د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مجيد قرار

د مجيد قرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مجيد قرار

سر یې ټیټ کړی په احترام دی
جګ یې نیولی د کونې بام دی

د پیر په لاسو باندې ور پروت دی
مشر هېر کړی، آ خپل مقام دی

مرید په غاړه د پیر رسۍ کړه
د پير په غاړه، پردی لجام دی

له پیره غواړي مرسته د غیبو
جاهله دغه، عمل حرام دی

د مکتوباتو کتاب یې لاس کې
ته وا چې دغه، د خدای کلام دی

لمنځونه کاندي، خو دا یې نزده
چې دا رکوع ده، او دا قیام دی

د زړو خلکو، په پلو روانو
د پیرۍ دور، په اختتام دی

پیر که په خپله، خپل ایمان تېر کړي
زما له خوا نه ورته انعام دی

قبا یې غټه، خېټه یې سخوټه
تسبې یې لومه، ږیره یې دام دی

د پلار له برېتو، زوی ته رسېږي
پیري لاڅنګه، عجیب نظام دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مجيد قرار

 پاڼه شوه بدله، کیسه پاتې شوه

ښکاري چې آبله کیسه پاتې شوه

بل ته دې ته مخ واړاوه، زه ځمه نور
تا ته مې کوله کیسه پاتې شوه

خوب درځي، ښایسته سترګې دې پټې شوې
مړاوی شولې ګله، کیسه پاتې شوه

نور خلک پيدا تر موږ بتره شول
ځکه رانه خپله کیسه پاتې شوه

زړه کې به مو روغه غوټه جوړه وه
نیمه به چې کله کیسه پاتې شوه

موږ خو جوړوله، خو تر دې منځه
ته راغلې اجله، کیسه پاتې شوه