ، دپخوانيو شاعرانو كليشه او سوليدلى كلمى ، پاس په تاخچه ايښي دي ، هرڅه يي نوي دي ، خوند او رنگ دواړه په كى شته ،اوس خو يويشت كلن دى ، نه پوهيږم چى د حمزه بابا عمر ته ورسيږي ، دهغه په پل به پل كيږدي او كه ترى مخكى به شي، زما د خبرو د ثبوت د پاره يي وال ته ورشى اد دهغه دشاعرى رنگينه دنيا له نيږدى نه پخپله وگورى ، خبر شوم چى كرن خان يي په خپل نوي البوم كى دده شعر هم سندره كړى دى
د دروازې نه مي پرده راښکله پټ شوم پکې
د ژمي شپه وه او په کور کې مې بړستنه نه وه
ستا انتظار وو که په ماباندې وخت نه تېرېده
چې ورنيږدې شوم په دېوال کې د سات ستنه نه وه
انجنير زهير شينواري
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
په محبت باندې خپل زړه وينځمه
زه په اوبو باندې، اوبه وينځمه
زما د لاس نه د چا نوم وران نه شي
مورې نور لوښي د کور نه وينځمه
زه هره شپه په خوب کې څکمه شراب
سهر په زهرو باندې خوله وينځمه
بیا د چا یاد لیونی کړی یمه !
په خپلو اوښکو خپل باڼه وينځمه
لمنه ستا ده خدای ته ما نیولې
لمنه ستا ده تور ترې زه وینځمه
باقره! زلفې خوروم د غزل
پریږده چې خلک ورباندی ښه وینځمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
لیونی کړی یم احساس او شپه ده
کورته روان یمه، تش لاس او شپه ده
خدای زده اوبه دي او که زهر پکې?
تږی یم ګورمه ګلاس او شپه ده
په دیوالونو باندې خوله لګوم
تاسره نه کیږي تماس او شپه ده
سومره! چې ښکته راځم زه رڼا ده
سومره! چې خېژمه زه پاس او شپه ده
باقره! سم د مصور تصویر دی
غردی، ځنګل دی، زه یم اس او شپه ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
ستا د سترګو سمندر چرته روان دی
په ما سر ګرځي که غر چرته روان دی
توره شپه ده سترګې مګم څوک راغلی
د لاسونو نه مې ور چرته روان دی
ښکاري بیا کومه تور سرې شوه سر توره
هوا نشته او څادر چرته روان دی
د یوه سړي تنه ورپسې ګرځي
د یوه سړي نه سر چرته روان دی
په دې ښار کې دیوالونه تږي کیږي
په دې ښار کې څوک نهر چرته روان دی
د ماشوم بچي تصویر یې دی په لاس کې
په دې لاره مسافر چرته روان دی
صبر وکړه درته وایمه باقره!
ستا په حقله مې نظر چرته روان دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
ستا د بدن نه مې راټول کړه په شیشه کې عطر
نن مې د تیلو په ځای راوړه په ډیـوه کې عطر
دا ځل به هم زما دننه موسم نشي بدل
دا ځل به هم خیر دی زه اوڅکم په پیاله کې عطر
توره تیاره، د خاورو بوي، زما سلګۍ، او ستا یاد
باران وریږي، راڅڅیږي، په کوټه کې عطر
په دې نوټونو نویشته انسان به هم راویښ شي
که مې راتوې شول د خپل جیب په دریڅه کې عطر
هغه سړی دا ستا د زلفو خوشبویي پاګل که
هغه سړي چې خرڅول ستا په کوڅه کې عطر
ګل چې رایاد کړمه نو ته راته په خپله یاد شې
چا ویل چې نشته د باقر په حافظه کې عطر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
ستا د وزرو د کولو هيڅ فايده نشته دى
اوس هم اسمان ته د ختلو اجازه نشته دى
دا د دې کلي يوه پيغله وه لوحه نوميده
په هديره کې چې په کوم قبر لوحه نشته دى
ځان سره خاندم چې دا خلک خو رڼا پسې مري
ځان سره خاندم او په ټول ښار کې ډيوه نشته دى
