د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالله څار

د عبدالله څار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلی عبدالله څار د ارواښاد عبدالغفار زوى  . پر کال ١٣٥٧ لمريز دننګرهار ولايت  دخوګياڼيو داګام په ولسوالۍ کې زوکړى دی لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې دپېښور په بېلابېلو ښوونځيو کې کړي ، او دثانوي دورې بري ليک يې په پېښورکې له التقوى عالي لېسې څخه پر کال ١٣٧٥ لمريز په اعلى درجه تر لاسه کړی دی .
لوړې زده کړې يې په ننګرهار کې دحقوقو او سياسي علومو ددپلوماسۍ په څانګه کې کړي .
شعر لېکنه يې د ١٣٧٧ لمريز کال دنارنج ګل له مېلې ( مشاعرې ) وروسته پېل کړې . چې تر دې دمه يې يوه ښايسته ټولګه شعرونه ليکلي دي .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله څار

چې هر مئين په غيږ کې نېسې داره هېــــــــــــــر مې نکړې
منصور يمه منصور دخداى لـــــــــــــــــپاره هېر مې نګړې
 

يوسف زړګى مـــــــــــــــــــې پلورې يو څو تږې مساپر دي
چې هر کــــــــــــــاروان درځې دمصر ښاره هېر مې نه کړې
 

دمينې کـــــــــــــــليمه يمه ، هر څوک راباندې پښې ږدي
لـــــــــــــــه خاورو مې در پورته کړه غباره هېر مې نکړې
 

جانان مې خوب کې راشي او قسم راکړي چې ويښ شه
هر ياد سره مې ژاړه تر سهاره هېر مـــــــې نـــــــــکـــــړې
 

قــــــدم رانه وا نه ړوي ، قـــــــــدم رابــــــــــــاندې کيږده
يو زړه درته چا ايښي يم په لاره هير مې نکـــــــــــــــړي
 
 
يو ډېر ګيله من يار په مخه راشي په سلګيو شــــــــي
همدومره راته او وايې چې ( څاره ) هېر مې نکـــــړې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله څار

را پاتې له جانانه دي يادګار دپلـــــــــــــونــــــــــو نـــــــــــــښې
بارانه ! ورانې نه کړې په دې لار دپلــــــــــونــــــــــو نــــــــــښې
 

د اټوله شپه چــــــــــې زه او سيـــــــــــورى ښکته پورته ګرځو
شــــــــميــــــــــــــــــــــرو موږ له ماښامه تر سهار دپلونو نښې
 

دا سترګې مې له اوښکو نه تــــــــــــل ډکــــــــــــې لرې خدايه
خړوبې چې پرې کـــــــــړمــــــــــــــــــــه دخپل يار دپلونو نښې
 

دمېنې نــــــــــــــوم به هله دهر چا پر شونــــــــــډو کېـــــــــــنې
په وينو باندې رنــــــــګ چــــــــــــې شي په دار دپلونو نښې
 

ګودره : وايه څه شوې ، پېغلې څه شوې ، منګي څه شول ؟
تر تا رارسيدلي دي کتار دپــــــــــلــــــــونـــــــــــو نــــــــښـــې
 

يو څو څاڅکې رڼا دې په دې څانګو کې را تــــــــــــوى کړه
سپوږمۍ ! کړې رانه پټې دنګ چنار دپلــــــــــــــونو نښې
 

يه وخته په کراره بوړبکۍ ته غوږ کــــــــــــــې وايــــــــــــــه
را پرېښې امانت دي چا په شمار دپلــــــــــــونــــــــو نښې
 

شمال له شګو واخيستل ، څپو ته يې ګــــــــــــوذار کړل
ديار دنامه تورې ، او د ( څار ) دپلـــــــــــونـــــــــــو نښې
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله څار

سور دټپو يې شو خراب چکچکې غلې شـــــــولـــې
دا کوم نا ځوان دګودر پېغلو ته آئينه رپـــــــــــــــوي
 

