د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد طاهرکاڼي

د محمد طاهرکاڼي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د پښتو ژبې تكړه شاعر ، ليكوال او ژباړن محمد طاهر كاڼى په ۱۳۴۴ لمريز  ( ۱۹۶۵ زېږديز ) كال كې د كندوز ولايت د دښت ارچي ولسوالۍ د سلېمانخېلو په سيمه ( شېرخان جم ) كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې تر نهم ټولګي پورې د دښت ارچي ولسوالۍ د دوران كلي ( كوكچې ) ښوونځي كې ترسره كړې دي. په ۱۳۶۰ لمريز كال كې د كابل د رحمان بابا لېسې په نهم ټولګي كې شامل او په ۱۳۶۳ ل كال كې ددغې لېسې له دولسم ټولګى نه فارغ شو. د همدغه كال د كب په مياشت كې پوځي خدمت ته د سرتېري په توګه جلب شو. له نږدې يونيم كال پوځي چوپړ نه وروسته په ۱۳۶۵ ل ( ۱۹۸۶ ز ) كال كې شوروي اتحاد ته د لوړو زده كړو لپاره ولېږل شو او د اوكراين جمهوريت د لووف د ښار په پوهنتون كې شامل شو. په ۱۹۹۱  ز كال كې يې د ډېر ښه ( سره ) ديپلوم په تر لاسه كولو سره نوموړى پوهنتون د كولتور پوهنې او پېداګوجۍ په څانګه كې د ماسټرۍ په پوهنيزې درجې سره پاى ته ورساوه. دوه كاله په هماغه ښار كې پاتې شو او په ۱۹۹۳ ز كال كې د كډوال ژوند په ستونزمنو كږلېچو كې روسيې ته ورسېد. له ۱۹۹۶ كال نه راپدې خوا يې په پرله پسې ډول د هېواد په بېلابېلو مجلو ، مهالنيو او ورځپاڼو ، په تېره بيا كډوالو رسنيو كې ليكنې او ژباړنې خپريږي او په دې وروستيو كلونو كې يې ليكنې له بېلابېلو افغاني انټرنېټپاڼو نه هم لوستونكي لوستلاى شي. له محمد طاهر كاڼي سره د ژورناليستۍ ، هنرمندۍ او سندرو ويلو استعداد هم مل دى. په ۱۹۹۷- ۱۹۹۸ كلونو كې په ماسكو كې د (( اواز )) ورځپاڼې او په ۱۹۹۹ ز كال كې هم د (( كابل )) اونيزې پازوال چلونكى وو.
  د محمد طاهر كاڼي د موسيقۍ او سندرو ويلو په برخه كې اړينه ده وويل شي چې د محصلۍ په پېر كې يې درې سندرې په راډيو افغانستان او تلويزيون كې هم ثبت كړې دي. لومړنۍ سندره چې دوى په ۱۳۶۸ ل كال كې په راډيو افغانستان كې ثبت كړه او خپره شوه هغه زموږ د هېواد د لوى ليكوال او شاعر ښاغلي سلېمان لايق يوه غزل وه ، نوموړې غزل محمد طاهر كاڼي پخپله كمپوز كړې وه چې  څو بيتونه يې دادي :
بيا مې ساقي وليد د خيالونو په خوبونو كې
بيا د جنت حورې راته ناڅې په جامونو كـــې
زه د سـكـنـدر د ايينــې څــــه ګـــدا نــه يــــمـــه
زه هر څه ليدى شمه د ښكلو په مخونو كـــــې
زه كه مى پرست نه يم نو څه به شم او څه به يم
ژوند يوه نشــه ده ددې خــاورې په رګونو كې
