د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حکمت الله سروش

د حکمت الله سروش پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

حكمت الله سروش د حبيب الله زوى په 1367ل كال د كندهار په پنځمه ناحيه كې زېږېدلى دى. په ۱۳۸۵ كې  د احمدشاه بابا د عالي ليسې څخه فارغ شوى دى . 
هغه كسان چې لمرخاته د شعر لپاره  د الهي طبيعت ستره ښكلا ګڼي، نو دا خبره به هم په ذهن كې ورګرځي ، چې د شعر لپاره تر يوه حده عمر او مشرتوب مطرح نه دى، بلكې هنر يوازې د انسان د رښتيني او فطري استعداد پورې اړه لري .  
سروش، كه د عمر په لحاظ كشر دى، شعر يې بيا د ده تر عمره پښه اړوي او دا په ګوته كوي، چې حكمت به تر دې زيات پرمختګ وكړي، ځكه اوسني شعرونه يې لا د لومړنيو تجربو او مشاهدو نتيجه ده. كه چېرې يې د وخت په تېرېدو سره لرغوني او اوسمهالي شعرونه په غور سره ولوستل، نو باوري يو چې دغه تاند شاعر به  په راتلونكي کې له غوره او پخو شاعرانو څخه وي.  
نوموړي كه په دې څوكلن بهير كې له سياسي، شعاري او تشو خبرو پرته نور څه نه دي اورېدلي، خو بيا يې هم خپل دريځ ساتلى دى. ځكه د يوه شاعر خبره ده: رښتينې شاعري هغه ده، چې ورځنيو پېښو ته د هنر جامه ور واغوندي او داسې يې ښكلې كړي ، چې هر زړه ته لار پرانيزي. سروش هغه تاند شاعر دى، چې د افغانستان د تنكيو شاعرانو په مخكښو كې راتلاى شي . ښا غلی سروش اوسمهال د هندوستان دبنګلور ایالت دمیسور په یوه پوهنتون په درس بوخت دی ، له بېلا بېلو مجلو سره قلمي همکا ري کوي او د رنګ په نوم په زړه پورې ادبي او هنري ويبلاګ لري. او همدارنګه په ورځني ژوند کې ډېر صميمي دی، نرمې خبرې کوي او مينه اوښکلا يې دوه ښکلي ايډيالونه دي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

اوس خو پاچا يم  خزانه لرمه 
زه هم د مينې يو کيسه لرمه 
ستا په خاطر که وي نو غم نه کوم 
بيا خو د مرګ لا حوصله لرمه 
زه اوس له ځانه څه خپه غوندې يم 
زه اوس له ځانه فاصله لرمه 
څومره ناوخته يې زما کړ جانان 
له زندګۍ دغه ګيله لرمه 
زموږ د ښار څو لېونيانو سره 
سروشه ټينګه يارانه لرمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

چې غرق په می شم  
ايله سړی شم 
تا به د ځان کړم  
زه چې زلمی شم 
ته چې راګورې  
لکه يخی شم 
ستا دي نظر ته  
لوګی ، لوګی شم 
يار که لاس راوړ 
مړ به ژوندی شم
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

څومره هوښيار دى سروش، څومره لېونى دى سروش 
چا نه يې زړه وړى، او چا ته سپېلنى دى سروش 
لږ يې د غېږې په اور ګرم كه او ويلې يې كه 
د بېلتانه سړو وهلى دى يخى دى سروش 
زما او ستا ياري به څنګه شي ښايسته جانانه  
خلك خو وايي ته هنداره او لوګى دى سروش 
د څېرې رنګ دې نن د ده په ليدو بيا بدل شو 
دا شوه ښكاره چې لا تر اوسه دې زړګى دى سروش 
ګوره د لمر او د ذرې منځ كې به څه سيالي وي 
جانانه ستا د ښكلا مخكې خو هيڅ شى دى سروش

