د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سید شاه سعود

د سید شاه سعود پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

28 خپاره شوي شعرونه

بازار نه تش راشمهبشپړ شعر ولولئ

بازار نه تش راشمه

سید شاه سعود

کله سګرټ پوکمه
کله فلمږنه ګورم
کله د لویو خلکو
شنه مزارونه ګورم
کله ټوپک راواخلم
چرته په ښکار وځمه
کله د کور نه لرې
مخ په بازار وځمه
مقصد مې څه وي خو بس
چې لږ سکون ومومم
سبا له نن ورکړمه
نن له پرون ومومم
خو ښکار نه تش راشمه
بازار نه تش راشمه
د ورځو شپو د مرشد
مزار نه تش راشمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

زمانې یې تل په لاس کې د تسبو پشانتې ګرځي
یو سړی دی د سپیڅلو فرښتو پشانتې ګرځي

د بلبلو په سندرو چې بندیز لګوي خلک
د ګلونو وږمې هم بیا د ازغو پشانتې ګرځي

ته همزولو سره خاندې ای په ځان باندې مینې
یو هلک دې لټوي د لیونو پشانتې ګرځي

چاته زخم ورکوي چاته پرهر او چاته سړیکې
ستا نظر په ټول عالم کې د نیزو پشانتې ګرځي

دا صحرا ده شاه سعوده ستا د کلي کوڅه نه ده
دلته زرقې د بدرنګو جینکو پشانتې ګرځي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

هیڅ په ښه باندې را نشي هسې خوارې شي سندرې
چې زما قلم ته راشي ګنهکارې شي سندرې

د شرابو په کاسه کې د لمبو غوندې بلیږي
بلا خوند پکې پیدا شي چې بیلارې شي سندرې

د چا سترګې مې په روح کې سیلابونه زمزمه کړي
چې سپوږمۍ په راختو شي نو بیدارې شي سندرې

تخیل نه مې ناڅاپه څه بیکیفه شي چاپیره
سمدستي په نیمه لاره کې ایسارې شي سندرې

چې بی مینې بی الفته زندګۍ ته مخامخ شي
نو شعرونه شرمخان شي او ښامارې شي سندرې

د دې کلي هر سړې په قصیدو باندې میین دی
مخ ترې واړوي سعوده چې هندارې شي سندرې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

د شور په منځ کې خاموشي ده چاله خوب نه ورځي 

بس خو بی خوبه زندګي ده چا له خوب نه ورځي
 
یو عالمي تنظیم د سرو سترګو زلمو ته واي 
دا نړیواله تودوخي ده چا له خوب نه ورځي
 
ورځ د نښترو صنوبرو په کفن اخته وه 
شپه په سپوږمۍ باندې زخمي ده چا له خوب نه ورځي
 
دلته دردونه دي زخمونه دي وبا ګډه ده 
دلته د ویرې پاچاي ده چا له خوب نه ورځي
 
دشپې په لویو سړکونو مړي نه دي پراته 
یوه عجبه خوشحالي ده چاله خوب نه ورځي
 
دا بی وجوده موسیقي څوک نه پریږدي سعوده 
تیاره هم سمه شاعري ده چاله خوب نه ورځي 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

 چې میاشته نوې شوه سپوږمۍ کې دروغجنه شولې 

خپلې سیالۍ سره سیالۍکې دروغجنه شولې
 
سترګې دې ټیټې کړې زما پلو دې و نه کتل 
زما د نیشت په ګواهۍ کې دروغجنه شولې
 
راتلونکو سترګو ته دې سپاري یوویشتمه پیړۍ 
څه به کوې که ازادۍ کې دروغجنه شولې
 
هغه د امن په دعوو کې دې سرونه پرې شول 
ناځوانې مینې په نړۍ کې دروغجنه شولې
 
مصرع پرې ښکلې شوه چې ګل دې راته وویل خو 
ته هم اخر په شاعرۍ کې دروغجنه شولې
 
بی زندګۍ وې او هغې ته به دې ژوند ویلو 
سعوده نن په زندګۍ کې دروغجنه شولې 
بیا به حُسن مُسن نه ويبشپړ شعر ولولئ

