پښتو ادب · شاعران
شاهنواز باقر
د شاهنواز باقر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شاهنواز باقر !
يويشت كلن ځوان دى ، كورنى يي د شينوارو د هسكى مىنى ده ، په كوهاټ كى زيږيدلى او ستر شوى دى ، تر لسم ټولگي يي تعليم كړى دي ، مصروفيت يي ، خطاطي او انځور گري ده ،په كم عمر كى د سترى مشاهدى څښتن دى ، طبعيت ته په ځيركۍ گوري ، ناخوالى او خوښى دواړه ترى را اخلي ،دريالستيك شعر په اميل كى يي داسى پيلى چى توم وتلي شاعران ورته گوته په غاښ پاتى دي ، ځكه هغه په شعر كى ، دپخوانيو شاعرانو كليشه او سوليدلى كلمى ، پاس په تاخچه ايښي دي ، هرڅه يي نوي دي ، خوند او رنگ دواړه په كى شته ،اوس خو يويشت كلن دى ، نه پوهيږم چى د حمزه بابا عمر ته ورسيږي ، دهغه په پل به پل كيږدي او كه ترى مخكى به شي، زما د خبرو د ثبوت د پاره يي وال ته ورشى اد دهغه دشاعرى رنگينه دنيا له نيږدى نه پخپله وگورى ، خبر شوم چى كرن خان يي په خپل نوي البوم كى دده شعر هم سندره كړى دى
د دروازې نه مي پرده راښکله پټ شوم پکې
د ژمي شپه وه او په کور کې مې بړستنه نه وه
ستا انتظار وو که په ماباندې وخت نه تېرېده
چې ورنيږدې شوم په دېوال کې د سات ستنه نه وه
انجنير زهير شينواري
شعرونه
34 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
زه یمه، ستا یاد دی، او ارمان سره
شپه ده یو ځای شوي دي لېوان سره
خوري يې ماشومان چې ږلۍ شوې ده
ستوري رالویدلي د باران سره
مور مې پرې نامه د بلال ايښې ده
زوي مې رایادیږي له اذان سره
خوب وینم لګیا یمه راویښ مې که
ګل کرم لګیا یم بیابان سره
دې نه زیاته مینه کړم له تاسره
خدای چې څومره مینه کړي انسان سره
سوال مې په ځان کړی بې ځواب یم
ځان باقره ولې وړم له ځان سره
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
ژاړم، یرېږم غر ته نه وم تلی
زه دومره لرې چرته نه وم تلی
زما جامې د وجود تاو وچې کړې
زه لا روان وم لمر ته نه وم تلی
ستا امانت به مې راوړی وی خو
زه د دنیا بل سر ته نه وم تلی
ما به ویل یواځې ځمکه ګرځي
چې د اسمان محور ته نه وم تلی
د یو سړي سترګې پر لار پرتې وې
مړه! پرون چکر ته نه وم تلی
باقره! ما پردي زخمونه ګنډل
خو د خپل زړه پرهر ته نه وم تلی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
په ماتو ښپو مې درته راوړلو روغ غر په اوږه
اوس خو مې پریږده چې دمه وکړمه سر په اوږه
یو څو مرغان دي په کې وځي او راوځي خدایه
چا روان کړی دی په ښار کې د کور ور په اوږه
زما یاران زما قامت څه په هنر ټیټوي
لاسونه اچوي په ما باندې اکثر په اوږه
ګرځوی نه شم نور په زړه کې ستا غمونه کنه
ګرځوی نه شي کناره نور سمندر په اوږه
باقره! دا ځلې مې داسې اراده کړې ده
شپه به په سترګو کې راوړمه او سهر په اوږه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
عجیبه غوندې باران یم
وریدلی په اسمان یم
لکه ته او زه روان یو
باد او ښلي ته حیران یم
چې پرده یې د څادر ده
زه د هغه کور انسان یم
د هوا سترګو کې شګې
غورځومه بیابان یم
خرڅوي په ما کې کاڼي
او د سرو زرو دکان یم
د شپې وي د ورځې نه وي
د خپل سیوري سره وران یم
ګل روان دی په اوبو کې
په تصویر کې ورک له ځان یم
ډوب مې نکړې سمندره!
