د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شمس خوستي

د شمس خوستي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي دخوست ولايت په مركزمتون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی  ، دغوايي كودتاپه دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورندهاخوا دسيدګيوسيمې ته هجرت وكړ،څومياشتې يې دلته تېرې كړې ،لدې ځايه بياله خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد ،لومړنۍ زده کړي يې دميرانشاه سيمې دډنډوپه منځيني ښوونځي كې ترسره كړې اوپه همدې موده كې يې ګلستان ،پنجكتاب ،خلاصه اوځينې نورديني اودفارسي ادب كتابونه هم وويېل،دثانوي زده كړولپاره الفتح ليسې ته لاړچې دميرانشاۀ په ډنډوكلي كې وه ،دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې  وه ،خوستي ددې دووكالونوپه اوږدوكې دليسې دلوستونوترڅنګ يوشمېرديني فقي كتابونه ،دقران كريم ژباړه اوځينې نورې زده كړې په ځانګړې (شخصي ) توګه ترسره كړې،خوكله چې افغانستان ته مجاهدين په بري ننوتل نوياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه ، شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې دخوست په ښاركې دخپلولوستونودترسره كولولپاره كرايي كوته ونيوه او ۱۳۷۲ كې دهمدې ليسې له دوولسم ټولګي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو ،لدې وروسته يې ديوكال لپاره دخوست ولايت دغرغښت په عالي مركزي ليسه كې دښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ،له يوكال وروسته پېښور ته لاړاوددعوت جهادپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالۍ شو،څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښورڅخه دافغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو،لدې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنګونه وو ،نوشمس  ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ،نويې زده كړې پرېښودې اوبيايې دخوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي دښوونې دسپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل  .

شمس دطالبانوپه وخت كې دلومړي ځل لپاره دخپلوپه ګوتوشمارليكوالانواشاعرانوملګروسره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به ووداستقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود،اوددې ټولنې لومړنى شاعرؤچې  ( د دردونوتاړاك ) په نوم يې شعري ټولګه خپره كړه  .

خوستى پدې وخت كې دسمون مجلې مرستيال ،له خوست څخه په كابل كې دهېوادورځپاڼې استازى ،دزده كوونكيودملي يوالي دجريدې مرستيال اوديوشمېرنوروجريدوكتنپلاوى په توګه كاركړى .

پدې برسېره خوستي په كابل ،ګردېزاوخوست كې دچاپيدونكيومجلو،ورځپاڼواو اونيزوله لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې،شعرونه اومقالې خپرې كړې اوخپريږي .

ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توګه په دنده وګمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه  او اوس دخوست په محلي راډيوكې دوياندويۍ ترڅنګ دخوست په محلي تلويزيون كې هم كاركوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنګي ټولنې درهبري شورادغړي په توګه كاركوي .

دراډيواوتلويزون كارونوترڅنګ يوشمېروېبپاڼولكه پېنوا ، اوټول افغان سره درېپوټونووركولو،اوله خوست وېب  لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي  ،پدې برسېره

د  www.khost-web.net/shamskhostai په نامۀ وېبلاګ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي .

بايديادونه وكړوچې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته نه رسوي ،په پام كې لري چې  په خوست پوهنتون كې خپلې نيمګړې زده كړې ترسره كړي  .

شمس خوستى تراوسه لاندې ليكلي اثار لري  :

 ۱ : ددردنوتاړاك  : شعري ټولګه چاپ

۲ : خوست به څنګه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنګه جوړوو) نومي كتاب كې  ددې ولايت      دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده

۳ : ستاريكوف : ناول : ناچاپ ،دغه ناول له بېنواپاڼې  څخه دميخايېل په نوم خپورشوى ،چې اوس يې  دځينولاملونوله مخې نوم ورته ستاريكوف كېښوداودشمس خوستي له وېبلاګ څخه دستاريكوف په نوم  خپورشويدى  .

۴ : شمس اومدارونه : شعري ټولګه ناچاپ

۵ : دادبي ټوټو، ټولګه ناچاپ

۶  : د دُرمودامان  : شعري ټولګه ناچاپ

۷ : ښوونيزبنسټونه :ناچاپ ،  يوښوونيزكتاب دى چې ښوونېزې كړنلارې ،اوصول تدريس اواړوندتوكي پكې دى  .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

31 خپاره شوي شعرونه

دنړۍ دي واړه شتۀ له محبتبشپړ شعر ولولئ

دنړۍ دي واړه شتۀ له محبت

شمس خوستي

جوړپه عشق دى زړۀ بنيادزما
زه شاعريمه دى څوك استادزما ؟
داشناپه مينه روح دى ښادزما
خدايه كړې اباد،دزړه بلادزما
*        *       *
عاشقي خونه اوبۀ خوري نه يې اور
ګني خوري په زلزلوهم نړۍ شور
ستاحكمت دى ربه عشق دې كړسمسور
محبت كې دې پيداكړڅومره زور
*        *         *
مينه ښكلي شبګېرې اوخوندلري
دسپېڅلي نور ذرې اوخوندلري
له رازډكې خاطرې اوخوندلري
دخيالونومنظر اوخوندلري
*        *          *
عشق ژونددى اوسپېڅلى ليونتوب
په نورنولمبېدلى ليونتوب
ښكلى ښكلى دى اوښكلى لېونتوب
له نغموراټوكېدلى لېونتوب
 
