د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شاهنواز باقر

د شاهنواز باقر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

شاهنواز باقر !
يويشت كلن ځوان دى ، كورنى يي د شينوارو د هسكى مىنى ده ، په كوهاټ كى زيږيدلى او ستر شوى دى ، تر لسم ټولگي يي تعليم كړى دي ، مصروفيت يي ، خطاطي او انځور گري ده ،په كم عمر كى د سترى مشاهدى څښتن دى ، طبعيت ته په ځيركۍ گوري ، ناخوالى او خوښى دواړه ترى را اخلي ،دريالستيك شعر په اميل كى يي داسى پيلى چى توم وتلي شاعران ورته گوته په غاښ پاتى دي ، ځكه هغه په شعر كى ، دپخوانيو شاعرانو كليشه او سوليدلى كلمى ، پاس په تاخچه ايښي دي ، هرڅه يي نوي دي ، خوند او رنگ دواړه په كى شته ،اوس خو يويشت كلن دى ، نه پوهيږم چى د حمزه بابا عمر ته ورسيږي ، دهغه په پل به پل كيږدي او كه ترى مخكى به شي، زما د خبرو د ثبوت د پاره يي وال ته ورشى اد دهغه دشاعرى رنگينه دنيا له نيږدى نه پخپله وگورى ، خبر شوم چى كرن خان يي په خپل نوي البوم كى دده شعر هم سندره كړى دى
د دروازې نه مي پرده راښکله پټ شوم پکې
د ژمي شپه وه او په کور کې مې بړستنه نه وه
ستا انتظار وو که په ماباندې وخت نه تېرېده
چې ورنيږدې شوم په دېوال کې د سات ستنه نه وه

 

 

انجنير زهير شينواري

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

34 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

محبت دې یم راوستی انتها ته
داوبو پسې روان یمه سحرا ته

 

راستنه شه ژوندون نه غواړم له خدایه
اوازونه اوس کوم خپلې دعا ته!

 

څوک راووځي وایي اوس له کوره ووت
زه چې کله هم ورغلی یمه چا ته

 

چې خبرشوم له دونیا مې وو تاو کړي
دیوالونه مې کول خپلې کلا ته

 

یوتصویر دی خو له فریم نه به یې راباسم
یو سړی قبر نه چغې وهي ما ته

 

خلاصولی یې په خپله هم زه نه شم
داسې ګنډه مې ورکړې ده سودا ته

 

موده وشوه پریشان یمه باقره !
دخندا نه پاتې شوی یم ژړا ته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

زه هم ودرېږم خو په لاره کې دېوال نه راځي
څومره تېز باد دی او په مخ مې د چا شال نه راځي

 

په زلمېتوب کې مې ورکړی و يو ټال جينۍ ته
اوس بوډه شوې يم خو بېرته هغه ټال نه راځي

 

کور چې مې بند و هره ورځ به یې شيشې ماتې وې
کور چې مې خلاص دی د يوه ماشوم نه بال نه راځي

 

وچه ډوډۍ، سوې سلګۍ، په جېب کې درې روپکۍ 
د دې نه پسته به په ما دغسې حال نه راځي

 

ناست په کرسۍ کې يم په مېز باندې مې ايښی تندی
ذهن مې جوړ دی خو د شعر دپاره خيال نه راځي

 

سترګې مې نه شته دی رڼا راکړه په لاره ځمه
باقره! چا ته مې په خوله باندې دا سوال نه راځي

زندانبشپړ شعر ولولئ

زندان

شاهنواز باقر

په یو زندان کې قید وم
لکه په ځان کې قید وم
توره تیاره وه په کې
زما به شپه وه په کې
یوه مرغۍ راسره هم بندي وه
له یو دیوال نه الوته په بل دیوال کیناسته
زما نه زړه زیات د هغې درزیده
زنځیر زندان د دروازې درزیده
او زه لګیا ومه سوری مې په دیوال کې ویسته
چې دا مرغۍ له دې زندان نه اوځي
د تورو شپو له دې جهان نه اوځي
اوس چې وتلې ده هماغه مرغۍ
له ځان سره نورې مرغۍ راولي
وايي بهر د انسان مرګ له انسانان ولاړ دي
مونږ له زندان ښه دې بهر راته ښکاریان ولاړ دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

سترګې پټې شوي په ټول کور باندې
تش چيبر يې ايښی دی په اور باندې

 

ګورم دريڅه کې شاعر څه لیکي
خوله مې بنده کړې ده په شور باندې

 

ستا د واده شپه ده ورته نه وايم
درد مې پېرزو کېږي نه په مور باندې

 

ووېرېدم زه له دېوالونو نه
راغلله خوله ستا په انځور باندې

 