د باقر د زړه ارمان یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
په هغه ورځې په ټول ښار کې یوه ستنه نه وه
چې ستا ګریوان نه وو، او ما پورې لمنه نه وه
لېونی نه وم لېونی شوم لېونۍ دښته کې
دلمر د سيوري لاندې کښيناستمه ونه نه وه
د دروازې نه مي پرده راښکله پټ شوم پکې
د ژمي شپه وه او په کور کې مې بړستنه نه وه
ستا انتظار وو که په ماباندې وخت نه تېرېده
چې ورنيږدې شوم په دېوال کې د سات ستنه نه وه
ما ورله څوځل د نيولو اراده کړې ده
ستا دغمونو پورې ښپې وې مګر زنه نه وه
په چغو چغو دې کاڼه کړه اسمانونه ولې?
باقره! خپې کې دې ازعی تلی وو غنه نه وه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
سړي تکیه ورته وهلې او دیوال نشته دی
د مصور دغې تصویر ته د چا خیال نشته دی
خدایه کافر نه شم اذان په غوږو نه اورمه
خدایه! د زړه په لوي جومات کې مې بلال نشته دی
راځه راځه زمونږ پسې به د چا سترګې واوړي
چې زه رانجه خرڅوم ستا په زنه خال نشته دی
پاس په اسمان کې لکه نن تندر نیولی سپوږمۍ
ښکته په ځمکه چې د هیچا په خوله سوال نشته دی
د خپلو اوښکو حفاظت هم غنیمت ګڼمه
په لمن تور لرم او بل ښار کې دسمال نشته دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
زما په سترګو کې اوبه ستا په نظر کې کاڼي
شکر چې خلک خو پرېږدي په سمندر کې کاڼي
زه چې اوس اور د لمر له تاو نه بلولی شمه
يو وخت وه، ما به ماتول په مازيګر کې کاڼي
ستا د بيلتون درد که هر څومره بې سکونه کړمه
خېر د ښپو لاندې ماتېږي په سفر کې کاڼي
راځه چې وشمارو په يو ځای په اسمان کې ستوري
راځه چې وشمارو زما د زړه په غر کې کاڼي
دغه پوښتنه ترې تر اوسه پورې چا ونه کړه
چې باقر ولې ګرځوي تل په څادر کې کاڼي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
روان په ځمکه یم هدف مې د اسمان نیولی
لکه ماشوم مې خپلې ګوتې نه خپل ځان نیولی
هغه سړی اوس په کوڅه کې بنجاره نه پریږدي
هغه سړي ستا له کبله روغ دوکان نیولی
د ورځې کاڼي او د شپې په کې راغورځي ستوري
په داسې ځای کې مې خبر یې چې مکان نیولی
ته ورته وګوره اسمان هم د ځان سیوری ټول که
ته ورته ګوره ځمکې هم په موږ باران نیولی
په دغه ښار کې به ضرور وي د مالوچو قحطي
په دغه ښار کې هر سړي څیرې ګریوان نیولی
په ایینه کې راته سم ښکاري حیران یم ورته
باقرہ! ما تصویر د ځانه سرہ وران نیولی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
چې مې په کار و، په نوم کاڼى په چېنه کې نه و
په دغه ښار کې زړه د هيچا په سېنه کې نه و
سترګې مې روباستې له ځانه ځان مې وليد په کې
ستا ملاقات ته تلم روغ ځاى په ايېنه کې نه و
اى مشره! تاسې د ټوپک تخم کرلى ولې?
اى مشره! دا قلم په تېره زمانه کې نه و?
یووه ماشوم به شرنګولې خلک حیران و ورته
سیکې پکې وې خو سوری په خزانه کې نه و
باقره! داسې بې ارزښته زندګي تېرېده
چې هیڅ کردار دچا دژوند په افسانه کې نه و
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شاهنواز باقر
سړیه! واوره یمه لمر ته ځمه څه به شمه
څوک خو به تنده په ما ماته کړي اوبه به شمه
که تصويرونو ستاسې خوښه وي پهره مې کوئ
که ديوالونو ستاسې خوښه وي ویده به شمه
اور خو دې راکه چې سکاره شم ښه مې وټکوه
بیا مې په سترګو پورې اومږه رانجه به شمه
یوه دانه یم دغنمو د دهقان په جیب کې
څو ورځې پس لکه ځنګل په کې راوبه شمه
ستا د بلتون شپه به دیو بل په ډاډ تیره کړمه
درد او غمونه به شي، یاد به شي، او زه به شمه
له خولې نه وتې لاړې بیا چرته راغلي خولې ته
باقره! دا یقین مې نه راځي چې ښه به شمه