پښتو ادب · شاعران
خسرو سنګروال
د خسرو سنګروال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خسرو سنګروال
چې دې خوب ته هم درنه شم ، ښه مې هــــــــــــېر کړه
زه دې نه شم هېرولی، تـــــــــــــه مــــــــــــــــې هېر کړه
که د هجر ترخو شـــــــپو مـــې ځـــــــــــــــورولــــــــــې
ها ترخه مې یادوه، خواږه مـــــــــــــــې هېـــــــــــر کړه
ها زموږ د کلي لارې څــــــــارل پـــــــــــــــرېــــــــــــږده
هغه وخت ناوخته تله راتله مې هــــــــــــــېر کــــــــړه
راته وایه په تېرو غـــــــــــــشو ســـــــــــــــــوری شـې
راته مه وایه تېره بــــاڼــــــه مې هېـــــــــــــــر کــــــــړه
دا دې څه په پښتنې میــــــــــــنې ستــــي کــــــــړم !
نه مې نوم رسوا کوه او نه مې هـــــــــــــېرکــــــــــړه
زه د چم د سرببر لېـــــــــونـــــــــــــي خــــــــــــوب یم
څه مې یاد کړه ،څه مې تېر کړه ،څه مې هېر کړه
د خوب ګولۍبشپړ شعر ولولئ
د خوب ګولۍ
خسرو سنګروال
خوب چې به نه راته نو سر به مې د تا په ځنګانه کېښوده
او تا چې به خپل ؛یدې بیضا؛ لاسونه
زما په ستړي صورت ورغړول
یوه شېبه به زما ستړې اروا
زما له مست او توپاني احساس نه وتښتېده،
زه به ویده شوم ، زه به خوب وېوړمه
اوس چې خوب نه راځي ګولۍ وخورمه
د خوب ګولۍ خو راته خوب راولي
خو چې را ویښ شم نو سر ستا په ځنګانه نه وینم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خسرو سنګروال
د مخ ګلاب لاهو کوي، څومره ساده دی جـــــــــــــانـــــــان
بیا مرغلرې تویوي ، څومره ساده دی جـــــــــــــانـــــــــــــان
زلفو نه غرونه سازوي، څومره اوښیار دی جـــــــــــانــــان
بیا یې په یو مخ نړوي، څومره ساده دی جـــــــــــــانــــــان
جنت د مخ ، ادا د حورو ، یـــــــــوه بـــــــــــــله دنــــــــــــــیا
د سترګو رپ کې ړنګوي، څومـــــــــــره ساده دی جانان
څومره ازار د لېونو ، څومــــــــره ښـــــــــــــــېرې د زلمو
څومره کورونه ورانوي، څومره ساده دی جـــــــانـــــان
د دې زمزم ، زمزم ښایست او زمـــــــــا تـــــــــږی نظر
چې نور یې چاته سپموي، څومره ساده دی جـــانــان
د دې جوزا،جوزا ښکـــــــــــلا او زمــــــــا مسته اروا
بیا لېونیان را پاروي، څـــــــــــومره ساده دی جانان
نه نظرونو کې کیسې او نه په سترګــــوکـــې جنګ
په نیمه ځان نه پوهوي، څومره ساده دی جــــانــان
بیا غزلونه ،بیا ټپې څومره اوزګار دی خـــــــــسرو
جانان په ځان مینوي، څومره ساده دی جـــــــانـان
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خسرو سنګروال
وینو باندې سور لکه الوان و، خو چې څه مې کـــــــــــه
ما سره په زړه کې یو ارمان و، خو چې څه مــــــــــې کـــــــه
ما ورته دمینې ګلستان نـــــــــــه څــــــــو ګــــــــــلان راوړل
دلته مې په تمه خوږ جانان و، خو چې څــــــــــــــه مې که
زما په نړېدلي تصور کـــــــــې مــــــــــــاڼــــــــــۍ جـــــــوړه وه
دومره مې یادونو کې ودان و، خو چـــــــــــــــې څه مې که
ماته د تاریخ د کــــــــــــارنــــــــــــامـــــــــــو لاروي وویـــــــل
ما سره په لاره یو افغان و، خو چې څــــــــه مـــــــــــې کــــــه
دلته د سودا په دې کوچني بازار کې ورک شـــــــــولــــو
زما همت خو لوی لکه اسمان و، خو چـــــې څه مې که
ما محبت وینو او پــــــــښتــــــــو بـــــــــانــــــــــــدې پاللی و
دومره ډېر ارزان و، دومره ګران و، خو چې څه مې که
پاتې قافلو نه ویـــــــــــده شـــــــــوی پښتون اوس وایي
دلته قافله، دلتــــــــه کـــــــــــاروان، و خو چې څه مې که