د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

جلال امرخېل

د جلال امرخېل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

مرور غم  دې زړه تــــــه څـــــه په ټيټو سترګو راغی
لکه مـــــــاجـــــــر چـې په واپس افغانستان ته اوړي

ځار د پښتو له فلسفې ،چې غشی بل ته جوړ کړم
څو شېبــې پس مې د کمان مخه خپل ځان ته اوړي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

83 خپاره شوي شعرونه

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

غزل

رحم په ما کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم
کاته په غلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

که شيش محل ورانول غواړې زلزله راوله
بس خو خندا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

قربان ، قربان مه کوه ځار دې شم ، بې زړه به شمه
بلا ، بلا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

د غنمنرنګو چم ته ځم چې رانه پرې نه وځي
راته دعا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

له خوشالۍ نه به پړک وچوي چې اقرار و نه کړې
سبا بېګا کوه په زړه مې هېڅ باور نه لرم

جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

غزل

ته چې زړه په مهينتوب خلاص کړې له غمه
عشق د درد په سپېڅلتوب خلاص کړې له غمه

زر پوښتنې ،  بې جوابه راجواب کړې
ځان د سترګو په پړسوب خلاص کړې له غمه

واه مجنونه ! جوړ پيران دې زورور ول
چې صحرا او لېونتوب خلاص کړې له غمه

غل ، قاضي ماضي او حال دې سره يو کړل
پاچا ! خپل مداريتوب خلاص کړې له غمه

د ژوند پېټی تر زړښته وړلی نه شم
خدايه ما په زلميتوب خلاص کړې له غمه

دا ، ته جوړ له کومې خټې يې جلاله !
چې نه بنګو او نه خوب خلاص کړې له غمه

جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

غزل

شپه ده ، ستا يادونه دي ، ګلونه دي
چا وې چې غمونه دي ؟ ، ګلونه دي

ستا له زلفو پرېوتل ، بې ابه شول
مړاوي زمونږ زړونه ، ګلونه دي

روخ د پسرليو دی زما په واک
لاس کې مې لاسونه دي ، ګلونه دي

رنګ د پېغلتوب دې شو پر شونډو خور
غېږ په غېږ اورونه دي ، ګلونه دي

ستا د خولې خبرې دي ، سندرې دي
ستا د خولې لفظونه دي ، ګلونه دي

دار نه دی ، سور شاخ د ګلغوټيو دی
ځوړند پرې سرونه دي ، ګلونه دي

منځ کې يې توپير جلاله مه کوه
ښکلي بس ګلونه دي ، ګلونه دي

جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

 

 
غزل

د تنهايۍ غمونه هېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
ښار کې د کلي خلک ډېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

د زړه داغونه مې کوشېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی
غشي د ظلم پرې اندېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

دوی هم اوس مينې په ملا مات کړل ، اوس يوازې نه يم
اوس مې ياران زما په څېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

خولې د پرهر د خامو پېغلو تکې سرې واوښتې
باڼه مې زړه کې تېر و بېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

شکر دی اوس له خپل ضمير سره په جنګ نه يمه
اوس رانه هېر دي څه چې تېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

اوس مې رنګونه د غزل په ټول وطن کې خواره
لکه ګلونه د بونېر دي ، اوس مې ساعت تېر دی

جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

غزل

ډک له شک او شبهات شه ، جينۍ مړه شې
زهر ، زهر دې خيالات شه ، جينۍ مړه شې

ناروغي دې خدای ښه مه کړه ، ساه نيولې !
د زړه درد دې نور هم زيات شه ، جينۍ مړه شې

ننګرهاری غرور مې غورځي له پښو نه
هلمندی چارګل دې مات شه ، جينۍ مړه شې

په دروغجنه خوله دې وشه غويمنډونه
د وعدې لوظ دې ميرات شه ، جينۍ مړه شې

تورې سترګې دې په تورو لارو سر شه
لېوني دې حرکات شه ، جينۍ مړه شې

جلال امرخېل

مونږ څلور واړه ياران يو / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

مونږ څلور واړه ياران يو / جلال امرخېل

جلال امرخېل

مونږ څلور واړه ياران يو

دا نظم مې خپل مشر او نوميالي شاعر شهزاده شيرين زوی ته ليکلی.

