پښتو ادب · شاعران
سيد جيلاني جلان
د سيد جيلاني جلان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلې سیدجیلاني جلان
د لویې پکتیا فرهنګي څېره سیدجیلاني جلان د ښاغلي منګل زوی دی، چې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په خیرمېنې کلي کې په ۱۳۶۲کال د ګلاخېلو په ټبر کې زېږېدلی دی. تر ۱۲ ټولګي زدکړې یې په پښتونخوا کې کړې دي، لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو په برخه کې کړې او په کابل کې یې له دنیا خصوصي پوهنتون څخه د ادارې او تجارت په برخه کې ماسټري کړې .
جلان ډیر وخت کیږي چې شاعري او لیکوالي کوي؛ په ۱۳۷۸کال کې يې د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کې د ځاځي بابا ادبي ټولنې بنسټ کیښوده، چې تر اوسه نوموړې ټولنې سلګونه شاعران او لیکوال روزلي دي او ګڼ شمېر کتابونه او مجلې یې خپرې او سلګونه فرهنګي او ټولنیزې غونډې یې جوړې کړې دي.
دجلان چاپ او ناچاپ اثار لري.
۱: دګلپاڼو اتڼ: په ۱۳۸۶کال چاپ او د ډيرو میناوالو په غوښتنه په ۱۳۸۷کال ددوهم ځل لپاره چاپ شو .
۲: دهېندارو دره: کابو ۲۵۰ صفحې لري په ۲۰۰۰ټوکو کې په ۱۳۹۰ کال کې له چاپ راووته . چې د ادب د میناوالو لخوا یې تود هر کلی وشو.
۳: غمي غمي سیندونه : اوس اوس یې دریمه شعري ټولګه (غمي غمي سیندونه) تازه له چاپه راوتې ده، چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري
۴ : پنځلسي : (ناچاپه منظومه ) پنځلسی دلوې پکتیا خلکو یو پخوانی او ځانګړی دود دی؛ دغه دود په پنځلسي نومې شعر کې راخیستل شوی او منظومه شوی.
۵: پنځمه شعري ټولګه : ناچاپه
۶: دلنډو کیسه یوه ټولګه : ناچاپه
۷: د ژوند خاطري (نثر) کتاب: ناچاپ
۸: ټولنیزې انتقادي لیکنې کتاب: ناچاپ
۹: دافغانستان د مخابراتي سکتور په اړه د ماسټرۍ تیزیس یانې څیړنیز اثار: ناچاپ
شعرونه
35 خپاره شوي شعرونه
د درد موسيقيبشپړ شعر ولولئ
د درد موسيقي
سيد جيلاني جلان
خير که غريبان يو يا کوو په سادګۍ کې ژوند
ګله ! جنت بويه د ضمير په ازادۍ کې ژوند
وار دی د طبعيت د خنديدو جانانه زور کوه
ښه په شرنګ غږېږي د سپرليو په شپيلۍ کې ژوند
ځي ورپسې واړه ژوندي سري د اميد پر پښو
سپور دکاينا ت د ښکلاګانو په بګۍ کې ژوند
ته زما د روح د غوټۍ شونډو کې خوږه موسکا
ته لکه هنر زما د درد په موسيقۍ کې ژوند
دا مو د حيا سمبول دی د ا مو دسينګار ګاڼه
تاته لوپټه کې ژوند او ماته په شړۍ کې ژوند
نن به دې جلانه غرنی خوی رومنتيک کړمه
کېنه چې د ژبې غوندې درکړم په خولګۍ کې ژوند
يو وجودبشپړ شعر ولولئ
يو وجود
سيد جيلاني جلان
ګرد يم كه غباريم دپښوپل ته درنږدې يمه
تاپسې دخپل زړه غوندې وتې له پردې يمه
ستاخوږوخبروته جانانه دومره تږى يــم
ته وا تلوسه دمينانودكيــسې يـــــمه
څه ساده باده يم دومره ستربدلون كې پوه نه شوم
اوس هم شاګردۍ كې دپيمخې زمـــانې يمه
زه اوته دمينې په يوه وجود كې ژوندكــوو
ته يې د ډيوې رڼا اوزه بيخ دډيوې يـــمـه
هسې دخپل روح خوارو اوږوباندې ورباريمه
وجلانه! سيورى دژوندون دجنازې يمــه
د زمانې بادونهبشپړ شعر ولولئ
د زمانې بادونه
سيد جيلاني جلان
د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسې
لکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسې
غرونه مو منځ کې دي خو غرونه به خدای ونړوي
زه کوم تاته ، ته کوه ماته ، دعا کې کيسې
په لوپټې کې دې جانانه څڼې ښې پټوه
د زمانې بادونه هم کوي بېباکې کيسې
د ستا پر شونډو سره ګلونه کيسې سرې سکروټې
زمونږ پر شونډو وينې وينې او تڼاکې کيسې
ستا جلان هم کله سندرو کې څه داسې وايي
لکه زلمی ناوې ته وکړي شررناکې کيسې
د ښکلا اينېبشپړ شعر ولولئ