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

      ښکار د یوه ښكلي په يو دام شومه

      بيا لكه چې لاړمه ناكام شومه

      څومره چې د عشق په اوركې پوخ شومه

      هومره مې د عقل له خوا خام شومه

      ښه دى چې په تاسو كې ښه نه يمه

      ښه شوه چې په تاسو كې بدنام شومه

      بيا نو د دې ژوند كولو څه مطلب

      نه چې د لوګي او نه د جام شومه

      دومره وم چې غم د جانان وخوړم

      نور نو پاته نه يمه تمام شومه

ستا تصویربشپړ شعر ولولئ

ستا تصویر

حکمت الله سروش

ښكلې جانانه زه د دې لپاره  
او بس د دې لپاره  
چې ياره ستا د بېلتانه غمونه  
هغه د درد په څېر ترخه غمونه  
بس د يو څو لږو شېبو لپاره  
يو څه لږ هېر غوندي كړم  
نو د همدې لپاره  
جانانه بنګ څكومه  
خو ها لوګى ناځوانه  
هغه د بنګو لوګى 
چې په هوا كې تاو راتاو غوندې شي  
نو ستا تصوير جوړ كړي 
او ماته وير جوړ كړي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

شپه لكه غم د يار اوږده ده، بيا يوازې يمه 
بيا تنهايي ده بيا تياره ده، بيا يوازې يمه 
نن له سهاره لكه څه چې رانه ورك غوندې وي 
نن تر سهاره شپه ترخه ده، بيا يوازې يمه 
بيا مې زړه اور اخيستى سوځي يې د چا يادونه 
تياره كې بله دا ډېوه ده، بيا يوازې يمه 
اوس د دې لوى ښار، په دې شور كې ياد د كلي راځي 
نن مې په زړه كې بيا هغه ده، بيا يوزاې يمه 
اغزنه لار، د ژوند مزل، او نامالومه منزل 
سروشه څومره  فاصله ده، بيا يوازې يمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

جنګ ته لاړى سم راغى  
څومره پښتون كم راغى 
ستا د راتګ زېرى شو  
بيا ږغ د چم_چم راغى 
دود شو بيا د بم پورته  
نوى غم پر غم راغى 
ستا د بېرته تللو غم  
ستا سره دى هم راغى 
بس په يو كاته د يار  
مړ سروش كې دم راغى

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

تــه چــې نه وې درد نــه و، څه داسې کيفيت نه و  
ژوند وو څومره ښه چـــې پــکې غم د محبت نه و  
  
څـــنګه دې پــــه نـــه خـــبره مـــخ راځـــنـــې واړاوه  
ته خو داســې نه وې ستا خو دا رنګه عادت نه و  
  
ما تــــه هـــم لا تـــا غــونـــدې خـواږه کتلي نه و چا  
مـــا هــم کـــله کـــړى د چـــا دومـره ډېر صفت نه و 
  
 نـــن د چـــا کــا فر په ليــدو ويلــې، ويلې پرېوتم  
مـــا باندې راغــلى کـــله داســـې يـــو حــالت نـه و  
   
مــــا هــــم درتـــه چـــېرې د خــپل زړه خبره ونه کړه  
تــا هــــم ىه جـــانانه کلـــه کــړى د عشق ست نه و

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

څنــګه دې جـــانانـــه نن په زړۀ شومه

هيڅ نه وم پخوا خو اوس هرڅۀ شومه

ورځ کـــې لېـــونى شمه په خوب پسې

داســې شپـــه رانغله چې ويـدۀ شومه

زه دلـــته د چـــا د قــدم خــاورې شوم

زۀ دلـــته لــه ډېــرو خــلکو ښۀ شومه

جنـــګ دى دراهـــب او د مـــلا روان

ولـــې قـــربـــانــي پــکې دا زۀ شومه

بـــيا پــه يـــوه نــوي غـــزل سـوچ کوم

بيـــا راړنګ د خيال په زنګانۀ شومه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حکمت الله سروش

زه تياره يمه او نور دى ستا په لاس كې  
د ژوندون ټوله سُرور دى ستا په لاس كې 
اوه رنګه ستا له سترګو نه رنګ اخلي 
د اوو سُرونو سُر دى ستا په لاس كې  
ستا يوه خوښي بلا خوشالۍ راوړي 
نو د غم راتګ ضرور دى ستا په لاس كې  
ستا دوا نظر يې سم له مرګه ساتي  
ژوند زما لكه رنځور دى ستا په لاس كې  
دا سروش به څه پخپله خوښه وكړي؟ 
ګرانه واك د دې مزدور دى ستا په لاس كې