ميخانې اوپيمانې يې دي پيغام
سندريزې دُردانې يې دي پيغام
څه رومان رومان بانې يې دي پيغام
مينه مينه ترانې يې دي پيغام
*      *        *
خوندخوخونددى اوبس خونددمنيې دى
ژوندڅه ژونددى خوږ خوژونددمينې دى
خوب هم خوب په سپين مړونددمينې دى
شمس نړۍ پېژني رند دمينې دى
*      *      *
يوښايست دى چې زرګردى دغزل
هم كمال دى هم هنردى دغزل
مين زړۀ خوجادوګردى دغزل
زړۀ رام شوى په منتردى دغزل
*       *       *
محبت دى چې ارمان راټوكوي
ښايسته ښاپېرستان راټوكوي
څه شوبين شوبين رومان راټوكوي
هم دردونه هم درمان راټوكوي
*      *      *
 
دسندروبارانونه وروي
توتاګلې ،ګلابونه وروي
دبوډۍ دټال رنګونه وروي
مينه شمس اوسرابونه وروي
*      *        *
څه نړۍ نړۍ غزل لري زړګى
سره ګلونه دبخمل لري زړګى
هم سومااوهم څنځل لري زړګى
رنګارنګه ګلاب ګل لري زړګى
*      *       *
نازاونيازدي هم خواږه له محبت
ياره ته يې اوكه زۀ له محبت
زه خوشمس يمه ټول زړۀ له محبت
دنړۍ دي واړۀ شته له محبت
دنغمودپوښتنې نغمه شوى ځواببشپړ شعر ولولئ

دنغمودپوښتنې نغمه شوى ځواب

شمس خوستي

هغه ګونګۍ غونده وه
خويوه ورځ يې ماته وكړه يوه پټه كيسه
كيسه اوږده ده ډېره
نه ،نه كيسه نه وه ،مصريزه ،سندره دځوانۍ وه ځوانۍ
ټولې مصرې ددې سندرې يې چې ووېيلې
نوپه اخېركې يې څه داسې ووې :
زمادسويواولمبۀ لمبۀ مصريوځواب
ځواب به څوك راكوي
ماورته غلى ځاو ور وپېژاندۀ
چې زه خوشمس يمه شمس
بيامې خولۀ غلې ورنېږدې كړه خولې ته
ورته مې داسې ووې :
چې شپه پخه وه اوزه ويښ وم ګلې
اودبيلتون دشپې پرلويه دښته
ماخپل زرين لاسونه
غلي ور وغزول
ستادباغ پوخ انګورمې ،پاس دسپوږۍ پرغولي
دسرابونوپه باران اوبۀ كړ
شيبې شيبې تېرېدې
خودسندروداكرلى تخم
په پخيدواوځليدوشوطلايي غوندې شو
معشوقې جوړه كړه ځولۍ له سالو
له دغې تخمه يې بياښه ډكه كړه
معشوقه راغله راغله
ترنيمې لارې اېخوادېخواګوري
اوس خدايږونېغ اړيكي
ټينګ شول دمينې اوژوند
دشمس زرينې پلوشې حلقې حلقې شوې اوبنګړي بنګړي شول
فطرت په ډېرمهارت
اوډېرهنرسره دستالېچوته ټول واچول
نوتاداډكې لېچې
كړې تاؤراتاؤدشمس دنورله غاړې
اوس چې زه تۀ شوم اوتۀ زه شوې وايه
ځواب دې راغى دقلم ترڅوكې
نورڅه اړتيادكيسوپاتې نده
چې پدې اړه يې اوږدې كړم اوڅه نور ووايم
ځكه چې پوهـپه اشاره پوهيږي
دزړګي پرسرمېبشپړ شعر ولولئ

دزړګي پرسرمې

شمس خوستي

دلمرزرينې وړانګې
چې دباران په منشوري سطحه دغشوغوندې
ښې پورې  وورې ووزي
لكه زړګى په بڼو
سورى سورى شي سورى
نوبياداوړانګې دلمر
په هغه پورې فضا
داسې اووۀ رنګونه
چې ګلابي رنګونه هم پكې وي
يوه لينده جوړه كړي
لكه ديار په رخسار
وروځې كږې ليدئ شي
دبوډۍ ټال جوړوي
شنه زرغونه جوړوي
دياردسترګونظر
هم لكه وړانګې دشمس
چې زماله اوښكوتېرشي
نودزړګي پرسرمې
داسې اووۀ ځايه چاړې تېرې كړي
لكه داوښ پرغاړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