بیا به حُسن مُسن نه وي

سید شاه سعود

 دا چې تش ځایونه پاتې 

دا به څه باندې ډکیږي 
دا چې دومره څه ترې لاړل 
دا به څنګه راستنیږي
د اخلاقو ځای به څنګه 
بی عمله شیبه نیسي 
چې سهار او ماښام نه وي 
څوک به څنګه روژه نیسي
دا دلیل منتشر کړي 
کاینات به څنګه پايي 
چې سړي نه مشین جوړ شي 
نو جذبات به څنګه پايي
دا چې تش ځایونه پاتې 
دا به څه باندې ډکیږي 
دا چې دومره څه ترې لاړل 
دا به څنګه راستنیږي
دې غزل نه مې خوند واخله 
ګوره ژوند په ختمیدو دی 
ایټمي جنګونه راغلل 
ټول جهان په ورکیدو دی
بیا به حسن مسن نه وي 
دا رنګونه دا بویونه 
د جمال وجود به وخوري 
دغه واړه تصویرونه
بیا چې هر څه منتشر شي
د ګلاب کمی به څنګه 
بی ګلابه پوره کیږي 
د کتاب کمی به څنګه 
بی کتابه پوره کیږي
د دې پیغلې جینۍ زلفې 
د دې شوخ هلک لاسونه 
محبت به څنګه کیږي 
چې ایره شي اندامونه
زما نیشت سره به خوا کې 
ستا د زړه پشانته څوک وي 
د انسان پر ځای به دلته 
بیا د ده پشانته څوک وي
دا چې تش ځایونه پاتې 
دا به څه باندې ډکیږي 
دا چې دومره څه ترې لاړل 
دا به څنګه راستنیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

شپه وه تیاره خوره وه لاره درته نه ښګاریده 

زلفې دې ول وې او هنداره درته نه ښکاریده
 
هم دغه ژوند و چې هغې ترینه جنت جوړاو
هم دا ځواني وه چې بیکاره درته نه ښکاریده
 
دا ستا سندرې شاعري او دهغې خاموشي 
ته یې لیدلې هغه خواره درته نه ښکاریده
 
زلفو اخستی وې رخسار ته دې کتلی نه شول 
سپوږمۍ ولاړه وه له ډاره درته نه ښګاریده
 
د قام په سترګو دې تصویر کړې خپلې اوښکې مګر 
زما د پبغلې وینې داره درته نه ښکاریده
 
خپله دې خور زړګی راټول و په هغې سعوده 
دا چې هغه هم بی قراره درته نه ښکاریده 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

 اوښکې موښکې نه مني غم نه مني 

حسن په خپل ځان کې څه کم نه مني 
 
زلفې دې رڼا سره سیالي کوي 
نیغې نیغې تللي دي خم نه مني
 
ختم یې شریک راسره ګړی دی 
څنګه به قرآن او قسم نه مني
 
پام د زرپرستو نه ځان وساته 
دوۍ ګوره کاغذ او قلم نه مني
 
ځان درنه سعوده پردی شوی دی 
ستا په خپله خاوره قدم نه مني 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

سید شاه سعود

 یو داسې لیوتوب په آیینه باندې راځي 

تصویر سره څرمنه په څیره باندې راځي
 
ارمان چې فیصلو دې راکولی حوصلی 
افسوس دی حادثې هم اراده باندې راځي
 
رومي راله راکړي دي لمبی د معرفت 
شیبې د مثنوي په زمزمه باندې راځي
 
شهرت دی ګمنامي ده که دولت دی که غربت 
چې پټ ترې پاتې کیږې په ښکاره باندې راځي
 
یو ګل سره به ناڅي چنارونه د ځنګل 
یو کس به ددی نورو په نامه باندې راځي
 
زړګی ټاکلی شوی دی د ژوند په وظیفه 
مرګی به مې سعوده په نیټه باندې راځي 
دا د لمبو شاته ولاړه جینۍبشپړ شعر ولولئ

دا د لمبو شاته ولاړه جینۍ

سید شاه سعود

دا د لمبو شا ته ولاړه جینۍ 

غزل هم لیکي او پخلی هم کوي 
اور د رڼا نڅاګري زده کړې 
شغلې یې ناڅي او لوګی هم کوي
 
د تمبو مخې ته پرده زوړنده 
او په کوڅه کې ماشومان په جنګ دي 
نن په راډیو کې تبصرې کیدلې 
چا سره بیا خپل ګاونډیان په جنګ دي
 
ناڅاپه مور په جینۍ غږ وکړلو 
پخلي نه پسته بیا جامې ووینځه 
اوس به څادر اوس به ټغر ګنده کړي 
دغه ماشوم له لږې پښې ووینځه
 
دا سر خوړلې کتابچه دې پریګده 
د دې د لاسه دې دنیا هیره وي 
کله دې مالګه په ډوډۍ کې نه وي 
کله کټوۍ کې مصالحه ډیره وي
 
دا د لمبو شاته ولاړه جینۍ 
غزل هم لیګي او پخلی هم کوي 
د اور لمبو نه هم مخ نه اړوي 
او خپلې مور ته سپیناوی هم کوي
 
واي زما په کتابچه کې څه دي 
بس خو امید او انتظار د سبا 
بریږده چې اوښکې امیلونه کړمه 
سترګې به و پییم په تار د سبا
 
بیا به زما پرده کې پټې هیلې 
د دې لمبو غوندې سپرغۍ وساتي 
بیا به د خپل وجود اعلان وکړمه 
او دا غزل به مې ژوندۍ وساتي