د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طاير ځلاند

د طاير ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 چې يې ژوند بخښه دهيلو مدعا ته

هغه شونډې سلګو پرې نه خوې مسکا ته
 
دسپوږمۍ ،ستورو  او لمر تصورهيرکړم
زه چې مخ شم کله ستا د مخ رڼا ته
 
ستا د خوږ نظر سپرلي  ورته دارو دي
زړه  مې وايي حاجت نشته مسيحا ته
 
ما رڼا دفکر ژوند کې ونغاړله
اوس څراغ نه يم خبر ورکړئ هوا ته
 
خوشبويي  يې دوجود دلته خوره ده
ناست ، طايره!  يم په لويه لاريو چاته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي

نن دې دلمر سترګه وېده پاتې شي
 
مونږ دې ، اسمان سره خبرې کوو
مونږ نه دې وروسته زمانه پاتې شي
 
دورځې کار کوو دنيا له پاره
زمونږ په خپله برخه شپه پاتې شي
 
ژونده تکميل ته به دې نور څوک راځي؟
نيمګړې ستا که تماشه پاتې شي
 
راتلونکې ورځې به مو نه وي تيارې
نن مو که لاس کې ايېنه پاتې شي
 
په بڼو ګرد او خاموشي په شونډو
وخته ستا ياد دې راسره پاتې شي
 
طايره! دا په کوم پړاو کې يمه
قافله راشي ، قافله پاتې شي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 راته په مخ کې يې نيولې  آيېنه ده  زما

زما دښمن هم خپله کړې اوس لهجه  ده زما
 
لمره چې کله مې هم ستا سېوری نيولی په سر
وړه راغلې په نظر راته سايه ده زما
 
شايد خبرې به زه هم له وخته مخکې کوم
بيا مقابل کې چې ولاړه زمانه ده زما
 
داتجربه دهجر داځل ډيره ګرانه شوله
په غم لړلې دژوندون هره  شيبه ده زما
 
څه که يو ستوری يم طايره! ددې ښار داسمان
خو په نصيب باندې هم هغه توره شپه ده زما
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاير ځلاند

 زمکه هم نه يم، چې خاموش يم، که اسمان، نه يمه

لکه خپل سيوری زه وړوکی له خپل ځان ، نه يمه
 
باور دې وشه که تڼاکې مې کتلي دپښو
باور دې وشه وروسته پاتې له کاروان، نه يمه
 
داسې هم نه ده چې بې تانه ژوند کولی نه شم
خو داهم ومنه چې ستړی په ارمان، نه يمه
 
زه هم دتا په څېر مين په سرو ګلونو يمه
زه هم دتا په څېر ملګری دخزان ، نه يمه
 
دا نو بيا څوک يم حقيقت راته راوښايې څوک
که په دې  دشت کې انګازه دلامکان، نه يمه
 
چې دخپل دور نقادان  ځان ته را مات نه کړمه
طايره! زه به ددې دور غزل خوان، نه يمه
نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

طاير ځلاند

لمر لا را ختلی نه دی

لا لاره نه ښکاريږي
لا کاینات په خواږه خوب ويده دي
لا د چڼچڼو شور ماشور نه شته
لا په جمات کې اذان نه دی شوی
لا چا د زلفو له زنځيره ځان خلاص کړی نه دی 
لا څوک ویښ شوی نه دی 
خو ته بېداره شوې رڼا ته د څراغ ناست یې 
نه دې په زړه کې څه خفګان 
نه څه ګیله شته دی 
نه دې په شونډو دخیرا سپېره جمله شته دی 
ځان دې تیار کړ روانیږې مزدورۍ دپاره 
ددې دنیا د ابادۍ دپار 
نن به ته بیا په خپلو پاکو لاسو
چې دې یواځې لپه کړي دي اسمان ته مدام 
نه پرې سور رنګ شته دی 
او نه ریښی دکوم ګریوان پکې 
ددې خاموشه ښاریې 
نوی تصویر جوړوې 
نوی تعمیر جوړوې 
نوی تقدير جوړوې 
مزدوره ای مزدوره 
ای دیويشتمۍ پېړۍ 
دخواریکښو علامته ګله 
ستا په تندي خولې رڼا د ژوند ده 
ستا په جامو کې د خولو بد بويي 
دکوم مالدار دخوشبوداره وجود 
له خوشبوۍ نه ښه ده 
ځکه په تا باندې جهان ولاړ دی 
ځکه په تا ددې ښار شان ولاړ دی 
دا ته چې څومره محلونه وينې 
ستا د لاسونو له کماله جوړ دي 
که دا جهان شي د جنت په مثال 
ددې جنت خو جوړونکی ته یې 
مزدوره، ای دداسې وخت دداسې حال مزدوره !
چې خلک لګیا دي او دنیا ورانوي 
او ته لګیا یې دا دنیا جوړوې 
ستا په غظمت به تاریخونه ډک شي 
ستا په همت به تاریخونه جوړ شی 
څو چې دا ځمکه او اسمان پاتې وي 
نو ستا نامه به په جهان پاتې وي 
2013/ مۍ/ ۱/ دمزدور نړیواله ورځ