بيابه راشي خوشبــويۍ لونګ به ګل شي
دخمار واربه زمـــــــوږوي بنګ به ګل شي
 
ښكلاګانـــــــــې بــه نغمې نغمې خنداكړي
دسروشونډودمسكاوو  رنګ به ګل شي
 
هرغزل به مودسُـــــــــــــــرګــــــلان وسپړي
دنغمودباغ مهين اهنــــــــــــګ به ګل شي
 
درازونوپسرلئ بـــــــــــه مــــــــــوودان وي
هرګودركې دبنګريــــــوشړنګ بۀ ګل شي
 
ددرخو دزړۀ نـــــــرۍ پـــــــــــردې به  ناڅي
د ادم درباب هـــــــريـــــــــوترنګ به ګل شي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

ظالم ساينس پوهـ مو،موسيقيوته وايروس جوړوي
چمبې لـــــــــه جـــــــــونــــــواولــــــه ژڼيوموستار وژني
 
شينكي خالونه ژاړي بل استـــــــــوګنــــــــــځاى نلري
دمرګ بلاوې پرې چـــاپېردي تـــــــــرې  رخساروژني
 
زموږدچم دجــــــــونـــودنــــــــــګې غړۍ لوړې پوزې
بې ډوله مه كړې ،ښامارګواښ كړى سينګاروژني
 
شغلې دشمس تـــــــــرې دبمونــــــــوپــه غبار پټوي
سپوږمۍ مړې اوښكې تــــــــــويــــــــــــــوي ظالم تر
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

زړه مې غـــــــــــــوڅ دى په ګفتاردسرو اوسپينو
په انكاراوپـــــــه اقــــــــــــــــــرار دسرو اوسپينو
 
دنــــــــورونــــــــــوجـــــام به چېرې څښوپه مينه
خدايـــــــــه مـــــــه ورانوې ښاردسرو اوسپينو
 
تــــــــوردېــــــوان په سېل راغلي ، دي خبرچې
دلتـــــــــــــه بيــــــــاراځي بهاردسرو اوسپينو
 
كوَټ بنګـــاربه دښامارپه خولۀ كې وركړو
ترې خوندي به كړوفرخار دسرو اوسپينو
 
واخله واخـــــله تور بدرنګ سړي خوارۀ نور
خــــــــدايـــــــــه راوله بياوار دسرو اوسپينو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

نــــــــــن دميـــــــنې څوسندرې راته وكړه
پــــــــكې ســـــــــتادزړه خبرې راته وكړه
 
تۀ خوهروخت وايې بيړه مې ده،درومې
راځه كېــــــنه لــــــــــږې غورې راته وكړه
 
دازمالېونى زړه به پرې خوشال شي
څوخوږې كيسې دلبـــــرې راته وكړه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

ستاخندا،ژړامې زړه كې دي كـــــــــــــــــرلــــــــې
ياره وخت به راشي څنګ په څنګ به ګل شــــي
 
په اتــــــــڼ كــــــــــــــې بــــــه ژڼكي واچوي څڼې
بس ګل ګل به شــــــي دډول په ډنګ به ګل شي
 
په نڅابه كړي دشمس مهيـــــــــنې وړانـــــــګې
سُردنئ به ګل شي سُردچنګ به ګــــــــل شـــــي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

صهباوژني،ساقي وژني ،ساغروژني
دعشق تږي رانه هم په ګودروژني
 
اې رحمانه چې ستاشعرته نڅيدلې
رقيب ها دبګرام تركې مګروژني
 
جنګ يې موږباندې پيرزودى سټوي مو
كابل وژني ،پېښوراوخيبروژني
 
له توردېؤسره دسروسكوولينده ده
ښاپېرۍ دپريستان لروبروژني
 
چازموږله غزلتوريوبم جوړكړى
چاودوي يې رانه ښكلى هنروژني
 
زورور دى اوپه لوړيې اوبه خيږي
سخت هنردى ،ورور په ورور په ډګروژني
شمسه چېرې به پټېږې په اسمان كې
شيطان وايي چې دى شمس وقمروژني
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمس خوستي

هرڅو،كه په ظلم سره دنګه شي
وبه غورځې بيابه كسرا ړنګه شي
 
كله چې اوازدانسانيت وشي
 بتكده به ړنګه اوبدرنګه شي
 
ختم به بې دينوكې يووالى شي
ښه توره پيشوبه پكې لنګه شي
 
شرم دا بېننګه غاصب نلري
پرېږده چې لانوره هم بېننګه شي
 
زه چې دملالې ټپې وايمه
رنګ درقيب وتښتي بېرنګه شي
 
كله چې غيرت داناهيدستايم
وياړي،په خندا لاچي لونګه شي
 
شمسه ! تاته ګورم كاپرګل شومه
وايه داكاپرتهمت به څنګه شي؟