د ښکلا اينې
سيد جيلاني جلان
ته مې ژوندۍ کړې که ما خپل وجدان ته مړينه ورکړه
ستا په خاطر مې د خپل سر قاتل ته وينه ورکړه
منې ! اوبو هم ترې تصوير ستا د ځوانۍ وغوښته
ما چې چينې ته ستا په نوم هينداره سپينه ورکړه
نن خو سکڼي ماښام ته ډېر خېر پېښوې ملګرو
جانان د سرو شونډو وعده له ماسپښينه ورکړه
د کايناتو د ښکلا اينې ژباړمه اوس
چې تخيل ته مې رڼا ستا له جبينه ورکړه
جلانه ! دومره اسان نه دي پسرلي د څڼو
مونږه يې سيوريو ته هم غېږې غېږې مينه ورکړه
نكريزېبشپړ شعر ولولئ
نكريزې
سيد جيلاني جلان
کېنه چې شيبې دې اختريزې کړم
پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم
تاومې کړه له غاړې نه رڼې لېچې
پرېږده چې هيندارې ماښاميزې کړم
دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجونې د ښاريو به غرييزې کړم
خدای که مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډېرې زمانې به سندريزې کړم
ګرځمه جلان د ترنم پر غرو
مړې سترګې ديار چې څلوريزې کړم
بله ډېوهبشپړ شعر ولولئ
بله ډېوه
سيد جيلاني جلان
د خپل ارمان غوندې يم وړاندې ځمه شاته راشم
د جګ غره کاڼی شوم چې وخوزم بيديا ته راشم
زه چې څېړل د ژوند د هرې فلسفې شروع کړم
په نتيجه کې يې ضرور د ستا ښکلا ته راشم
د څڼو رنګ چې مې شي ساز د طبعيت درو کې
د ذات اوبه شم د شپې تور رګ کې سما ته راشم
لمر چې سر پورته کړي د بلې ډېوې رنګ واړوي
داسې چې زه د زړه نه ولوېږمه تاته راشم
يون مې د غشو پر سرو تکيه په خدای جلانه!
مور مې هم مړه ده دعا چانه واخلم چا ته راشم؟
د ښايست ګلدرهبشپړ شعر ولولئ
د ښايست ګلدره
سيد جيلاني جلان
سره د مخ کاسه دې له غروره کړه
ګرانه! نن دې بيا د چا مور بوره کړه ؟
ولې ؟ دې وژلو د ا وژلی كس
تا خو سره په مړه ښامار کې توره کړه
بيا د کوم ښايست ګلداره ويښه شوه؟
چا مې نن دا ښۍ سترګه رنځوره کړه ؟
ښکلې مې کړه اخ توبه مې ښکلې کړه
نن مې د خمار د پښو مزدوره کړه
سپينه اينه يې تپي تپي کړه
وخت چې د جلان مينه توروره کړه
کليمه دارهبشپړ شعر ولولئ
کليمه داره
سيد جيلاني جلان
هلته ساينسدان د لوړ تخنيک په تار ډبره تړي
دلته ګل ژبې سمندر په يوه خبره تړي
خود به د شپې پر پاسني مخ ټوله شپه رڼا وي
دنګه د لمر غوندې رڼه ټوټه له سره تړي
غرونه که هر څو لوړ شی مخه د لمر نشي نيوای
وخت څه نادان دی زولنوکې مې سندره تړي
په بنګاليو کوډو نشي دوزخ مخيه ! واوره.
پېغله زمونږ کليمه داره له ټټره تړي
د ايينې د سپين ورغوي د پړک پيڅې پسې
جلان ورک يارته د مين زړه مر غلره تړي
وژني مې ګام په ګامبشپړ شعر ولولئ
وژني مې ګام په ګام
سيد جيلاني جلان
عجب کيفيت لري دا زړونه ځکه زر پټوي
خوږو ليمو کې چې ګل دښت ګل دښت نظر پټوي
خېر دی که کېناستم د ستا د لوپټې سيوري ته
واورې هم کله کله غېږو کې سپين غر پټوي
خوله يې په پښو کې ده په يو چړپ زر هيندارې ژويي
اوس د جوهرو پسرلي يو جادوګر پټوي
وژني مې ګام په ګام خو بيا هم مينه ناک دی جانان
د سندرغاړي سل عيبونه يو هنر پټوي
کاږه شکست کې جلان تمه د ژوندون نلري
بيړۍ چې ماته شي ضرور يې سمندر پټوي
د اوښکو ژبهبشپړ شعر ولولئ
د اوښکو ژبه
سيد جيلاني جلان
جانان چې کاڼی شي د غوښې له قالبه ووځي
زمونږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووځي
ګرانه ! بيلتون دې زمانې لره پيکه کړم داسې
لکه د ځوان شاعر غزل چې بې مطلبه ووځي
چې پسې وژاړم ښه وژاړم د مه مې وشي
لکه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځي
ياغي جذ بې دې له خيالي ځوانۍ نه وښويدې
لکه تيرې تيرې ليشې له پاخه کبه ووځي
جلانه ! بيا به دې پښتون ايمان کې څه پاتې شي؟
د مينې وړانګه که د مينې له مذهبه ووځي