پښتو ادب · شاعران
هارون حکیمي
د هارون حکیمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
په 1990مېلادي کال چي دهیواد ښاري سیمي لاآرامي سوي نه وې ،دکندهاراوکلات ترمنځ دښارصفاولسوالۍ دجلدک په سیمه اودمحمدنعیم په کورکي یوکوشنی وزېږېدﺉ چي کورنۍ یې دمحمدهارون نوم پرکښېښووﺉ.
درې کاله وروسته چي دکلات حالات لږڅه سم سول دهارون کورنۍ بیرته دښارصفاسره خدای پاماني وکړه ،
هارون د کوردننه بغدادۍ سېپاره اودیني سبقونه شروع کړل ،خطاطي اورسامي ته یې مخه کړه ،اولنۍ اوممکني معلوماتي اوادبي مطالعې یې شروع کړې ،په 2001 مېلادي کال یې دکلات په زړه کي شېخ متي بابا ښوونځی پیل کړ ، دانگلیسي ژبي دیوه کورس زدکوونکی سواوددغه وخته یې دشعرونولیکل پیل کړل ،
درې کاله وروسته یې دخپلوزدکړو ترڅنگ دیوې ادبي ټولني ویاندي اودانگلیسي ژبي د ټیټوصنفونو ښوونه پرغاړه واخیسته اوددې ترڅنگ یې د(زابل کلات) جریدې اکثره مقالې هم لیکلې.
په 2005 مېلادي کال کابل ته ولاړﺉ ،درحمان بابا په لېسه کي یې زدکړي پیل کړې اواوله شعري مجموعه (درڼواو اوښکوکاروان یې له همدې ځايه خپره کړه(دتسل په نامه یوه بله چاپ سوې مجموعه هم لري).دښوونځي اوساینسي علومودکورسونوسره په څنگ کي یې دهیواد ورځپاڼي ،گڼومجلواورادیوگانوسره هم اړیکي ساتلې ، دافغان ادبي بهیر ویاندي یې کوله ،په نوا رادیوکي یې وظیفه واخیسته ،دلېسې اوشنې پاڼي په نومونومجلې یې چاپولې ،بیادبي بي سي رادیودتفریحي اوادبي خپرونوویاند اوجوړوونکی سو ،دبي بي سي سره په څنگ کي یې دلمرتلوېزون ادبي اوهنري پروگرامونه هم پرمخ وړل اودې ته ورته نورکارونه...
دامهال افغان امریکایي پوهنتون لولي اوتر څنگ یې دبي بي سي رادیو ،سپوږمۍ رادیو اوملي تلوېزون سره دادبي اوعلمي خپرونوپه جوړلوکي همکارِي کوي.
دپراخواړیکوساتل ،شعراونثرلیکل یې خویونه دي.
شعرونه اوادبي طرحي پرکورني محبوبیت سربېره انگلیسي،فرانسوي،اردو اونوروژبوته هم ترجمه سویدي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هارون حکیمي
تاچي مړې کړلې ډېوې! نوزه هم ځمه
ترخې سوي ایسي شپې !نوزه هم ځمه
حوصله مي د فلک امتحان یووړه
ته مي ساه ساه ازمويې! نوزه هم ځمه
زماله سترگو گرېوانونه اوښکي اوري
چي تې نه راوچوې! نوزه هم ځمه
ستاپرسرمي گرده کلی پردی کړی
اوس چي ته هم راڅه ځې! نوزه هم ځمه
دشبنم پر پلو راتلمه چي لمرتود سو
راڅه ورکي سوې کوڅې! نوزه هم ځمه
ستا دمړوسترگوتصویر زماپکاروو
تاچي واړولې مړې! نوزه هم ځمه
1389/2/2 کابل.درييم مکروریان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هارون حکیمي
ددې لاسونوقدرهغه وخت سي موږته معلوم
چي درد یې ونیسي دریه غلې سي شوریې مړسي
داسمان جنگ کي دي دآس سپرلي بې گټي بولم
ټکي چي اوري پیاده روغ پاته سي سپوریې مړسي
که ژاړې سرراوړه پرزړه مي اوښکي وڅڅوه
دلته اوس هم لمبې بلیږي چي لږاوریې مړسي
دسترگوسپین مي سره کفن دخمار وپوښله
که موداحال ووژربه واورې چي داتوریې مړسي
مرگ درقیب اودمطریب محفل ته یوډول دی
که هغه ومرِ که دا ومري ټنگ ټکوریې مړسي
بېرهبشپړ شعر ولولئ
بېره
هارون حکیمي
...
سمه ده،
درباندي گران به یم
خودونه ډېرمي مه درنژدې کوه..!
مه.. مه.... ،
دونه ډېره مینه مه راسره کوه،
په زړه پوري مي دونه ډېرمه نیسه،
مه مي کښېکاږه،
بېرېږم چي دغونه لیري به مي وغورځوې...
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هارون حکیمي
ډالۍ چې نه منې راوړی ګلاب بېرته وړمه
زړګی مې درکړ تا کباب کړ کبا بېرته وړمه
زما د زړه هيلې تر تاداستا په نوم پايېدې
اوس چې دې ياره ځواب راکړ ځواب بېرته وړمه
څپو وهلی يم ساحله هله لاس راکوه
تڼاکې زړه د ستړي ستړي حباب بېرته وړمه
د نغه ګر ملنګ په نوم يې يو بل هم وژلی
ځمه زه هم له دغه کلي رباب بېرته وړمه
هارونه ما چې ورته سترګو کې څو زيري وروړل
اوس ترې انځور د خپلو اوښکو درياب بېرته وړمه
ارمانبشپړ شعر ولولئ
ارمان
هارون حکیمي
ستا د اوښکوترتویېدلو درې ورځي وروسته ډېر ارمان کوم..!
ستاپرمکارو اوښکو نه!
هیڅ نه ،!
دخپل عاطفي زړه دپرېمانه ویرپراور ارمان کوم،
هغه ستا اوښکوچي راته بل کړ..
څلوریزهبشپړ شعر ولولئ
څلوریزه
هارون حکیمي
له مرگه تښتم دپناغیږي ته ځان رسوم
له تنهايي نه دیوچا غیږي ته ځان رسوم
زه به دروالوزم اسمانه خوته لاس راکوه!
پرمځکه ښه نه یمه ستا غیږي ته ځان رسوم
پردېسوشېبوته داخترپه راتلو!بشپړ شعر ولولئ
پردېسوشېبوته داخترپه راتلو!
هارون حکیمي
ماغوندي له کوره لیروته ډالۍ:
ستاپه فیصله دزهروډک جام پر سر اړوم
بیا!ستاڅخه لیري په غموکي اختر اړوم
مځکه دزړگي مي زلزلې جفاڅیرلې ده
څنگه به په مات ځان ددردونودا غر اړوم
لاري،ځان،وختونه مي څارل انتظارداسي وو
گروم دخوابدۍ به دي په څنگه هنر اړوم
اوښکي تویوم توږم له سترگوزماوستاکیسه
اه داڅه راسویدي؟! په څه دا خبر اړوم ؟
صدقه دهارون د زړه دونیاسوه صدقه ترتا
سرپرسرښېگڼي دشریانو پر شر اړوم...