د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدحسن حقيار

د محمدحسن حقيار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

بسمه تعالی
په ناوياتومطلبو نو پسې ګرزي
چې خيالونه شاوخوا ځير ځير کاته کا
ښکاروي نوې ،نادرې معناګانې
دفکرونوشهبازان چې الواته کا
دده په وينا د باطل پر ضد مقدس بغاوت ته چمتو ((حقيار))مضمون آفرينه طبعه لري حسرتونه يې ميلمانه کېږي او ښه بويونه ورته په غوټيو کې اتڼونه کوي .
نورخلک که ځنځيرونه په غاړه او پښو کې وړي ،خود محبت ځنځيردحقيارترزړه راتاو سوی دی ،دی غواړي د سباوون هغه وږمه سي چې دغيرت سا په هر کالبدکې  پو کړي لوی خدای (ج)دې دی په دغه نېکه ارزوکې بريالی لري .
د ((حقيار))د حرم کيسې لاپاتې دي لوی خدای (ج) دې شيخانوته هومره حوصله ورکړي چې دکمپيوټرد سدۍ په درشل کې دده د جام جم پاتې کيسې هم واوري .

دروژې۲۴مه، ۱۴۱۹ ھ ق
پوهاند رشاد

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

دا چې څڅېږي سپين غمي غمي له هاره چينه
مونږه وه غوښتې سپينو لپو کې له ياره چينه

دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيارو ميينو
موږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهاره چينه

بس خو تور مخو ته ښودل يې ددوی تور مخونه
ځکه بدرنګو کړه اعدامه او سنګساره چينه

دآشنا سترګو کړل په سترګو کې رودونه روان
او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه

داشين چمن منګى ترڅنګ ،وربل کې ګوتې وهي
دکلي مستو پېغلو کړه ځانته هنداره چينه

دحسيني هوډ ليوني اوجل وهلى منزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينه

اوس د هوسيو اوښکې څښي زموږ په غرو کې شپانه
دتقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقياره چينه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

موږلېوني يو تقدير نه لرو، ازل نه لرو
داسې سفر کې يو چې، مل او هم منزل نه لرو

رانه ښکاره شي، مينه زړه کې پټ ساتلى نه شو
مونږ ساده خلک يو،مونږ وېره له اجل نه لرو

موږه وربل خوښوو ،سترګو کې کجل خوښوو
شوق دتوني او بېګوتي او د   ريمل نه لرو

موږه( ملاله) غواړو ،موږ يو په( ناهيد ) عاشقان
عشق د(پريتي) او د(ممتا) او د (کاجل) نه لرو

دا ښکلي هسې بد ګومانه دي پر موږه باندې!
مونږ دښاريانو غوندې زړونو کې چل ول نه لرو

منم ديوان او کتابچې مو له شعرو ډکې دي
خو چې يې تاته کړو ډالۍ داسې غزل نه لرو

مونږ چې په خوله څنګه يو زړونو کې هم هاغسې يو
تفاوت مينځ کې دوېنا او دعمل نه لرو

موږ يې دوينو مجنونان يو دشيدو يې دي نور
((حقياره)) مونږ ورته ماڼۍد تاج محل   نه لرو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

دګل په څېر يې ښکلې دغوټۍ په څېر يې ښکلې
مېوند کې ته ټپې دملالۍ په څېر يې ښکلې

چې خيال د درد  وزرو باندې دقاف ته ورځي
اشنا دترابان غېږ کې بدرۍ په څېر يې ښکلې

دزلفو هر يو تار دې دګلاب سيوري لوى کړى
دګل داسوېلي او دسلګۍ په څېر يې ښکلې

آينه څه کوې زما سترګو کې خپل حسن ته ګوره
له حورې يې ښايسته دښاپېرۍ په څېر يې ښکلې

دمينې دښت کې تږى يم سراب ته ګوته نيسم
يو جل وهلي عشق ته دخولګۍپه څېر يې ښکلې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

سختې شېبې دي دبېلتون څومره دغم ورځې دي 
را تاو دهجر ښاماران څه دماتم ورځې دي

دشيشې زړه مې ستا په مخ کې پروت دانه وانه دى
که رغوې يې نو همدا يې دملهم ورځې دي

دحجاب تورو لړو سپين مخ دهلال پوښلى
تبو نيولې او رنځورې ددې چم ورځې دي

راغلم چې واورم شرابي غزل رنګينې نغمې
چا وېل ساده دلته خو  هم دمحرم ورځې دي

څومره دښکليو وچکالي شوه پر ما دې سيمه کې
اوښکو ورېږۍ په شېبو شېبو دنم ورځې دي

ګوره دحورې سکه خورې دفارس ترک ګاونډۍ
زما پر پر دېس عشق ستا څومره دستم ورځې دي

داسماعيل دبڼ طوطيان له تندې جل وهلي
د(هاجرې) احساسه هله دزمزم ورځې دي

کله به وکړي هريرود غږ د((حقيار )) پر تور غره
چې دجامي خواته نن بيا دجام و جم ورځې دي

١٣٨٠-٧ -١٢  هرات ښار

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

موږ چې له ياره سره مينه کوو
دا خو له  داره سره مينه کوو

دپښتو سيمه ده ديدن يې سخت دى
خود له رېباره سره مينه کوو

اى ترهېدلې وېرېدلې بلبل!
نور له چناره سره مينه کوو

خدايه دا څومره شوه دښکليو قحطي
چې له( ناګاره) سره مينه کوو

کله به ښکلي داسې هم ووايي ؟
چې له حقياره سره مينه کوو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدحسن حقيار

