د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي مجيد قرار شعرونه

لویه خدایه څه به کېږي؟

ها چې تل وي انکار ورک دی
موږ خو شته یو که یار ورک دی
په شیخۍ کې مو زور نشته
له دوعا مو دربار ورک دی
قربانۍ مو نا قبولې
د ريـا خریدار ورک دی
په ساړه نغري را ناست یو
په ایرو کې انګار ورک دی
نه یوسف دلته راغلی
نه په دغه بازار ورک دی
یار په نیمه نه پوهېږي
له ما چل د اظهار ورک دی
زه د عشق قاضي ته پړ یم
ستا مې خط د اقرار ورک دی
سخاوت تر پخوا ډېر دی
خو په خپله خمار ورک دی
او د څلیو په دې ښار کې
د ګمنامو منار ورک دی
مومن خان به څه باتور شي
چې له نکله ښامار ورک دی
په بې خونده افسانه کې
اتل شته دی کردار ورک دی
د غربت کیسه ده ګرانه
د خواریو مهار ورک دی
له چا لاره د قصرونو
له چا پړی د دار ورک دی
په بې لارو لارو سر یو
له لښکره سالار ورک دی
لکه ځان له ځینو ځینو
له قراره قرار ورک دی
په دې سل سره ولس کې
یو پر بل اعتبار ورک دی
لویه خدایه څه به کېږي؟

د شاعر نور شعرونه ←