د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ذبيح الله احساس

د ذبيح الله احساس پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د احساس کورنی نوم ‌ بهرام دی خو له كوره بهر او په فرهنګي كړيو كې يې ټول په ذبيح الله پېژني.
له نن څخه اووه ويشت کاله وړاندې د بغلان ولايت په مشهوره سيمه کېله ګي کې د ډاکتر شېرمحمد كاكړ کره زوکړ.لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې د جلاله اوجلوزو کمپونو په ښوونځيو کې بشپړې کړې. د فرهنګي  اشنايانوپه ملتيا يې په جلوزو كمپ كې د ميوند ادبي ټولنه جوړه کړه اوهمدا يې د فرهنګي فعاليتونو پيل و.
پنځه کاله وړاندې احساس خپل کلي ته راستون شو، تازه مهال دبلخ پوهنتون د انجنيري پوهنځي څخه فارغ شو يانې اوس ((اينجينر ذبيح الله احساس)) دى .
په شمال کې داحساس پلونه نوې لارې جوړوي، مسلک اوهنر يې سره بېل دي خو دى پكې خوشاله دى. په مزارشريف ښار کې روضې ته څېرمه داحساس کوټه د جرګومرکو، ادبي بانډارونواوفرهنګي غونډو حجره ده. داحساس دخونې دړه دليکوالو، فرهنګيانو اوشاعرانو په مخ پرانستې وي.
داحساس هڅې خورې دي، په بغلان کې پسرلى درې مياشتنۍ خپروي چې اوسمهال د هېواد په كچه يوه بريالى سياسي او ټولينزه خپرونه بللى شو او ورسره يې د پلخمري مېشتو ځوانانو په ملتيا د چونغر ادبي بهير جوړ كړ. په مزارشريف کې د شمال د لومړى پښتو خپرونې ((پرخې)) چلوونكى دی، چې د ادبي او ټولنيزې ليكنې خپروي. دبلخ پوهنتون محصلينوپه ملتيا يې دوزيرمحمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير روان کړی، ددرېيوو کتابونو(يوه نجلۍ- لنډې كيسې، زما له غرونو پناه ياره- ژباړه ناول او دوه ښارونه- د الفت صيب او جبران خليل ژباړل شوي نثرونه) ليکوال دی  او دم ګړۍ له مزارشريف څخه د پژواک آژانس سره د خبريال په توګه کارکوي.
په لنډه موده كې به يې دوه نور كتابونه ( هغه – شعري ټولګه او حمزه د حمزه په ژبه- د حمزه بابا سره د خاطر غزنوي د مركې ژباړه) خپاره شي.
احساس لنډې کيسې ليکي، ژباړې اوڅېړنې کوي اوچې له نوروچارووزګار وي نوشاعرهم دی او هغه هم د ترنم شاعر.
احساس ته همدې سترو فرهنګي كارونو د ترسره كولو په وياړ په كابل كې د افغان كلتوري ټولنو جرګې لخوا د ستر خوشحال خان خټك په نوم د همدې جرګې په لومړۍ كاليزه كې د ۱۳۸۷ كال د غوره فرهنګيالي، د سرو زرو مډال وركړل شو.  

زه د احساس، احساس او پراخه هڅې ستايم.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ذبيح الله احساس

 زه ورته اوس دغومره نږدې يمه

وړ یې د نفرت يم د کينې يمه

وايي څنګ په څنګ به له نظره شوو
ته ځه، زه به وروسته درپسې يمه

کومه بدي! ولې سرټيټی وکړم
ښه يمه چې لرې له توبې يمه

چاته ډېر نږدې له چا ډېر لرې يم
چاته محترم او چاته اې! يمه

چېرته چې کيسه د ليونتوب کېږي
زه به يو احساس غوندې پکې يمه

د ۱۳۹۶لمريز د وري د ۱۷مې، ماذيګری/بلخ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ذبيح الله احساس

 مين خو نه يمه، خو ويې وايم چې زړه ته راشي

لکه ماشوم هره خبره چې مې خوله ته راشي
 
بس هر ماښام مې هرکلی داسې په مينه وکړي
لکه يو ورک چې له کلونو پس کاله ته راشي
 
څنګه به وخورمه تيندک، څنګه به ستړى شمه
چې کله وځمه ابۍ راپسې وره ته راشي
 
احساس د ښار د ښايستونو رنګ کې نه ورکېږي
احساس دمه شي، چې ستا زړه ته راشي غره ته راشي
 
په دغه ښار کې چې اوسېږم دا مې ځکه خوښ دی
ماته په دې خلک راځي، چې پښتانه ته راشي
 
د ۱۳۹۶لمریز د وري د ۱۲مې، ماښامی/بلخ