د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

افضل تګور

د افضل تګور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښا غلي افضل ټکور د ننگرهار د کوز کونړ په ولسوالۍ کې نړى ته راغلى دى . لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي په ښوونځي کې وکړې او د سيد جمال الدين ليسه يې پاى ته ورسوله . بيايې دننگرهار پوهنتون دانجينرى پوهنځى پاى ته ورساوه او دافغانستان دليکوالو په ټولنه کې يې لس دوولس کاله کار وکړ. څه موده يې د انيس دورځپاڼې ادبي پاڼه چلوله . دراډيو افغانستان د ادبي خپرونو لپاره يې ليکنې کړې دي، څيړنيزې مقالې يې ليکلې دي او د شعرونو کتابونه يې چاپ شوي دي.
د ښاغلي ټکور دغه اثار چاپ شوي دي.
ښکالو دپسرلو.
پرهرونه ټکرونه.
يوداغ يو ټکور.
همداشان د افضل ټکور په زيار او اهتمام دغه کتابونه هم له چاپه وتلي دي.
دا ليکوال او دا څيرې:
پدې کتاب کې د٩٠ تنو شاعرانو پيژندگولي ده چې په ٥٠٠ مخونو کې دبيهقي خپرندويه موسسې چاپ کړى دى.
د نظر غشي. د شاعر رحمت شاه سايل د شعرونو ټولگه ده چې د قومونو او قبايلو چارو وزارت خپور کړى دى.
د هسک پيغله چې د استاد بينوا شعرونه يې پکې راټول کړي دي او د ليکوالو ټولنې چاپ کړى د ى. افضل ټکور دادى شپږ اووه کاله په هالنډ کې تيرکړل او اوس په لندن کې اوسيږي. واده يې کړى دى او څلور لوڼې لري.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

دروغبشپړ شعر ولولئ

دروغ

افضل تګور

ستا دچم او ستا دکلي
ماشومان دي که لويان دي
زما پل په کاڼو ولي
اوس له ويرې او له ډاره
ستا ديدن کولې نه شم
تش دشونډو په سرهم زه
دا ستا نوم اخستې نه شم
ستا دتورو اوږدو زلفو
زه صفت کولې نه شم
اوس نو دا راته دروغ ښکاري
چی دا ځنې ځنې وايي
مينه سر نه تيريدل دي
مينه اور کې سوزيدل دي
داشنا غمبشپړ شعر ولولئ

داشنا غم

افضل تګور

غم دی اشنا راځنی کـــــــــم نــــــــــــــه شی

ورک دی دښايسته ستر ګو ديدن نه شی

 

 

واوره ليونتوب کی مينـــــــه ډيـــــــره ده

دا ليونی فکر می دی سم نــــــــــه شــــی

 

 

اوښکی چی راځی نو سلګی مه وهــــــه

ګوره چی زخمی زړه می ملهم نه شـــــی

 

شمعی ته بليږه زه سوزيـــــــــږمـــــــــــــه

پريږده چی خبر می پری صنم نـــه شـی

 

 

ووايه ريباره دومـــــــــــــــره ووايـــــــــه

کور دارزوګانو می برهم نــــــــــه شـی

 

 

عشقه دا بيلتون دی هسی نه مــــــــنم

زړه چی پری زما قلم قلم نــــــه شـــــی

 

 

مه ستايه ټکوره حسن مه ستـــــايـــه

جوړ راته دغم له پاسه غم نـــــــه شی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

هاغه ده ګلونو نه تاوه شوه راتا وه شـــــــــــوه

بيامی دزخمونو نه تاوه شوه راتــــــــاوه شوه

 

جار دميکدی نه شم تنده پری مــــــــــاته کړم

اوښکه می جامونو نه تاوه شوه راتاوه شــوه

 

ښکاری نن يی بيا په زړه ډير ډير وريدلی يم

ورانو قدمونو نه تاوه شوه راتــــــاوه شــــــوه

 

