پښتو ادب · شاعران
زرلښت حفیظ ملکزۍ
د اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
١ – ځوانيمرګ ارمان
٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه
٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.
شعرونه
49 خپاره شوي شعرونه
زيارتبشپړ شعر ولولئ
زيارت
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
په دوه لاســــــي ســــــــلام کــــــــوم دزيارت، داشنا ياد تازه کوم په زيارت
دسر پوړنې به جنډه وروړمه، کـــــــوم مــــــرور پخـــــلا کـــــــــوم په زیارت
بيـــــا مـــــرادونــــه مــــې دزړه يــــادوم، بيـــا بـه يو يو ګلونه ږدم په زيارت
چه په سندرو کی خوله خوله شي راته، بـيا اوريـدوتـه شمع ږدم په زيارت
سترګې باڼه به په جرګه ورليږم ،خپلو ليــــمو تــه يي را ولـــــم پــــه زيارت
چه دمجنون په شانی شي ليونې ، داسې دوعــــاګانې ورته کړم په زيارت
چه ليونيان په ځنځيرونو تړي، مياعلي صـــاحب ته به لاس ږدم په زيارت
بيــــا دميــــاجـــــي بــــابــــا ســــــلام ته به ځم، ډيوی دمينې بلوم په زيارت
بيــــــــا دګــــردې غـــــوث ملنګانو ته ځم ،دمين زيړ رنګ يادوم په زيارت
چه دطـــــــــورخـــــــم ځنـــځيـــر نه واوختلم، د پير بابا سلام کوم په زيارت
دليونۍ زړګي درمـــــــان غـــــــــواړمـــــــه، د ننګرهار پلوري ځم په زيارت
چه ارمانو ته مې جنډه ودروم، بــــــــيا دور بـــــابــــــا ته به ورځم په زيارت
په کـــــی يــــــادونـــه د جـــانــان غــواړمه ،اميل داوښکو تويوم په زيارت
د ډولکی بــــابـــــــا مــــزار تـــــه ځمــــــه، لاس د بنــګړو نه ډکوم په زيارت
بـــيا بـــــه ورځمــــــه د ســـرخ رود په لاره ،دخپل نيکه سلام کوم په زيارت
دچنکنوري اخون زاده پـــــــه مــــزار ، ډيــــری دوعاګانی به کوم په زيارت
دځوانيمرګ (زبير )په په قبر باندې، په چـــــغوچـــــغو بـــه ژاړم په زيارت
بيا د ورستې ديدن ارمان کومه، په کی دوعاګانې دجـــــانــــــان کـــــومـــه
(حفيظ)څه کوې غربي ماڼې کې؟ دسولې غږ په هــــــر افــــغــــــان کــــومـه
زيرۍبشپړ شعر ولولئ
زيرۍ
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
خياله ليونې زړه ته ارمان راځي
داسې راته وايي چې جانان راځي
بخته چې کوټه رانه چاپير نکړئ
مينې ته دګل په نوم پيغام راځي
زړه غواړي ديدن دتوروسترګويي
داسې ارمانو ته مې الهام راځي
نن په ګيلوسروه دانادان زړګۍ
رورو يي ويل په تاالزام راځي
لپه مې دوعاکړدخداې لورې ته
يودالله نوم په کې اسان راځي
ستړې دژوندون وړوسلګوکړمه
بياد حفيظ مينې نه پيغام راځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
نه دی سپوږې اونه اسمان ديم
نه سهار ستورې دماښام د يم
نه يو زيارت اونه حجره د مينې
نه دی يادونه نه جانان دی يم
يمه تور کرښه د تقدر په تندې
ښه شوهمداعشق اوايمان ديم
دمينې درد ته دی درمل نه يمه
د زړه ارمانه ساه د ځان ديم
دغم کتاب يمه وررو مې لوله
دمينې نه يم چې داستان ديم
يوه رژيدلې سره ګلاب يم ګله
د حفيظ ګل شه چې رومان ديم
په زړکافربشپړ شعر ولولئ
په زړکافر
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
اوس مې په ژبه کې توبه نه راځي
ستادکوڅي نه صبريده نه راځي
مغروره حسنه چې خطاپری نشئ
که ستاپلورې يي سجده نه راځي
زړګيه مينه د پيکه غوندې شوه
زما د زړه پرې عقيده نه راځي
بازاري مينه اوس ليلام کې ګرځي
پښتنې هوډ ته مې په زړه نه راځي
څنګه ا قرار ته يي اوس ملا وتړم
د زړه دفتر ته مې هغه نه راځي
زما غرور لکه پامير هسکه ده
سرټيټيدو ته يې ايرا ده نه راځي
حفيظ نور د مينې چم ته مه ځه
په زړه کافرمخ په قبله نه راځي
ښکلې دونياګۍبشپړ شعر ولولئ
ښکلې دونياګۍ
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دوخت اواز يمه توبی ماتوم
دمين زړو نه دوازي ماتوم
که مې دمينې ليونی نکړلی
دسرکاسه کې مې ائينې ماتوم
دپښتنې مينې اواز يمه زه