دې زړه ته څنګه خلک راشي حيران شوى يمه
دې كور ته څنګه خلک ځي ورته كوڅه نشته دي
مكتب ته ځمه كتابونه په لمن کې وړمه
باقره! اوس مې هم لاسونو کې بسته نشته دى
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
په خپل وجود کې ګرزيدمه ټوله شپه ورپسې
زړه مې په لاس کې و ليدله مې سينه ورپسې
زه د خپل ژوند تصوير ته ګورمه په دغې نظر
بس يو ماشوم دى بنده شوې دروازه ورپسې
شابه تکړه شه اوس په ټوله لاره سر خوزه وه
شا به تکړه شه ارمانونه اوس کوه ورپسې
دلته يو څوک دى چې ګرزيږي اينې پسې تل
دلته يو څوک دى چې ګرزيږي اينه ورپسې
شاعره بيا مې دا ستا مخې ته غزل ايښى دى
شاعره بيا چې جوړه نه کړې ډرامه ورپسې
د یو کاغز نه مې کيشتۍ وه جوړه کړې چرته
باقره! راغله له دریاب نه بیا څپه ورپسـې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
په توره شپه ستا د مړوند په تصور اوده شم
په کاڼي سر نه ږدمه کاڼی ږدم په سر اوده شم
زه چې په ماتو پښو سفر کوم منزل ته رسم
زه چې په ماتو شیشو څملمه نو زر اوده شم
خدایه! په خوب کې راپسې وي بلاګانې د شپې
چې د انسان له ویرې زه په مازدیګر اوده شم
بس دومره ستړی او ستومانه زه له کاره راشم
څنګه چې وټکوم زه نو د کور ور اوده شم
پریږده باقره چې د خیال څپې مې یوسي چرته
پریږده چې زه په کناره د سمندر اوده شم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
توره تیاره ده مګر زه یې په سحر لټوم
سر ته مې ایښی دی په خوب کې خپل څادر لټوم
خدایه کیدای شي که له مانه هم بې وسه وي څوک ؟
ډوډۍ مې لاس کې ده بازار کې څوک نهر لټوم
ستا محبت راته دریمه دنیا هم را ښایي
د ورځې ستوري لټومه، د شپې لمر لټوم
زه به تر څو پورې ښيښې ته اودریدلی یمه؟
زه به تر څو پورې په سترګو کې نظر لټوم؟
تا چې پرې زه ويشتم هغه کاڼي فايده راکوي
زړه چې مې تنګ شي نو په خپل وجود کې غر لټوم
دخیال اسمان ته ورختمه غورځیدلی یمه
باقره! ځکه خو په ځمکه خپل وزر لټوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
څومره به تنګه وي په مـا کې زندګي دننه
ور مـې رابند که رانه پاتې شوه کنجي دننه
زه چې برق مړ نه کړم تر هغې د شپې خوب نه راځي
اوخـو! دا څومره ده پـه ما کې رڼـایـي دننه
چې په ځنګل کې مې پانزیب د چا د پښو پیـدا که
د محبـت پـه کې پـرتـه وه ګواهي دننه
داسې بې حسه شوم او داسې بې ارمانه شومه
لکه چې ګونګه شي په چا کـې موسیقـي دننه
ما چې پوکې ورکه په ما باندې دیـوال پریوتـه
خدایـه څه پټ دي خامخا د دې میـږي دننه
باقره! خـود مـې د لفظونو نه راڅاڅي وینـې
د خیال په پـښو مې نـنوتي دي اغـــزي دننه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
بازار دى بل به واخلم که څادر رانه لویدلی
نو دا به چرته ګورمه چې سر رانه لویدلی
که ته اسمان ته ګورې نو سپوږمۍ به په کې ګورې
که زه زمکې ته ګورم نو ځېګر رانه لویدلی
دا ولې انسانان راته واړه واړه ښکارېږي?
په سترګو کې مې خلى او که غر رانه لویدلی
موده وشوه چې منډې وهم مار راپسې شوى
موده وشوه شپيلى د پاړوګر رانه لویدلی
شيشې د دېوالونو چې په تا کې ځان ته ګوري
باقره! ستا په سترګو کې نظر رانه لویدلی