د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مجيد قرار

د مجيد قرار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مجيد قرار

په مخه درومې، په شا راګورې
د لېونیو په خوا را ګورې

زړه خو دې یو ووړ، نور مو نو پرېږده
نور لا څه غواړې چې لا راګورې

خطا کارونه، خطا ګامونه
خطا خندېږې خطا راګورې

د خدای له لارې دې و ایستمه
ته د شیطان په سلا را ګورې

زړګیه خدازده، دا دې له چا زده
دا چې په کومه ادا را ګورې

ګورې سرکار ته، عریضه کړمه
دا داسې ولې په غلا راګورې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مجيد قرار

بله مو نزده یا به نه اوسېږو
یا به په خپله طریقه اوسېږو

یو څو مو غرونو ته ختلي ځکه
یو څو په کلیو کې ډاډه اوسېږو

د لوی ښایست په ارته سیمه باندې
لکه فنون جمیله اوسېږو

په دې سړه سړه نړۍ لا هم
په نرمه ګرمه عاطفه اوسېږو

تل د تاریخ په وېړه پاڼه باندې
لکه یوه لویه حادثه اوسېږو

د خدای په بند مو ځان تړلی ځکه
داسې له هر قیده یله اوسېږو

قصیدهبشپړ شعر ولولئ

قصیده

مجيد قرار

چا وېل یهود کرغېړن نشي کېدای؟
پرون کېدلای شوای نن نشي کېدای؟

دا به انسان وي څوک چې داسې کوي؟
نه نه ملګرو اصلاً نشي کېدای

څه ټیټ دښمن دی څه پرېوتی دښمن
دومره چې هیڅ یو دښمن نشي کېدای

له مسلمان پرته د هیچا برخه
دا د نبیانو وطن نشي کېدای

دا د یوسف د قاتلانو لمسی
دلته د سوبې څښتن نشي کېدای

د سلیمان د تخت وارث کله هم
داسې وحشي اهریمن نشي کېدای

له دغه دېو پرته د هیچا ضمیر
دومره ناولی خیرن نشي کېدای

د دې دېوانو او شیشکو په څېر
د انسانانو زامن نشي کېدای

د ښکلولو نازولو ماشوم
داسې ټپونه پر تن نشي کېدای

دغه زخمونه دا ژور زخمونه
د دې ګلاب پر بدن نشي کېدای

د دې زخمونو ځای خو دغه نه دی
د خوښۍ زړه خو خوږمن نشي کېدای

د نور په زړه کې تیاره څنګه اوسي
د رڼا مخ لوغړن نشي کېدای

ای د لوېدیځ په اسره ناستو خلکو
لمونځ د شیطان پر لمن نشي کېدای

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

مجيد قرار

مونږ د بدو خوبو روږدي
بد نصيبه...
بد خوبونه مو په برخه رسېدلي
نن مې خوب ليده چې ته وې
خنداګانې وې شوخيانې وې او زه وم
د يوه لوى ښايست په غېږه كې ويده وم
چې راويښ شومه نو سيده
د خوبونو د تعبير ملا ته لاړم
ښكلى خوب مې ورته تېر كړ
په يوه سا، په منډه منډه
ملا سترګې راته چوغې كړې او تريؤ شو
وېل هلكه!
دغه خوب دې شيطاني دى
زما سترګې شوې له اوښكو نه راډكې
ما وېل ولې؟
خدايه ولې...
زمونږ ښه خوبونه واړه
شيطاني وي
زمونږ بد خوبونه واړه
رحماني وي.

قصیدهبشپړ شعر ولولئ

قصیده

مجيد قرار

ویښه او خوب زموږ سرحد نه لري
هیڅ لېونتوب زموږ سرحد نه لري
په ویښه ګورو رنګېنه خوبونه
او په خوبونو کې د ویښو په څېر
ساده پاده یو ځمکني ځمکني
نه په بوراق باندې سفرې کوو
نه د مارغه په څېر وزرې کوو
نه د ښایست سره خبرې کوو
نه ګلابونه تخنوو کله موږ
نه کله وینو شبنمي خوبونه
نه د پاچا د تاج غمي خوبونه
نه په لمنه ګلمېخۍ د ستورو
نه د سپوږمۍ پر ځنګانه ویدېږو
نه د شفق په نارنجي لمنه
ډانګ په اوږه خپلې رمې پیایو
چیله خانې مو د زړه ګډې بوډې
د زړه راهب زموږ معبد نه لري
سترګي به پټې کړو سکون چېرته دی
د نظر مړی مو لحد نه لري
د ژوند کتاب مو شد او مد نه لري
سهي تعریف د ښه او بد نه لري
ویښه او خوب زموږ سرحد نه لري
هیڅ لېونتوب زموږ سرحد نه لري