 

د زړګي درزا  دې نه اورم
د خيالونو انځورګره
شور او شر دې ولې ګونګ شو؟ 
د لفظونو جادوګره !

د پرهر پېغلې دې اوس هم
ژبورې دي که نه دي ؟
او بها د چا د اوښکو
ملغلرې دي که نه دي ؟

ګل تصوير د محبوبا ته
لا رنګونه پوره شوي ؟
محبت د ملک پاچا دی ؟
ارمانونه پوره شوي ؟

د ارمان او مينې فصل
دې نيمګړی دی که نه دی؟
لا دې هم پر اوږو بار ژوند
لکه مړی دی که نه دی ؟

د تيارو تيارو وختونو
پر زړګي ښخې چړې شوې ؟
اخ ، قربان ! د ګلابونو
غوڅې غوڅې شونډې ښې شوې ؟

لا په مصر کې يوسف د
سوداګرو په لاس نه دی ؟
لا جانان د سرو ، د سپينو
جوارګرو په لاس نه دی ؟

که همداسې وي ؛نو ولې ؟
رانه شاته شاته کېږې
که هر څه د پيل په شان وي
بيا په څه رانه ستنېږې

هغه دوه ياران دې نور هم
داسې ښکاري چې بېليږي
1* يو په خپل وجود شکمن دی
2* بل د ژوند په غم ژړيږي

زه به چا ، چا ته زارۍ کړم
چې يوازې پاتې کېږم
که تنها پر لاره پل ږدم
نابلده يم ،  ورکېږم

قافله ګوره شړيږي
پښه نيوليه ! بېرته راشه
يه له ځان نه مروره
بس دی ، بس دی راپخلا شه

روح دې ستړی ستړی مه شه
يو څو ګامه مزل پاتې
په اغاز د پل ملګريه
تر انجامه مزل پاتې 

شعر زمونږه پېغمبر دی
مونږ څلور واړه ياران يو
د يوه ارمان ملګري
د يوه پرهر په شان يو

پام چې وار دې خطا نه شي
زړه دې ښکته پورته نه کړې
نه ؛خو *" بېله دنيا " پرېږدې
نه د زخم شور ويده کړې

ساه نيولي تور ماښام کې
د شعر شمع بلول دي
لاس دې راکړه ، خدای راکړی
رسالت پوره کول دي

*1 هجرت الله اختيار
*2 نصرت الله الهام
* د شهزاده شيرين زوی نثري ټولګه .

جلال امرخېل

فلسفي سعود ته ! / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

فلسفي سعود ته ! / جلال امرخېل

جلال امرخېل

 

 

فلسفي سعود ته !

ته د ژوندون د فلسفې استازی
تا د مرګونو جنازه پورته کړه
د خپل سپېڅلي تخيل په قوت
له ائينو نه دې پرده پورته کړه

له سمندر نه دې غمي راويستي
د فنکدې د رنګينۍ لپاره
د زړه له وينو دې اوبه جوړې کړې
د وخت د شعر مړاوې غوټۍ لپاره

د ستورو کلي ته دې لاس رسيږي
د ارتقا په راز خبر يې اشنا
هم په رشته د رنګ او نور پوهېږې
هم د ښکلا په راز خبر يې اشنا

خدای خبر څومره شوګيرې دې کړي
خدای خبر څومره عبادت دې کړی
د خپل هنر د پياوړتيا لپاره
د کومو ټکو رياضت دې کړی ؟

منم سعوده ! چې شاعر يې اشنا
د زندګۍ په راز او نياز پوهېږې
د دې ګمنامې ناپايانې نړۍ
هم په انجام هم په اغاز پوهېږې

د خيال په لپه کې رڼا ګرځوې
يوه تلپاتي ژوند ته لاره ګورې
چې تر ابده دې تصوير وساتي
د ښايسته زړونو هنداره ګورې

ښه ده اشنا ، ماده پرسته نه يې
د خپل سعود په غم کې مړ نه يې
خپلې ارواح سره دې لار نيولې
د خپل وجود په غم کې مړ نه يې

