افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
سر یې ټیټ کړی په احترام دی
جګ یې نیولی د کونې بام دی
د پیر په لاسو باندې ور پروت دی
مشر هېر کړی، آ خپل مقام دی
مرید په غاړه د پیر رسۍ کړه
د پير په غاړه، پردی لجام دی
له پیره غواړي مرسته د غیبو
جاهله دغه، عمل حرام دی
د مکتوباتو کتاب یې لاس کې
ته وا چې دغه، د خدای کلام دی
لمنځونه کاندي، خو دا یې نزده
چې دا رکوع ده، او دا قیام دی
د زړو خلکو، په پلو روانو
د پیرۍ دور، په اختتام دی
پیر که په خپله، خپل ایمان تېر کړي
زما له خوا نه ورته انعام دی
قبا یې غټه، خېټه یې سخوټه
تسبې یې لومه، ږیره یې دام دی
د پلار له برېتو، زوی ته رسېږي
پیري لاڅنګه، عجیب نظام دی