دويمه سندره چې په هماغه كال كې يې په تلويزيوني دېرې مجلس كې ثبت كړه هغه د شاعر عزيز تحريك دا غزل وه :
چې ستا په ښكلو سترګو مې نظر ولګېده
په تامې خاموشي مې خود شرر ولګــــېده
درېيمه سندره يې د ۱۹۹۱ ز كال په ژمي كې په راډيو ټلويزيون كې ثبت كړه. ددې سندرې شعر محمد طاهر كاڼي او استاد ګلزمان په ګډه جوړ كړى وو چې كمپوز يې د ښاغلي ګلزمان وو. ددغې سندرې سر داسې وو:
راشه چې د خـــوږ زړګــي حـــالونه تاته ووايم
هېڅ درتـه نور نه وايم ، هېڅ درته نور نه وايم
شاعر ، ليكوال او ژباړن محمد طاهر كاڼي اته كاله مخكې د عبدالباري جهاني او پيرمحمد كاروان يو شمېر غزلې هم په ځينو نويو او ځينو زړو كمپوزونو كې چمتو كړې چى نږدې يو يو نيم ساعته ټيكلى ((سي ډي )) ترې  ثبتېداى شي.
محمد طاهر كاڼي د ښوونځي په اتم ټولګي كې په شعر ليكلو پيل كړى دى. لومړني نظمونه يې نه دي ساتل شوي. له ۱۹۸۶ - ۱۹۸۷ز كلونو راپدې خوا يې بيا كله كله د شعر نړۍ ته د اندونو او واندونو لړۍ وراوږده كړې ده. ددوى خپاره شوي اثار دا دي :
۱.  (( تنكۍ پاڼې )) د شعرونو ټولګه د ۱۳۷۹ ل ( ۲۰۰۰  ز )  كال ماسكو ټاپ.
۲. افغانستان زما وروستۍ جګړه ( ژباړه ) د ۲۰۰۱ ز كال پېښور ټاپ.
۳. كوچنى شاهزاده ( ژباړه ) د ۲۰۰۲ ز كال ماسكو ټاپ.
۴. افغانستان له شخصي دوسيې څخه ( ژباړه ) د ۲۰۰۳ ز كال پېښور ټاپ.
۵. د ماسكو لاس ( ژباړه ) د ۲۰۰۳ ز كال پېښور ټاپ.
۶.  د جرمني امپراتورۍ افغاني جګړه ( ژباړه ) د ۲۰۰۴ ز كال پېښور ټاپ.
۷. افغانستان او د پامير پر سر شخړه ( ژباړه ) د ۲۰۰۵ ز كال پېښور ټاپ.
۸. په منځنۍ اسيا كې لويه لوبه ( ژباړه ) د ۲۰۰۶ ز كال پېښور ټاپ.
ناچاپ اثار يې دادي :
۱. بهرنى ليكوال ( راټولونه او ژباړه )
۲. سندرغاړى ( د روسيې كلاسيك او اوڅار ليكوال (( ل . ن . تولستوى )) د يو شمېر غوره داستانونو ژباړه )
سربېره پردې يو شمېر هنري او مستند فلمونه يې هم پښتو ته راژباړلي او وياندي يې هم  دوى پخپله كړې ده چې دلته به يې نوملړ وښودل شي :
هنري فلمونه :
 ۱. د (( تيتانيك )) امريكايي هنري فلم ژباړه.
۲. د (( اسلام ظهور )) امريكايي هنري فلم ژباړه.
 د مستندو فلمونو ژباړه چې د (( ژويو او الوتونكو نړۍ )) له لړۍ نه دي نومونه يې دادي :
۱. تمساح  ۲. ګوربتان  ۳. د كايوت لېوه  ۴ . د ګريزلې يږې ۵. زمريان  ۶. د بېزوګانو نړۍ  او څو نور فلمونه.
   بايد وويل شي چې په ۲۰۰۴ ز كال كې په جرمني كې د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې له خوا محمد طاهر كاڼي ته د مهمو او ارزښتناكو اثارو د ژباړې له كبله د (( بېنوا )) د ژباړې ډالۍ ( جايزه ) وركړ شوه او ددغې درنې ډالۍ وياړ يې په برخه شو

