د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غزت الله ځواب

د غزت الله ځواب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

پيره ماښام؛ په ميکده کې کوم
تا ته سلام؛ په ميکده کې کوم!
 
ملا د کلي خلک ټول کافر کړه!
غم به د قام؛ په ميکده کې کوم!
 
ساقي زما سترګو ته ډېر راګوري
ورباندې پام؛ په ميکده کې کوم!
 
باران ورېږي، کوڅه خټې شوله!
شپه له ناکام؛ په ميکده کې کوم!
 
حاجي راځه؛ کله راپېښه وکړه!
ستا احترام؛ په ميکده کې کوم!
 
شکر د هيچا سر پرې نه خلاصېږي
کيسه د جام؛ په ميکده کې کوم!
 
لاره کې ځان سره خبرې پيل کړم
خو اختتام؛ په ميکده کې کوم!
 
ځوابه! چا که کور کې نه پرېښودم
ژوند به تمام؛ په ميکده کې کوم!
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

لمونځ کوه، اودس او تلاوت کوه! 
حج، عمره، روژه او عبادت کوه !
 
حوري دي، غلمان دي، جنتونه دي! 
ژوند نه شته دی، غم د شهادت کوه! 
 
ښه دی چې همداسې خدای وهلی يې!
چا درته ويل؛ چې محبت کوه !
 
څه به دې مني، څه به دې نه مني! 
مشره دېوالونو کې حکومت کوه !
 
وينې د غريبو خلکو خرڅې کړه !
غږ د افغانيت او اسلاميت کوه !
 
مخکې شه، وکيل شه ځمکې غصب کړه
زور چې درسره دی؛ نو سياست کوه! 
 
ښکلو باندې ورکړه د جهاد فتوا...!
کله؛ خو ځوابه! بغاوت کوه !
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

درده ټپه مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
مينې نغمه مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
 
وايه چې ومې ځنګولې؛ که نه؟
ژونده کيسه مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
 
ورځې مزدور وم؛ ته مې نه ليدلې!
شپې شوګيره مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
 
ته خو په ټوکو باندې نه پوهېږې!
ګوره غوسه مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
 
ځوابه ما چې سترګې تورې کړلې!
په تماشه مې کړې؛ که نه مې کړلې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

په زړه سوری دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
چې لېونی دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
 
زما خزان - خزان ځوانۍ ته راغلې!
او پسرلی دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
 
ستا دښمنانو پسې وغپېدم!
وطنه سپی دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
 
حسنه لمبه دې کړمه؛ ودې سومه!
مينې لوګی دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
 
تا ويل ځوابه؛ ته سړی نه شولې!
ما ويل سړی دې کړمه؛ ښه دې وکړل!
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

د مينې لوبه چا پيل کړې وه چا وګټله
د ملک لور رانه د کلي ملا وګټله!
 
ثواب يې وشو غريبان خلک جنت ته لاړل
په شهادت باندې يې بله دنيا وګټله!
 
زه خو دې پېژنمه خلک به دې نه پېژني
نه درته وايم مبارک شه چې تا وګټله! 
 
څه په هنر يې له مذهب نه ګټه واخستله
روس ماتې وخوړه جګړه امريکا وګټله!
 
راځه کېنو ډبل سري درسره بيا کومه
هغه پاڼۍ خو دې د پرې په غلا وګټله
 
د څو حاجيانو شيطانانو ملګرتيا دې وکړه
مسلمانۍ کې دې ځوابه له ما وګټله؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

باران ورېږي، خو شراب نه شته
زړه مې تخنېږي، خو شراب نه شته
 
وينې بهېږي، جهاد روان دی!
اوبه خرڅېږي، خو شراب نه شته
 
د دې شيخانو، په ميکده کې!
ساقي ګډېږي، خو شراب نه شته
 
کوکنار ګلان دي، اپين به وشي
پوډر جوړېږي، خو شراب نه شته
 
شونډې به خاورې، څوک درله درکړي
ماښام تېرېږي، خو شراب نه شته
 
دوه درې حاجيان مې، انډيوالان دي
بنګ رارسېږي، خو شراب نه شته
 
څو پانګه والو، څټونه وکړل!
ولس خوارېږي، خو شراب نه شته
 
چې مياشت پوره شي، کرايه غواړي
کوټه څڅېږي، خو شراب نه شته!
 
پوهې او عقل، دې سر خوړلی!
وطن ورانېږي، خو شراب نه شته
 
سړی مئين شي، يا مهربان شي!
شعر ليکل کېږي، خو شراب نه شته
 
ته غاړه ورکړه، ورته مسکی شه!
ځواب ځوانېږي، خو شراب نه شته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

چې د زړه نړۍ مې ورانه غوندې ښکاري
زمانه رانه روانه غوندې ښکاري
 
هلکانو پسې شا ته شا ته ګوري!
جينۍ خامخا شيطانه غوندې ښکاري
 
کليواله تور ټيکري کې ښار ته راغله
که هندوه مسلمانه غوندې ښکاري
 
مينه سم له سړيتوب سړی اوباسي
په اول کې خو اسانه غوندې ښکاري
 
چې خولکۍ دې پکې هم را ډالۍ نه کړه
يارانه دې بې ايمانه غوندې ښکاري
 
غنمرنګه به وي ډېره کبرجنه!
په ځواب باندې به ګرانه غوندې ښکاري
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غزت الله ځواب

بارانونه دي، سپرلی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
نن که خپل دی، که پردی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
که وړوکی دی، که لوی دی، که بوډا دی، که بوډۍ ده 
دا که ښځه؛ که سړی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
د نارنج د ګل وږمې دي، چاپيريال شاعرانه دی 
ميکده کې ماښامی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
دا جينۍ د ونې دنګه، له همده سره جوړيږي 
هلک څومره ګلالی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
په حجره کې راټولېږو، د رباب، منګي مجلس دی 
د ملګرو څه کمی دی؟ هر يو ځانته لېونی دی 
 
ټول د مخې لېوني دي، روغ بيخي وطن کې نه شته 
لېونی خو لېونی دی، هر يو ځانته لېونی دی
 
دا د دې ولس قاتل دی، د پردي هېواد جاسوس دی 
دا ملا ورته مسکی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
شاعري خو لېونتوب دی، د لېوانو په مالت کې 
مينه هم عجيبه شی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
ته اوسېږه په لندن کې او مېرمن دې امريکا کې 
جرمني کې دې لمسی دی، هر يو ځانته لېونی دی
 
مونږه ولې وژل کېږو؟ دا پوښتنه له چا وکړو؟ 
ايرانی که پنجابی دی، هر يو ځانته لېونی دی 
 
ته زمونږ د سترګو تور يې ښه ډاډه راځه جانانه 
رقيب څه د سپي بچی دی؟ هر يو ځانته لېونی دی 
 
بس چې ښکلی دی ځوابه، ورپاڅېږه غاړه ورکړه 
کليوال دی، که ښاری دی، هر يو ځانته لېونی دی