د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

احمد جلال نجیب

د احمد جلال نجیب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

نه مې ده ګناه مـعلوم نه خــبر له خـپله جرمه يم
بې ګناه زنـــــــدانــې دجهانونو په زنــــدان شومه
 
 
 
دومـره مې ګناه ده چه ميـن يمه دشمـــــــــع تل
زه لـکه پـــــتنګ په خپله مـــينه قـــــــربان شومه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

نازولی لونګينبشپړ شعر ولولئ

نازولی لونګين

احمد جلال نجیب

دا لونګين چه په سينه يار ګرځولی دی
خـــدايــــګو چه  څومــره  دا  نازولـی دی
دا چه وهلي په سينه ديار ټالونه
 هم يې ښکل کړي د باغ تازه ګلونه
هم يې دي کړي په سينه ديار خوبونه
لکه ماشوم په سينه يې خوبولی دی
خدايګو چه  څومره دا  نازولی دی
ديار پستې پستې خبرې
 داسې خوږي لکه شکرې
دا شونډې سرې يې ملغلرې
بيا لونګين چه يې تر شونډو غځولی دی
خـــدايــــګو چه  څومــره  دا  نازو
چه يې ټالې وهلې ديار د باغو په حرم
 هم په سينه به پروت و نرم و ګرم
څه بختور چه يې اخيستی يار نه کرم
دا په لاسـو چه يې لا بيل رانيولی دی
 خدايــګو چه  څـومــــره دا  نازولی دی
چه يې ديدن دی کړی دتورو سترګو
 هم يې زيارت دی کړی د سپينو اننګو
هم يې چکر ورکړی  په ځنګل  د زلفو
بيا يې دکوسو په ټالو چه ځنګولی دی
خدايـــګو چه  څـــومـــره دا  نازولی دی
  ( نجيب ) يې لا دمخې په زړه تخنولی دی
خدايــــګو چه  څـــومــــره دا  نازولی دی
لوړه شملهبشپړ شعر ولولئ

لوړه شمله

احمد جلال نجیب

لوړه شمله د پښـــتون تـــــــل غواړمه
له  پيــــښوره  يې تر کابــــــل غواړمه
 
بـاغ  دګلـويې کړې سمـــسور په مينه
هــر چـــــــــمن ته يــې بلـــــــــبل غواړمه
 
ويجاړ يې مه کړې نور اوربــل د پيغلو
ګل د ګلاب يې په تور اوربــل غواړمه
 
دوطن دښـــتې کړې شـــــنې او زرغـون
پــه وچـــه تيــــږه يې هم ګـــــل غــواړمه
 
پيدا کړې بيا پشان داحمدوخوشحال
پدغه خاوره نه پرنګ نه مغـل غواړمه
 
آرمان پوره کړې د ارمانجنې مورکۍ
په غيږ يې ځلمي د تور کاکل غواړمه
 
ژړا  کـړې  ورکــــه د افغـــان  لــه  باغه
په خـــوله خــــندا دهر سنـــبـــل غــواړمه
 
ورک کړې (نجـــيــــــب ) نفاق له پښتون
ورورولې مينه  يې يو تر بـــــل غواړمه
18-12-04
ظالمه نړۍبشپړ شعر ولولئ

ظالمه نړۍ

احمد جلال نجیب

زه پښتون دکلي ښکار د دسيسو د جهان شومه
نه يـمـه خـبرله سراوځان سـري په ګريـوان  شومه
نه مې ده ګــــناه مـعلوم نه خــبر له خـپله جرمه يم
بې ګناه زنـــــــدانــې دجهانونو په زنــــدان شومه 
دومـره مې ګـــناه ده چه ميــــن يمه دشمـــــــــع تل
زه لـکه پـــــــتنګ په خپله مـــينه قـــــــربان شومه
دنياوال کوي  ژوندون  په  سروماڼو سپينوکې
زه له  دنــياوالو تـــنګ د کلي په ګــذران شومه
دا زما صـــفت دی په هر چا مې اعتــــــبار کړی
کله له پـــردو کله ســــوی  له خــــپل ځان شومه
شــــرق و غـــرب  دواړه  تــره  زامــــن  دي  دوې
مــــــنځ  کې  زه  دلـــــدل غــريـب  پـــــټان  شومه
ســـــــره و ســپــــين به خـــــپلو کې ســيالي کوي
زه يـــې د زور آزمــوينې جـــــوړ مــــيدان شومه 
نه مــې دی آرام پــوره نه مـــې دی آرمـــان پــوره
زه قـــــربانــــــې د دنـــــــياوالــو د آرمـــــان شومه
کله کمـــــونـيــــــست کله اســـــلاميـــــست شمه
کـــــــله يـــاد زه په نــوم د طالــــــــــب خــان شومه
لـــوټ شومه بــــرباد شومه ګـــيله وکــړمه له چا
لدې نــــړۍ ظالمې که ايــران و پاکســتان شومه
ګورم چه حالت  ددنيا او لالهنده خپل ملت ته
په زړه باندې زخمي زه ((نجيب)) افغان شومه
30-04-2005