پښتو ادب · شاعران
فضل سبحان عابد
د د ښا غلي فضل سبحان عابد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
همــدا جــانان چــــې زه يې ســات تر ساته خېژومه
ورتلــى به ورله نــشمه اسمــــان بـــه ترې جوړېـږي
شعرونه
12 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د ښا غلي فضل سبحان عابد
زۀ له کلونو ملامته پښتون
زۀ له کلونو ټيټې سترګې ګرځم
په ما د ډېرو وينو پور پاتې دے
زما د لاسو پښو نۀ دم وتے دے
ما په لاسونو کومه توره کړے
ما تل په سترګو وينې سرې ليدلي
زۀ په هر ظلم غلے شوے يمه
ما د زړۀ شور خلې ته راوړے نۀ دے
په کومو سترګو دې تصوير ووينم
په کومو لاسو ورته څۀ ؤليکم
په ما د ډېرو وينو پور پاتې دے
فرشتې تاته ملامته يمه
زما د ډېرې بې ننګۍ د لاسه
ستا په معصوم بدن لمبې بلې شوې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
د ښا غلي فضل سبحان عابد
د جانان د غم نه اخوا نور ژوند هم اسان خو نه دے
دا به کوم کوم پوره کيږي زمونږ يو ارمان خو نه دے
پسرليه خفه نه شې خو زړګے پرې څنګ ټکور کړم
ستا ګلاب منم ښائسته دے د جانان په شان خو نه دے
د دې ښار کوڅې دې تاته اومبارک شي د زړۀ سره
زۀ به ځم په خپله مخه کلے ؤران خو نۀ دے
کۀ په دې کښې يې را نۀ کړې په هغې کښې به دې غواړم
زما مينه لېونۍ ده څۀ دا يو جهان خو نه دے
زۀ دې اوس هم لېونے يم چې زړۀ ښکته پورته نه کړې
د ښائست نه دې لوګے شم لا دې تېر دوران خو نه دے
تش په مينه به سينګار يې د سرو سپينو طمه مه کړه
ستا عابد خو بس شاعر دے څۀ د کلي خان خو نه دے