زه به یې باقره يم وژلی خو !
شک مې بيا هم نه راځي په ورور باندې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

ويده شوی په ژړا ژړا وم شپه وه
چې راويښ شومه په کور کې مې چينه وه

زړه زما ورپسې وران و یو څو ورځې
خوشې شوې د ماشوم نه غباره وه

دې خبرې ته حيران د دوکاندار يم
بخت دې ښه دی آخري یوه ډېوه وه

اوس راووته سړی د حويلۍ نه
ټکولې مې کال مخکې دروازه وه

دريابونه راپسې وو خبر نه وم
زما ښپو پورې نښتې کناره وه

راستون شوی بېرته وخت نه و باقره !
په دېوال کې د سات ستنه سرچپه وه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

زما په شانتې هر يو شی به زندګي نه لري
چې کوم يو ګل راشوکومه خوشبويي نه لري

کمڅۍ خورې کړي او ماشوم پکې ښه کلک وتړي
خدايه! دا ښځه په ټول کور کې يو سوزني نه لري?

داسې څوک شته چې زړه لري او پکې درد نه لري؟
داسې دېوال شته چې سوري لري مېږي نه لري؟

بس دومره ده چې ستا له سترګو نه مې لرې ساتي
ګنې احساس مې محبت سره بدي نه لري

پرون پرې ما خپلې جامې سړيه ومينځلې
چا ويل لاسونه د دې ښار دواړه دوبي نه لري

په دې سبب له خپله ځانه باقر نه راوځي !
چې دروازه بېرته پرې خلاصه کړي کنجي نه لري

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

روان يمه له ځان نه وهم منډې منډې منډې
قیدي یم له زندان نه وهم منډې منډې منډې

په خوب کې مې سيلاب وړي او په ښلي ځان رانيسم
په ويښه له باران نه وهم منډې منډې منډې

په ژوند نه یم په دې یمه چې خون ونکړي خدايه!
وېرېږم له انسان نه وهم منډې منډې منډې

ای زه خو رو په رو ورنږدې کېږمه سړيه!
ای زه خو له اسمان نه وهم منډې منډې منډې

دنيا نه ده باقره که ريښتيا راباندې وايې
ځنګل دی له حيوان نه وهم منډې منډې منډې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

څه کار پېښ شوی دی رڼا سره د شپې د سړي؟
خدايه! راووتلې سترګې ورپسې د سړي

یوې جینۍ یو مسافر ته فقط دا لیکلي
ماشومان نشته خو خرڅیږي غبارې د سړي

چاودنه شوې وه همدلته خو یو کال یې و شو
او اوس راپرېوتې په ځمکه دواړه ښپې د سړي

څوک یې له یره ټکوی نه شي چې ماتې نه شي
لکه د زړونو دي نازکې دروازې د سړي

څو ورځې کیږي په شرابو باندې هم راغلی
څو ورځي کیږي چې مړه شوې ده بې بې د سړي

لاس په میز اووهي او ګوتې په ډیوې و سوزي
توره تیاره ده ورکې شوې دي چشمې د سړي

زه د منزل په لوري ځمه دا مې ښپې رانیسي
باقره! نه لږي زما سره په دې د سړې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

باران وريږي د زول شپه ده او ستا ور ته ناست يم 
ګرمي مې کيږي د دريمې دنيا لمر ته ناست يم

ښه راته پته ده چې تنده مې پرې نه ماتيږي
داپته نشته چې زه ولې سمندر ته ناست يم

خدايه! چې ما داسرافيل شپيلۍ هم وانوريده 
خدايه! نو زه دومره له شوره لرې چرته ناست يم

زه چې روان شمه وروګورمه بيرته کينم 
په ما راغورزي کنه زکه خو دې غر ته ناست يم

زه به تر څو پورې په خپل کور کې بې کوره يمه ?
زه به تر څو پورې د خپل ځان نه بهر ته ناست يم

چاته ترې سترګې ورکوم چاته ترې زړه ورکوم 
باقره! ځان مې دى دربار پکې لنګر ته ناست يم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شاهنواز باقر

په سترګو کې زنځیر دی او په زړه کې دروازې
دا دومره جګ کورونه او نازکې دروازې

د خدای نه یرېدم که د هوا نه یرېدم?
چې ما به یادولې په لمانځه کې دروازې

رنګونه چا ورکړي دي خرڅیږي په بازار کې
زما او ستا له کوره چې وې ورکې دروازې

په ډېرو خوځېدلو یې لاسونه کړل خپل شل
په ډېرو ژړېدلو به اوبه کې دروازې

باقره سر مې لګي چې په کاڼي پورته کېږم
دا چا راپسې بندې کړې د ځمکې دروازې