د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښت حفیظ ملکزۍ

د اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه  ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ  سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د   نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري  څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
     ١ – ځوانيمرګ ارمان
    ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
    ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه       
    ٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

زما دکوځې پښتونخوابشپړ شعر ولولئ

زما دکوځې پښتونخوا

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

زما د کوځې پښنخوا پښتنو

هسکه شمله په ټول دونيا پښتنو

دسره ګلاب په شانته وغوړيږې

 زما دخان ولې بابا پښتنو

افغانستان د اسيا زړه ده ګوره

زړګې له مونږ نه خو څوک وړلې نه شي

چه غزوې ازغن سيمونه لارکې

تاسې له مونږ نه بيلولې نه شي 

دا دډيورن دغه بد نامه کرښه

د ډير کلو دغه ناکامه کرښه

خان غفارخان زمونږ نه وړلاې نه شي

هم پښتانه څوک بيله ولې نه شي

کامياب کامياب په ټول دونيا پښتنو

زما دکوځې پښتنخوا پښتنو

زما د دواړو سترګو تور ګلانو

زما دسوي زړه ټکور ګلانو

حفيظ شعرو کی (غني )بيا يا د وې

لنډو ټپو کې پښتونخوا يادوي

دلته د غني څخه د نامتو شاعر د (غني خان )څخه يادونه شويده

پام چه ګناه ونکړیبشپړ شعر ولولئ

پام چه ګناه ونکړی

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

دميني زړه د چا ته مه ورکوه

څوک د دزړه په مينه مه نازوه

دشين سهار وږمه ته ګوره ګلۍ

چه يوځل راشي بيا په منډه لاړ شي

پاڼی په خپله خو ښه وګډوی

يو څو شيبه يي تماشه وکړي بيا

ورڅخه تير په منډه منډه لاړ شي

داسی دزړونو مينه هم وګڼه

پام چه ګناه ونکړی

چا ته دمينی زړه ور نکړۍ ګرانۍ

د ماشوم توب دونيا د ښه وګڼه

د پا کی مينی حقيقت وو په کی

ها غه رنګين شا نته دونيا يادوه

سوچه اخلاق انسا نيت وو په کی

پام چه ګناه ونکړی

چا ته د مينی زړه ورنکړی ګرانۍ

مينه ړنده مينه کنه ده ګوره

تا به په ورانو کڼوالو واړوي

د بيتلون پيټۍ خو درنه ګوره

تا په به بلا بلا غمو واړوي

راشه هم دلته تم شه

پام چه ګناه ونکړی

چا ته د مينی زړه ور نکړی ګرانۍ

رڼا صفا لکه د واوری په شان زړه دښه ده

د سره ګلاب په شانته تل تر او تا زه وګرځه

مينه نن دلته سبا هلته تل د زړه ملمه ده

لکه شبنم په شان وريږه په هر زړه وګرځه

دغه دونيا د هوسونو او کبرو دونيا ده

پام چه ګناه ونکړی

چاته دمينی زړه ور نکړی ګرانی

پام چه ګناه ونکړی

پرون غوسهبشپړ شعر ولولئ

پرون غوسه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

نن می ستا سترګو کی د خپل د زړګي شور ولـــــيد

دمستی مينی ليونتوب د جنـــــــــــــون زور وليــــــــد

 

تا چه له کبر ه رانه مخ په ډير غــــــــــــــوســـــــــو اړول

وايه چه څنګه د زما د مــــــينــــــــی کــــــــــور ولــــيد؟

 

زه خو دا غواړمه چه لاړ شـــــــــــــی ليونتوبه پوری

ها چه له کبره د زمـــــــا د غــــمــــــــو اور ولـــــــيــــــــــد

 

اوس د راوستی يم ميلمه شوم ستا دزړه په خونه

کوم چه می ستا په خوله کی يوه ټکی د مور وليد

 

زما غرور د اباسين چپو نه جـــــګ الـــــــــــــــــوزی

که دکونړ مستو نغمو کی دزما شـــــــور ولــــــــيد

 

تا نه د ژوند دلاری ټولی افسانی به هـــير کــــــړم

که د ملالی د تاريخ کار نامی لـــــــــــور وليـــــــــــد

 

زما غرور دچا دمينی لار منـــلی نـــــــــه شــــــــــــي

د ننګرهار د بڼ بلبل نخـــــــري مـــــی نــــــور وليد

 