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

ورېښمين لاسونهبشپړ شعر ولولئ

ورېښمين لاسونه

محمد طاهرکاڼي

ستا د موسكا د ښاپېرۍ
ورېښمين لاسونه مې
په زړه پرېوتل
داسې پرې ولګېدل
لكه ملهم چې د كابل د يتيم
په زخم ووهې
او ورغيږي
۱۳۸۳ غويي
 

ترهګره خندابشپړ شعر ولولئ

ترهګره خندا

محمد طاهرکاڼي

تا د خندا د زوروې ښكلا
په لاس ټوپك وركړى
نه خو ماشوم
نه زلمى
او نه بوډا پېژني
بس يومخيزې ټولوژنې كوي
دا خو د ښكليو ښاپېريو ميرې
څه ترهګري خو نه ده ؟ !
۱۳۸۲ تله

د ځنګله د زېږېدو كليزهبشپړ شعر ولولئ

د ځنګله د زېږېدو كليزه

محمد طاهرکاڼي

څو ورځې مخكې...
زه روان شوم د ځنګله كلي ته
چې د ځنګله د ښكلا مستې
زرغونې پېغلې ديدن وكړمه
او ددې دوبي په توده غېږه كې
د پېغلو څانګو د تنكيو ګوتو
او د تنكيو شونډو
تازه نازكه
دوبنۍ خوشبويي ښكل كړمه
د حس په شونډو
زه چې د دوبي د پېغلوټې او باكرې
خوشبويي په ښكلولو شومه
نو يو ناڅاپه
باد راڼه وزرونه پرانيستل
او والوتلو
د ونو پېغلو په نازكه
زرغونه جامه كې
د باد ډولچي ته څڼې واړولې
او دسينو له هر يو جړق نه به يې
زما د زړه مراندې هم سستې شولې
د باد ډولچي هم
له مستۍ په څرخېدو
او ګړندى غوندې شو
وړاندې زلمي چناران
چې د اتڼ په تمه
كتار كتار ول ولاړ
هغوى هم تاو شو
او راتاو شولو د باد ډاله ته
او د شنو څڼو هر يو شړك يې
ما جوت اورېده
پورته هوا كې هم
د تالندې برېښنا ډولچيانو
ډولونه وغربول
اواز يې داسې په هوا كې خپرېده
چې تا به ويل اوس به يې سم ډولونه
سوري سوري شي
او پوستكي به يې وشړيږي
خو
ډولونه مست ول
او غربا يې هرې خواته تلله
ښكته ځنګله د اتڼ مستې څڼې غورځولې
په دې مهال
د باران نرمو مهربانو ګوتو
ځنګله ته شنې پيالې
ورډكې كړلې
د طبيعت زړه له خوښۍ نه
نور هم وغوړېده
او د ځنګله د زېږېدو كليزه
يې يوار بيا د ژوندانه
په خوندورو اوبو
ولمانځله

د پيتوشكي رېل ګاډى
۱۳۸۲ زمرى

شودياره او وترهبشپړ شعر ولولئ

شودياره او وتره

محمد طاهرکاڼي

زما په دې وچو
او شوديارو شونډو
كلونه كيږي
د خوښۍ د زيرې
باران راغلى نه دى
د امېدو ستړى جرس مې
د زړګي د لويو غرونو منځ كې
د لويې لارې پر سر
د پسرلي تازه تازه وږمو كاروان ته
انتظار باسې
خو ستا د وترو وترو شونډو
 پسرلى څنګه د سرو
او د تازه ګلونو
د بڼ په غېږه كې تل
موسكى موسكى ښكاري

د پيتوشكي رېل ګاډى
۱۳۸۲ غبرګولى

د سكروټو لمنبشپړ شعر ولولئ

د سكروټو لمن

محمد طاهرکاڼي

زه يــــم د هـــيــــلو قــــافــــــله د زړه په لار تــــېرېږم
د خـــړ وطن سـتړې وږمه يم په ســهــار تـــــــېرېږم


چې د هېواد لـه كــوڅــو پورته خړې خړې شولـــې
لـــه هـغـو دوړو نه ذره يم په ړنګ ښــــار تـــېرېــږم


د خيال كوچى مارغه مې تر وطنه ځـي او راځــي
د ړنګې ځــالــې د وخــتــونـــو په چــنــار تــــېرېږم


چــې د رباب په ژبه ستايي نــن شهـيـدې هــيــلې
زه د وطــــــن هغه مــرثيــه يمــه په تــار تــــېـرېـــږم


زمــــا لــــه سكــروټــو نه د زړه لمــنــه ټــولـه ډكــه
اوس د ايـــرو يــــوه څــپــه يم په تـــلــوار تــېرېږم


چـــې د ژوند پـاڼې رژوي تـــوپـان دې ياد ولـري
سبـــا بـــه زه افغانـــي فصل په بــهـار تــــېـرېـــږم


زمــــا دې خــــړې دنياګۍ ته سپك نظر مه كـوه
تـــا ســـره يوځـاى خو رقيبه په انـــګار تـــېــرېږم

ولګينسكي
۲۰۰۲ ډسمبر

اتڼيزې څڼېبشپړ شعر ولولئ

اتڼيزې څڼې

محمد طاهرکاڼي

څه شو ها مست
كټوازى اتڼچي
چې يو وار بيا په سپينو زېړو چرمو
كې جوړه شوې تكه سره
او بخمليزه سدرۍ
واغوندې
تېر كړي په برېتو لاسونه
او د ډاله د مست اواز څپو كې
تاو كړي اتڼيزې څڼې
چې د هېواد له خړ شكېدلي
افغاني ټټره
يو وارې پورته كړې
ها خړې
ستړې شوې پښتنې دوړې چې
دا ډېر كلونه يې
په سر دي تېرې شوې
د غمونو شوبلې

ولګينسكي
۲۰۰۲ نوامبر