د فلسفې په دې کاواکو لارو
زه هم درځمه ؛خو درتللی نه شم
د زړه خبرې ستا د شعر په رنګه
خوږو لفظونو کې کولی نه شم

خدای دې د نوح په شانتې عمر درکړي
چې بلا ډېرې پنځونې وکړې
سعود د خپل شعور په دنګه زينه
د شنه اسمان تر شنې لمنې وکړې

جلال امرخېل
2007 ز  اکتوبر ، شاه شهيد کابل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

 

       غزل

لـــکه ډيـوه  راځي ، چــې توره شپه شي
خيال ته هــغه راځي ، چې توره شپه شي

جار دې له ستــرګو، ســـترګـې مه پټوه
په ما خوله راځي ، چې توره شـــپه شي

غم او ستا ياد لـــکه همزولې خويندې
جوړه جوړه راځي  ، چې توره شپه شي

 لــــکه اروا مـــې پر وجـــود شي خـوره
لــــکه وږمه راځــي چې توره شپه شـي

د هــــغې يـــــاد مــــــې د زړګــي د پرهر
په تماشه راځـــي چې توره شــــــپه شي

سړی چې ړوند شي عشق يې هله لوټي
غــــل خو هـــله راځي چې توره شپه شي

جلال ماښـــــام لـــــه کــــوره ســم ووځي
نـــــشه ، نشـــه راځي چې توره شپه شي

تېره شپه ما ، ښاغلي الهام او ګران سروش في البديهي انلاين مشاعره کوله ، مطلع يې هم په ما وړاندې کړه او بيتونه يې هم په ما جوړ کړل ، دواړو لکه ،چې راته مسلات کړی و ، تر اخره يې يو يو بيت راسره وليکه او نور يې په چل چل کې پر ما دا في البديهي غزل وليکه. دواړه دې اباد وي سره له يارانو.

                                            جلال امرخېل

ښاريه د سوداګرو لاس ته غورځي / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

ښاريه د سوداګرو لاس ته غورځي / جلال امرخېل

جلال امرخېل

ژوند ، له ژوند نه د منکرو لاس ته غورځي
ارزښتــــــــــونه د کافرو لاس تـــــــــه غورځي

زولنې د مخـــــــــــــــــــورو لاس تــــــه غورځي
فيصلې د جـــــــــــــوارګرو لاس ته غـــــورځي

د کابل پــــــــــه حــــــــــــــــورو بيا تبــه خوره ده
بيا " ناهيد " د لنـــډغرو لاس ته غورځي

د خپـــــــل سر بيــــــــــــــــه ټاکل به غنيمت وي
ښاريـــــــــــــــه د سوداګرو لاس تـــــــه غورځي

دا ياران مې د دربار پښـــــــــو ته ټيټ شـول ؟
که دربار مې د ملګرو لاس تـــــــــــــه غورځي؟

ګوره وخت هم ستـــــــــــــا ملګری دی جانانه
زر اکثر د زورورو لاس تـــــــــــــــــــه غــورځي

د پاچــــــــــــــــــــا له بې وسۍ نه معلـــــوميږي
چې حالات د څڼـــــــــــــــــورو لاس ته غورځي

جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېلبشپړ شعر ولولئ

غزل / جلال امرخېل

جلال امرخېل

راليږونکی : جلال

ټليفونشميره:

برېښناليکپته: jalalamarkhil@hotmail.com

سرليک: غزل

نېټه: 14.10.2009 20:07

غزل

زمانه ؛ په بهانه د رنګ او نور
غواړي ووژني ډيوه د رنګ او نور

ته يې مخې ته رانجه پورې کوې
شوه قرضداره ائېنه د رنګ او نور

ستا د سترګو د خمار په راز خبر
زه پوهېږم په رشته د رنګ او نور

راڼه ستوري ، ماښاميز باڼه ترې تاو
ګواهي ورکوي شپه د رنګ او نور

په ځنګل مې اور ، په سيند ګډه وبا
په اوږه مې جنازه د رنګ او نور

زمانه پس يې قبول کړم په يارۍ
جوړ محتاجه شوه هغه د رنګ او نور

لوټ باران کميس دې ډک له ستارو
مباک دې شه جوړه د رنګ او نور

جلال امرخېل