اوس خو د هيره کړه جنون او ليونتوب دمينی

چه (حفيظ )وائ د پـــــرون غوسه می زور وليد

راشه راشهبشپړ شعر ولولئ

راشه راشه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

د سهار شفـــــق کــــــــړه څيــــره ترمـا راشه

د تيارو د زړه نـــــــه وزه سپــــيــــن صباشه

تورو شپو ته مې شونټۍ د مينې بـــل کړه

د اسمان د زرزري ستــــــورو رڼــــــــا شــــه

زه د مينې ګلستان به درتـــــــه جـــــوړ کـړم

ته غوټۍ د ګل مخــــونــــــو تــــه بــورا شه

دغازيانو، شهيــــــــدانــــــــــو، مـزاروکې

دجمع د شپی يو بله شـــــــمع بـــــــيا شــــــه

د غازي ادي نـــــکلونــــــه را پـــــــه ياد کړه

ته ملاله  ميوندي ټــــــــپوکــــــــې راشـــــه

د اريــــن د تخـــــــت و تـــاج په مينه مسته

خوار ولس ته مې يو بـــــــله احمـد شاه شه

زه به ماته خپل دخــــــپونـــــه هتـکړۍ کړم

ته هم سوو اوسيلو ته مې خـــــــــندا شـــــه

داټک د پل د لاندې کــــــــونــــړ سيــند ته

هم د لوړ شمشاد په سر تــــــــازه هـــــواشه

دپامير د لوړۍ سوکۍ شــــــــين زمــروته

د غيرت چغه په کوځه پـــښتونـــخــــواشه

د ولې خان په مزار کې ســــــره جنـــــډه شه

د سرخ پوشو اټـــــــــنو ســـــــره اشنـــــاشـه

زه به خپله ځواني ټوله له تــــــاجــــــارکــړم

خو ته يو ځل حفيظ هيلو ته خــــــنداشـــــه

څلور بيتهبشپړ شعر ولولئ

څلور بيته

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

په لباس او په ګفتار يي مــــه غـــوليـږې
چه ماغزه يي پښتون نه وی پښتون نه ده


مــــا خو ډير داسی ليدلی دوه مخان دي
ټـول عمل يي دشيطان وی مفتون نه دی

څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

راشــــــــه ملالې شه د ميوند دجنګ فاتحه شه

يــــــــا يوه نـــــازو شه خپل بچو لره ناصحه شه

 

ورکړه د غيرت سبق زانګو کی خپل نسلونو ته

يا يو زرغونه شه خپل تاريخ ته يوه ګل مخه شه

څلوریزهبشپړ شعر ولولئ

څلوریزه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

دانتــــــــــــظار شيبی د سخته تر سهار ناسته يم

وايـــــــــه ليلا کله راځی چه ستا په لار ناسته يم

 

داليـــــونی مينه خو بيا يو بل جهان ته می وړی

ګناه دمينی په توهمت شو م ګناهګار ناسته يم

 

دانتـــــظـــــار لاری ســـارمه نيمه شپه شوه ليلا

لکه بلبل دګل خـــــندا تـــــــــه نن بيوار ناسته يم

څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

الفت او محـــــــــبت د خپل وطن هم يوهمت دي

ميدان د سر بازي که قرباني ننګ او غيرت دي

 

ټټر چــــــــــــه مخامخ غليم ته نسي په سنګر کی

بچي دابدالــــــــــې دي دادهر پښتون صفت دي

دحسن سوداګربشپړ شعر ولولئ

دحسن سوداګر

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

هــــــر خوا ګورمه دمينی سوداګردي

ګــــــوره څه دا ليوني په ورانو سردي

 

کــــله مينه غــــواړي کــــله دزړه وينه

لويــــــه خدايه چه دا څرنګه بشر دي

 

کله وايي چه لری سترګی خونکاري

کلــــه واي چه ډير زړونه نن اوتر دی

 

اوتـــــر شـــــوي يم دمينی د بازار نه

ستــــړی شــوی يم دمينی خريدارنه

 

ميـــنه نــــه ده دهــوس سوداګري ده

ښايسته ګل ته د فريبو جالبازي ده

سوله به راشيبشپړ شعر ولولئ

سوله به راشي

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ

چې کله شعر ليکمه د خپل وطن په ياد کې
دغه مظلوم اولس مې
ټول يو په يو مخ ته مې ودريږي
او بيا چې کله رڼاګانو ښار کې
دبل وطن ماشومان وګورمه
زما دوطن دغه خپی لوڅي سر ببر يتيمان
مې سترګوسترګوته شي
دلته چې وينم داسری شونډۍ ښځې
زما د وطن دا وچې شونډې کونډې
مې يو په يو سترکو ته ودريږي
دلته چې وګورمه هغه ميندې
چې ١٨کلن بچيان د کوره شړي
بيا مې مورکې را ياد شي
په څومره مينه يي په دغه سند کې
له مونږنه غيږ تاواوه دبيلتانه له ډاره
د لوې خداې په لورې
زارې اوسوال کوله
اوس درڼا په ښارکې چې کله شعر ليکمه
زما دوطن د خوارو تته ډيوه را ياد شي
نو بيا يو سوې اوسيله مې خولې نه پورته شي
اسمان په لورې!
حفيظ بيا وايې چې همدومره بس ده
دا توری شپی به په رڼابدل شي
سوله به راشي دا زمونږ کلې ته
مونږ مسافر ګډی به بيرته يوسو
دا دکلو انتظار ختمه به شي