راغله ميلمنه خو دزړه کور کې کوربنه شوله
شنه شوله دزړه په کرونده کې مې راشنه شوله

ياد ته دښکلا دې هر يو رګ مې سندريزشو
ستا ثنا صفت زما په ژبه ترانه شوله

ستا دانګليسي ښکلا غرور هم له خيبره
ناوې دغزل دحمزه غېږ کې پښتنه شوله

وخت خداى خبر،دى څو سوه کاله له ما مخکې
زه يې شوم قرضدارکه پوروړې زمانه شوله

ښکلې!وچکالۍ دې له بارخو سرخي زبېښلې
دامې دجنون تر څنګه بله اندېښنه شوله

شېخه تلازم که ددنيا اودعقبى وي
هلته مې هم برخه کې ښکلا او مېخانه شوله

شونډې شونډې زبېښي ژبه بل شان استغفار کړي
خدايه له ما شوې ګنا بيا څومره درنه شوله

واخله دوږمو ګومنځ نظر دوربل صاف کړه
دا د((حقيار)) هيله ستا په درکې نذرانه شوله

١٣٧٩-٨-٢٩

تږي تلوسيبشپړ شعر ولولئ

تږي تلوسي

محمدحسن حقيار

سر د يار په غيږ کې لوبوم ځان له کمڅو سره
خيال کي خوله په خوله شونډي وېدې شي اننګو سره

راشه ساقي ورک نور اضطراب او شو ګيرې مې کړه
اوس خو پيالې راکړه بيا به ګورمه توبو سره

نن مې د اميد جرګي ته وويل د ليلا سترګو
دا ده د پښتو سيمه عادت يو له جرګو سره

ډيرې ګيلې ياره ما په زړه د رته ساتلې وې
هېرې شوې له مانه ستا د يو نظر کتو سره

وصل د مودو کې چې  د هجر غمازي کوي
دا سپېدې دې ورکې شي زه خوښ يم له تيارو سره

ستا د مخ ښکلا چې بد نظره له نظر نګړي
ما ځانته لوګی کړه چې سوزېږم سپېلنو سره

ښکاري چې دا هم د ليلا سترګو خمار کړيدی
شيخ چې ميکدې ته را روان دی له تسپو سره

نوش چې کړل شراب «حقيار» د سترګو له کوثر نه دي
تږې تلوسې يې شوې لا تږې له جامو سره

جلال آباد
۱۳۷۴/۵/۱۵

اوښکه په بڼوبشپړ شعر ولولئ

اوښکه په بڼو

محمدحسن حقيار

چيغه د جرس يمه، نقش په اوبو يمه
يا د خواږه خيال مقتول، اوس هم په سلګو يمه

زه د کشمکش اسير، اوړمه را اوړمه
کله د پيالو يمه، کله د تسپو يمه

يا مې راز افشا همه، عالم اسباب کړلو
يا خو مرغلره يم، پټه په پردو يمه

يم ستا د هستۍ تفسير، ښکارم د آينې په مخ
رمز دې د تخليق يمه، نښه د ليدو يمه

منم چې ازل ابد، وصف دی د حسن ستا
ناز ته د ښکلا په نياز، زه هم له هغو يمه

مړغېژنې هيلېبشپړ شعر ولولئ

مړغېژنې هيلې

محمدحسن حقيار

دنوې مينې نوى امتياز مې وليده
انجام دې دستم ،د عشق اغاز مې وليده

شوه دحقيقت ناوې احساسه ځوانيمرګه
پټ په رنګينوکې مجاز مې وليده

د ستړوارمانوبهير خادم د يارد در
نياز يې غلامي کړه مغرور ناز مې وليده

وربل نه صحرايي شي غلچکی شانتې نګهت
ښکارته دې زړګيه عجيب باز مې وليده

بيامې مړغېژنې هيلې تاته په سجدو شوې
 عشق له مذهب سره همراز مې وليده

ښکل کړه د سکوت شونډې ښکاره چې کړګل راز
شلېدلی يې ګريوان د هستۍ راز مې وليده

سېزل وکه رټل په تول پوره وټول ثواب و
د يار هرې ادا کې خاص انداز مې وليده

داغ په تسلسل دسوي اه شول اميدونه
شمعې چې دا خپل سوزو ګداز مې وليده

عنقا که د ((حقيار )) دفکرکړۍ دلاهوت شوق
ستا نوم ته نسبت کې دا اعزازمې وليده

تهمتي جامونهبشپړ شعر ولولئ

تهمتي جامونه

محمدحسن حقيار

زړه مې ليونی شوصنم ستا غېږکې مستي غواړي
ستا دمخ په شمعې باندې ځان ستي ستي غواړي

ګلوسر مينه چېرې نه شي په ړانده احساس
بڼ  کې دبلبلو ژړېدل سحر وختي غواړي

ستاداننګولمبوته نوراوکه نارووايو
سوچ ورته کوم خوداتوپير ډېره سختي غواړي

ياديې ديوسف تږی خاطر بيا تخنولی دی
خيال دزليخې چې ډک جامونه تهمتي غواړي

ماخوپه دنيا کې اوردمينې غوره کړی دی
ژوندمې په اغزوشوحوروتاسو جنتي غواړي

چيغې کړې جرس چې دمنصور کډې بارېږی
تلل له دې کاروان سره دحق مينه هستي غواړي

نورې نو((حقيار))دنن سباخبرې نه مني
صبريې نورنه شي ياره ستا وصال دستي غواړي
جلال اباد
۸/۱/۱۳۷۴