عشقه دا زما دزړه دا بی باکه کــــــوکـــــه نن

ستا دمحلونو نه تاوه شـــــــوه راتاوه شـــــوه

 

پورته می ګوګل نه شوه ســوی دجنون چغه

وخته ددردونو نه تاوه شـــــــــوه راتاوه شوه

 

نن يی دراتلو دعده وګوره تـــــــر ســـــره کړه

څيری ګريوانونو نه تاوه شوه راتـــــاوه شوه

 

ستا دښکلی مخ رڼا مل شوه قافــــــــلی سره

تورو ماښامونو نه تاوه شوه راتـــــــاوه شوه

 

هغه می دزړه ارمان هغه سادګی ميــــــــــنه

بيا می ارما نونو نه تاوه شوه راتــــاوه شـوه

 

راغلله ټکور به شی دا دبيــــــلــــتانــــه زخم

سوو پرهرونو نه تاوه شوه راتــــــاوه شـــوه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

ته راته خانده چی زخمونه می جوړ شوی نـــــــه دی

دزړه په سر دا پر هرونه می حوړ شـــــــــوی نــــه دی

 

 

تر هغو خانده چی راټولی کړم ټـــــــوټــــــی دزړ ګی

وربل دی خور کړه غزلونه می جوړ شــــــــوی نه دی

 

 

بنګړی دی مه شرنګوه ياره چی خبر نه شــی څــوک

ستا په څنګل خواږه خوبونه می جوړ شوی نــه دی

 

 

لږ صبر وکړه چی دغم کيسه مــــــــی ډيــــــــره پاتی

په خوله دوصل څو سوالونه می جوړ شوی نه دی

 

 

ستا دخورو زلفو کوڅی دی چری لنډی نــــــه شی

خير که دهجر ما ښامونه می جوړ شوی نــــــه دی

 

 

دزړه ټکور دی يم دمينی ناکردو کـــــــی ګـــــــوره

په مخ داوښکو سيلابونه می جوړ شوی نـــه دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

سبـــــا سبــــا وعــــدو تــــــــــه کـــــله خــــانــــــدم کله ژاړم

دې ســــــختــــو شیبــــــــو ته کــــــله خـــــانــــدم کله ژاړم

دبیلتــــــون ګړې شــــوې سختې نه تیریږي نه سمیـــــږي

دغــــــو ورځــو دغو شپـــــو ته کله خـــــاندم کلــــــه ژاړم
دسحـــــــــــر غـــوندې موسکا دې دتيارو لمن کړه ټوله
 ستـــــا دمــــــــخ بلـــــو ډيـــــوو ته کلـــــه خانــدم کله ژاړم
 دميلمــــــــه غوندې نظر دې پـــه وفا بانــــدې شکي کړم
خپلو سوو اميدو تـــــه کلــــه خـــــانــــــدم کلـــــــه ژاړ م
 زما وږې وږې ستر ګې په ليــــدو دې مړی نـــــه شـــــــوې
ستا دګل غوندې ککو ته کلـــــه ژاړم کلــــه خــانـــــــدم
 دتيارو غوندې په زړه می راخــــورې شــــي تـــــوره کړی
دې خورو زلفو کمـــــڅو ته کلــــــه ژاړم کلـــــه خانـــــدم
خدايږ و بيا به کله راشي چې ګوګل مې پرې ټکور کړم
هســـــې اوس خپلــــــــو زخمــــو ته کله ژاړم کلــه خاندم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

څوځلي می وران شو سر په سر کلی

توره شپه کې ګير شو د سحر کلــــی

 

ډير مې ګريوانونه پکې وشکــــــول

جوړ نه شو اشنا ستــــــا دنظر کــــلی

 

پـــرې بــــه می لا ډیر پکې سرونه شي

زه کــــــه جــــــوړوم دا لر او بـــــر کلی

 

