پښتو ادب · شاعران
ځلا دولتزۍ لنډه
د اغلۍ ځلا دولتزۍ لنډه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
((زه د ډېرو هغو خلکو برعکس چې مينه د ژوند مالګه ګڼي شعر د ژوند مالګه ګڼمه))
دا د نړۍ د دې ګڼې د شاعرې آغلې ځلا دولتزۍ خبره ده
ځلا دولتزۍ د سرور خان دولتزي لور په ١٣٧٠ لمريز کال د لومړي ځل لپاره د نړۍ رنګ پر سترګو ليدلى ،هغه له آره د پلازمېنې کابل اوسېدونکې ده خو اوسمهالى ژوند يې د ننګرهار په سنديز او شاعر پاله ښار کې تېريږي.
ځلا سره له دې چې په سيمه کې په لويه کچه د يوې خوږ غږې او ډېرمينه والې وياندې په توګه پېژندلې کيږي خو له دې سره خوا کې شاعره هم ده او په خبره يې د دې هنر يوازينى لامل يې له شعر او شاعرۍ سره بې کچې ځانګړې مينه ده.
ځلا د شعر او شاعرۍ تر څنګ د ښوونځي زده کوونکې ده،او همداراز د انګليسي ژبې او کمپيوټر زده کړې هم ترسره کوي،د شعر او شاعرۍ د کتابونو لوست او په ننګرهار ملي راډيو تلويزون کې د وياندې او پروډيوسرې په توګه د دندې ترسراوى يې هم د ورځينيو بوختياوو له ډلې دي،ځلا که په دې دومره ډېرو شاعرانو کې بازمحمد عابد او اجمل اند د خپلې خوښې وړ شاعران ګڼي خو خپله مور بيا هغه څوک ګڼي چې پرې د نړۍ تر ټولو ډېره ګرانه څوک ده.
نوموړې د يو شمېر غزلو او نظمونو د ليکلو تر څنګ لنډې کيسې هم ليکي په دې هيله چې لکه د وياندۍ د ترسره کوونکې چارې په شان يې د شعر په اسمان کې هم په رڼه توګه وځليږي
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلۍ ځلا دولتزۍ لنډه
توره شپه وه لاټين بل و،زه هم ناست وم نــــــاقراره
ستاخيالونه راسره و،ژړېــــــــدمــــــــــه تـــرسهاره
توره شپه وه،خـــــــامـــــــوشـــي هر خوا خوره وه
دردپه زړه و،غـــــم پــــــــه زړه و ومه هر څه بېزاره
د غم شــــــــــپه وه اوږدېدله،له خپل ځانه وېرېدمه
ستا تصوير تــه مې کتلې،زړه سلګۍ وهل بې واره
چې تصوير دې ښکلومه،زړه زما لږشانې ښه شي
ستا تصويـــــــر لکه کعبه شي ترې تواف کومه ياره
نادان زړه مې نــــاقـرار دى ستا ليدل راځنې غواړي
اى زما د زړه درمـــــــانـــه!يو ځل راشه په دې لاره
د(ځلا)زړګى خو خدايه د بنــګړو په شانې مات شو
دا ټوټې،ټوټې زړګى يــــــې اوس وهي د وينو داره