افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
قام پرست په قام او په مذهب شيخ دلالي كړې ده
دلته هر چا تر خپله وسه دا خواري كړې ده
كه دا فتوا دې وي ريښتا، نو موږ كفار وګڼه
چا چې په ګران وطن كې لږ هم ابادي كړې ده
كه وطن خرڅ دى كه ايمان ته مو دى زيان پيښ شوى
په موږه هره چاره دغه مداري كړې ده
د پيښور، كوټې وطن زما ميراث وطن دى
ستا دعوه نه كړم د پنجاب دې غلامي كړې ده
موږ يې ساتلي د د دوزخ غوندي په سره ماحول كې
زمانې كومه لورينه جنتي كړې ده
پښتون غريب د فرعونيانو زمانه كې اوسي
دا چې هر مشر پرې بيباكه خدايي كړې ده
يا ليونى به وې سعيده يا دې بنګې نوش دي
په كوم جرئت وايه تا دا ريښتا ګويي كړې ده