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

مجيد قرار

زما ښېرا ده در پسې، زما ازار درپسې
نن به وار راکړې چې صحني دې کړمه شمار در پسې

ستا د محل د آینو ځلا به پاتې نشي
زما له کنډوالي در الوتی دی غبار درپسې

چې دې زما د کور په لاره وه راسیخه پرون
در درومي هغه بلا ډېره په تلوار درپسې

ستا د عمل لپاسه بله بلا نشته نوره
دا ستا عمل دی، دا چې وینې دا کفار درپسې

ښېرا د بورو، او آهونه د بې وسه ولس
زوږ د ځانمرګو، او شعرونه د قرار در پسې

لویه خدایه څه به کېږي؟بشپړ شعر ولولئ

لویه خدایه څه به کېږي؟

مجيد قرار

ها چې تل وي انکار ورک دی
موږ خو شته یو که یار ورک دی
په شیخۍ کې مو زور نشته
له دوعا مو دربار ورک دی
قربانۍ مو نا قبولې
د ريـا خریدار ورک دی
په ساړه نغري را ناست یو
په ایرو کې انګار ورک دی
نه یوسف دلته راغلی
نه په دغه بازار ورک دی
یار په نیمه نه پوهېږي
له ما چل د اظهار ورک دی
زه د عشق قاضي ته پړ یم
ستا مې خط د اقرار ورک دی
سخاوت تر پخوا ډېر دی
خو په خپله خمار ورک دی
او د څلیو په دې ښار کې
د ګمنامو منار ورک دی
مومن خان به څه باتور شي
چې له نکله ښامار ورک دی
په بې خونده افسانه کې
اتل شته دی کردار ورک دی
د غربت کیسه ده ګرانه
د خواریو مهار ورک دی
له چا لاره د قصرونو
له چا پړی د دار ورک دی
په بې لارو لارو سر یو
له لښکره سالار ورک دی
لکه ځان له ځینو ځینو
له قراره قرار ورک دی
په دې سل سره ولس کې
یو پر بل اعتبار ورک دی
لویه خدایه څه به کېږي؟

انسانبشپړ شعر ولولئ

انسان

مجيد قرار

یو انسان لکه د خدای لویه نړۍ وي
یو انسان لکه یو بحر په کوزه کې

یو انسان لکه پراخه کاینات دي
یو انسان لکه عالم د ممکناتو

یو انسان لکه پوره انسانیت دی
یو انسان لکه اتلس زره قومه

یو انسان لکه څلور واړه کتابه
یو انسان لکه سل پاکې صحیفې دي

یو انسان لکه خپلواکه خلیفه دی
د خالق په دې اووه طبقې ځمکې

دغه لوی دغه د خدای د قدرت نښه
دغه ستر شانتې انسان بیا بل انسان ته

دومره ووړ دی لکه شګه په صحرا کې
دومره ووړ دی لکه پخه په هوا کې

دومره ووړ لکه هندو یوه مسلمان ته
دومره ووړ لکه شیعه سړی سني ته

دومره ووړ لکه صوفي ته وهابی

دومره ووړ لکه یو دېو د مدنیت (!) ته
یو هېواد د غریبانو ښاپېریو

دومره ووړ لکه یو پوځ ته فولاود
یو هېواد د وروسته پاتې مسلمانو

څومره ووړ دی یو انسان او څومره ستر دی
څومره خیر دی انسان او څومره شر دی

څومره کرکه ده انسان او څومره مینه
څومره ډک دی له خلوص څومره له کینه
څومره څومره دی دیندار څومره بې دینه

په خوله وایيبشپړ شعر ولولئ

په خوله وایي

مجيد قرار

په خوله وایي
چې موږ نه منو هیڅ پوله
مسلمان یو

د ډېورنډ تر پولې هاخوا
مېږه ګرځي مېږه اوسي
د پولیسو، یې له ډاره نفس خېژي
د ماجره کابلیه
پیغورونه د بل زغمي
خو چې خپل هېواد ته راشي

نو نمرود ورڅخه جوړ شي
قوماندان شي
پردی میل یې وي په غاړه
او پر خپل تربره ور بلوسي
هی افسوس چې
تا خو پولې نه منلای
هی افسوس چې
ته خو نورو ته هم دومره ذلیل نه وای

بیان مړشوبشپړ شعر ولولئ

بیان مړشو

مجيد قرار

بیان مړشو، په دوعا یې لاس وچت کړئ
بیان، هغه د مودو زنداني ښیم
چې تر ننه ننه پورې
په بندونو کې ایسار و
چې ولچکو او قیضو کې مو مهار و
چې زندان ته
پسې څو نامبدي راغلل
شور یې جوړ کړلو چې مونږه
د بیان ازادي غواړو
هو همهغو بې ضميرو،
د بیان ازادي غوښته،
خو غرض یې پکې داوو
چې بیان لکه بندي د څرخي پله چې
په تیاره یې له زندانه را بهر کړي
او اغوا یې کړي له سترګو
له رڼا د څراغونو، چېرته لري
چې فریاد یې تر غوږ نشي
او ژوندی یې چېرته خښ کړي
چې مزار یې هم معلوم نه وي هیچا ته
چې ابد ته له بیانه
د قومونو ولسونو له اتله
خلک خلاص کړي
په قیدونو کې خورو ورو ملګریو
ازادي شوه خطرناکه
له زندانه مو وباسي
خښوي مو
زندان ښه دی که ژوندي اوسېدل غواړئ
ژوند په تورو زندانونو کې ایسار دی
ژوند هغه دی چې لاسونه یې تړلي
ژوند هغه دی چې په پښو کې ځولانه دی
زندان ښه دی که ژوندي اوسېدل غواړئ

قرار - کابل، ۲۱ اګست ۲۰۰۹