ای خورو ورو که چرته يـــــو نه شـــــــــو

وران به شي زموږ د يو ســـــفر کلـــــــی

 

اوس په کې اغزي راټـــو کيدلـــي دی

څــــــه شـــــو دګلـــــــونو دمحشر کلی

 

ضـــــد يې دی نيولې دپښتون په څير

اخلــي بــــدل اخلــــي دلته هــــــر کلــی

 

دا کــــوم بې انصافه کړو په وينو سور

دا خـــــو ‌ؤ پخــــــــوا د يــــــــو ټبر کلــی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

تا نه وه که مانه وه خــــــو ورانه شوه

داد حق خبره کـــــول ګــــــرانه شــــوه

 

خدا یه دی وطن کې ولې هر څــــه نه

وينه دانسان څومره ارزانه شـــــــــو ه

 

خدايږو غورځویيمو دمرګ کندې ته

دا قافلـــــــه کــــــــوم لوري را وانه شوه

 

عقله دېزخمي زخمي وطن کـــــې نن

لوبــــــه دمــــــر ګي ډيره اسانـــــه شوه

 

ستا دغم په جيل کې می دحـــــق چغه

پورتــــه ان دظلم تر اسمــــانه شـــــوه

 

چـــا وې دهجرت غمونه ولـــې خوری

ما وې ماتــــه پيښه له جانانه شــــــوه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

زه  چي له تانه لري  شوې  يمه

ايله په ژوند باندی پوي شوي يمه

 

تاسره يوځای ښکاريدم وړوکي

تانه چی بيل شومه لوي شوي يمه

 

ورته که شونډي سترګې ستايم بيا هم

هغه (زه)نه شو زه (دي)شوي يمه

 

ظلم که خپل او که پردې کړی دي

زه پري زره زره توي شوي يمه

 

ټکور ټکوروه په کابل کي چی وه

لندن کی ډير بې اسري شوي يمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

افضل تګور

که همدغه میخانه همدغه جام وی

نو زما دی ورته سل ځلی سلام وي

 

دجانان غمونو دومره په عذاب کړم

چی لحد کی به می مړی په ارام وی

 

دکابل خاوره خو راوړی چی یی ښکل کړم

چی پری ایښی به قدم زما ګلفام وی

 

دشهید وطن شهید حسن ته ژاړم

غم لړلی یی سحر او هم ما ښام وی

 

په دیدن پسی یی نن سبا مړ کیږی

که تړلی یار په خپلو شون‌ډو لام وی

 

تر هغی پوری به خپل وطن ته نه ځم

چی واکمن په کی همدا ملا امام وی

ځواببشپړ شعر ولولئ

ځواب

افضل تګور

دیوه شاعرملګری له ګیلی وروسته

 

چا راته ووی تیلیفون کی

چی مزی دی وکړی

لندن کی اوسی او روپی به ګټی

موږه دلته هره ورځ مړه کیږو لعنتی جګړه ده

موږدلته هره ورځ ورکیږواجنبی جګړه ده

ما وی:

خبره دی په ګل بدله

داخو منم لندن کی اوسمه

مزی می وکړی

له لعنتی جګړی نه لری یمه

دجنګ له سری لمبی نه لری یمه

خو

دلته هم اور دی پری سوزیږو موږه

دلته کرارکرار مړه کیږو موږه

تا اوریدلی خو به وی او که نه

موږه دسروزرو قفس کی بند یو

موږه دژوند په هرنفس کی بندیو

منم دغلته لعنتی جګړه ده

ومنه دلته هم ذهنی جګړه ده

موږه کرارکرار مړه کیږو 

 دلته 

پردی وطن دی او ورکیږو دلته

که چیری سوال زما قبلیږی وایم

اول دی روس او امریکا ورکه شی

وروسته دی چین او برتانیا ورکه شی

ګرانه ګرانه

خبره دی په ګل بدله 

موږ هم په کور داجنبی مړه کیږو

ګرانه والله  چی تدریجی مړه کیږو