د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سعيد زابلى

د سعيد زابلى پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

لكه د ښكلې مخ، محدود زه تر نقابه ښه يم

دې زمانه كې پټ د خلګو له حسابه ښه يم

ګوندې كوڅو كې څوك د ژوند له رازه وپوهوم

جومات دې ستا وي زه محروم له دې ثوابه ښه يم

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سعيد زابلى

قام پرست په قام او په مذهب شيخ دلالي كړې ده

دلته هر چا تر خپله وسه دا خواري كړې ده

كه دا فتوا دې وي ريښتا، نو موږ كفار وګڼه
چا چې په ګران وطن كې لږ هم ابادي كړې ده

كه وطن خرڅ دى كه ايمان ته مو دى زيان پيښ شوى
په موږه هره چاره دغه مداري كړې ده

د پيښور، كوټې وطن زما ميراث وطن دى
ستا دعوه نه كړم د پنجاب دې غلامي كړې ده

موږ يې ساتلي د د دوزخ غوندي په سره ماحول كې
زمانې كومه لورينه جنتي كړې ده

پښتون غريب د فرعونيانو زمانه كې اوسي
دا چې هر مشر پرې بيباكه خدايي كړې ده

يا ليونى به وې سعيده يا دې بنګې نوش دي
په كوم جرئت وايه تا دا ريښتا ګويي كړې ده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سعيد زابلى

د هر مشر مې پرديو ته سر خم دى

زمانې ده ګوته كړې لوى سيتم دى

چې يې حق د پښتنو ته سترګې پټې
خداى دې خوار كړي، كه عرب دى كه عجم دى

له كلو وروسته مې تنده كړه پرې ماته
دا چينه زما د كلي كه زمزم دى

سوله غواړي، جام د وينو يې هم نوش دى
عجيبه ده، دا بيا څه ډول ادم دى

ستا فتواو ته يې باك نشته زاهده
دا سعيد د ملنګانو په دم، دم دى