دعشق توبوکې دی توبې ماتوم
چې شرنګومه يي ترڅوپه لاسو
د وخت زندانه زولنۍ ماتوم
ورته يوسپين مخ دصبا راولم
دتوروشپو زړونه تيارې ماتوم
تنديه نوردی کرښي نه منمه
ځم دخيام ټولې پيالې ماتوم
لاهودمينې سمندرکې ښه يم
نورد غرور هغه شېبی ماتوم
زرته الماس يوسپين غمې اخلمه
د وکې* کلي نه لالی اخلمه
دکابل سيندکې مې نورمخ مينځمه
د حفيظ ښکلې دونياګۍ اخلمه
پښتوبشپړ شعر ولولئ
پښتو
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
زما خوږ ژبه دحيا
پښتو ده
زما د هيلو تمنا
پښتو ده
زما هدف خو ويښول
دقام دي
په خپل وعدو
باندې وفا پښتوده
ماته بنګړي او
لونګ مه يادوه
چې ماته ژبه
داشنا پښتوده
نور مو په هغه
دغه مه بېلوئ
د ميليتونو تقاضا
پښتو ده
زه خو يو ښځه يمه
دخپل ټولنې
زما دژوند ټوله
معنی پښتوده
چې ويښوی دا
خوبولې دونيا
د غيرتونو د
دونيا پښتو ده
چې راکوي راته د
سولې زېری
لکه دلمر سترګه
صبا پښتو ده
چې جوړوي د(حفيظ)
ښکلې دونيا
دا دټولنۍ ارتقا
پښتو ده
نوی کالبشپړ شعر ولولئ
نوی کال
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ننګر هاره
ننګرهاره
زما ښکليه تل
بهاره
نوی کال دې مبارک
شه
دنارنج ګل
افتخاره
ستا باغونه مې
ياديږي
نارنج ګل دې بيا
سپړيږي
داشنا ښايسته
يادونه
نن مې بيا په زړه
وريږي
ننګرهاره ننګرهار
زما ښکليه تل
بهاره
نوی کال دې مبارک
شه
دښايسته جينکو
هاره
خا طرې مې
پاريدلي
ټولې ستا لمن
نيولي
دقسمت مقابله کښې
ما با يللي تا
ګټلي
ای دسولې ډک
بازاره
ننګرهاره
ننګرهاره
نوی کال دې مبارک
شه
دښايسته
جينکوهاره
دهوا جګو څپو نه
دخپل زړه له
تنابو نه
داشنا ښايسته
يادونه
د ګلرخو محفلو نه
يادوم دې نن بې
واره
ننګرهاره
ننګرهاره
ای دسولې ډک
بازاره
دنارنج ګل
افتخاره
نوی کال دې مبارک
شه
ته لرې ژوندي
ولسونه
تاکښې ايښي مين
زړونه
ستا ديدن ته هو
سيږ م
په تا وياړي
تاريخو نه
دشمشاد دزړه
سرداره
ننګرهاره
ننګرهاره
ای دسولې ډک
بازاره
د نارنج ګل
افتخاره
نوی کال دې مبارک
شه
تا ترې نه به دې
جار شم
دماموني افتخار
شم
که زه بيا ستا
مېلنمه شم
مينه مسته ددلدار
شم
دکونړ دسيند غړ
مباره
ننګرهاره
ننګرهاره
ای دسولې ډک
بازاره
دنارنج ګل
افتخاره
نوی کال د مبارک
زما دګران وطن
ولسو ته
ګرانو خويندو شا
زلموته
د وطن خوږو بچو
ته
مبارک دې وي څو
واره
ننګرهاره
ننګرهاره
ای دسولې ډک
بازاره
دنارنج ګل
افتخاره
نوی کال دې مبارک
شه
د (حفيظ) دزړه
ارمانه
صفتونه دې بې
شانه
شنه باغونه دې
تازه وي
روح مې واخستو له
تانه
ای زما د زړه
دلداره
ننګرهاره
ننګرهاره
ای دسولې ډک
بازاره
د نارنج ګل
افتخاره
نوی کال دې مبارک
شه
دپښتنې مور اوازبشپړ شعر ولولئ
دپښتنې مور اواز
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دپښتنې مور اواز
زما په عقل کښې
نقص نه شته دی
انسان يمه زه
ما چې ورکړی
امتحان ده
قهرمانه يمه زه
ما دوطن لپاره ښه
رښتين بچيان
روزلي
د استعمار مقابلې
ته جنګيا ليان
روزلي
ما دايمان سبق
ښودلی په زانګو
کښې ورته
دتجاوز په مقابل
مې ميرويس خان
روزلي
دميوند جنګ کښې
قرباني ته په
ميدان ومه زه
ما چې ور کړی
امتحان دی قهرمان
يمه زه
سر کښې ماغزه لرم
ماغزو کښې
احساسات لرمه
زه پښتنه د پښتنې
مينې جذبات لرمه
داسې خو مه وايه
چې کور کې يا په
ګور کښې اوسه
ستا داحساس لپاره
ډېر عالي خيالات
لرمه
د پښتون کور
ابادېدو ته په
ارمان يمه زه
ماچې ورکړی
امتحان دی قهرمان
يمه زه
دنړ يوال په
مقابل انتظام
پورته کړه
دجهالت الزام کړه
لرې نوم دقام
پورته کړه
عقل هوښيارکړه د
وطن ميندې خپل
زړه وګڼه
که ترقي دې وي
مقصد ددوی مقام
پورته کړه
ټول نړيوال ته په
طاقت کښې ښه بيان
يمه زه
ما چې ورکړی
امتحان دی قهرمان
يمه زه
دوطن مور يمه ته
ګواښ دظلم زور مه
کوه
دجګو غرو زمرو ته
غوږ کښې شور
ماشور مه کوه
دوی نه ختميږي
سلسل دغيرتنو لري
داحمد شاه او
دمير ويس په شان
سرونه لري
(حفيظه ) وايه چې
قدرت د ستر
کاروان يمه زه
زما په عقل کښې
نقص نه شته دی
انسان يمه زه