پرون هسې له بلۍ سر ټېټاوه ، جـــــيـــــــګــــــــــاوه
دبام په سر ده نن ولاړه لــــــــــوپټــــــــه رپـــــــــــــوي
 

ډېر مې په وريځو باندې لاس ونيو چې ويې لولم
سترګې مې لمر برېښۍ ، شمال رانه جــنډه رپوي
 

ښايې تر شا يې غلي څار کوي زما دپــــلــــونــــــــو
که ښکينى باد يې دکاله دوره پـــــــرده رپــــــــوي
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

عبدالله څار

ســــــــبا پورې ور مه شې تر سهار ه ځوانـــــيـــمـــرګ شــــــــي
زما راستي دې ملا ماته کړه ياره ځــــــــوانيـــــمــــرګ شــــــي

خولګۍ چې مې غوښته  تــــــــــــرې ، ما وې کلي به خبر کړي

موسکۍ شوه ، غلې يې اوويل چې : ( څاره ) ځوانيمرګ شي
څلوريځهبشپړ شعر ولولئ

څلوريځه

عبدالله څار

يو تاته او دوه درې نورو نفرو ته تــــــسليــــم يــــــم
نه ! خدايګو په دې ښکليو کې اکثرو ته تسليم يم

والله که دې څلور واړه کتابه ملامــــت کـــــــــــــړي
جانانه ستا پخو ، پخو خــــــــبـــــــــرو ته تسليم يم
پېغلېبشپړ شعر ولولئ

پېغلې

عبدالله څار

اشنا زېړ مازيګر کې دې پلټم تــــــــــصـــــــــويـــــــــر پـــــــه سين کې
اوس لمر زرېنې وړانګې په څــــپوو شيندې ، راشــــــــــيـــــــنــــدې
 

بربنډه ماشومان دســـــــــــــاحــــــــــــل غــــــــيــــــږه کـــــــــې په منډو
يو بل ته سره شــــــــــــګې په لاسوو شـــــــــينـــــــــــدې ، را شيندي
 

خاونده ! زه يې خپل ، زه يـــــــې ګاونډ ، زه پــــــــــــرې مــــــــيئن يم
دحسن زکات ولي په پــــردو شيندي ، راشــــــــــيـــــــــنــــــــــــــدي
 

کوچنيان ورته په پښوو کې زولنـــــــــې شـــــي تلای تــرې نه شي
مــــــــيوه چې کلــــــــه انجونــــــــــــې په شاوو شيـندي ، راشيندي
 

شړپ . شړوپ . شو. خنداګانې شوې . سلګۍ شوې په ګودر کې
اوبه لکه چې پــــــــېـــغـــلې په کاسوو شــــــــــينــــــــدې راشيندي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله څار

چې څومره راته کم ګورې روانــــــه زمـــــــــانــــــــــــه
بس هومره ده والله چــــې موږ ته ګرانه زمــــــانـــــــه

اوس هره شېبه ، هر نظر په تريو تـــــــندي راګوري
يو وخت به راته شنه وه له خــــــندا نه زمـــــانـــــــــه

بانه غواړي ، يو بل ته مو دې زړونــــــو لاري کړي
پخلا دې ما ، او يار کړې نور ، اسمانــــه  !  زمانه

راځه ( الف ، ب ، ت ) نه ترې سبق دمېنې پيل کړو
دمينې ښه استاذه ده ، انــــسانه  !   زمـــــــانــــــــه

چې چا يمه وژلى ، دچــــــــــا نوم اخيستى نه شم
زما خون به اخلي خداى خبر لـــــــه چانه  زمانه ؟

حالاتو اوس ځپلى يم ، اشنا که نـــــــه والله چې
يـــــــو وخت پر ما مئينه وه جانــــــــــــانه زمانه
 
چې کله ورته مينه ښايې ، کله ورته کــــــــرکه
يو راز لري له ( څار ) سره پخوانه زمــــــانـــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالله څار

دا څه چل دى چې کړې په ټوله لاره غاښ چيچى
نور مه کوه اشنا دخداى لپاره غاښ چيچى
ملنګ بابا ! قربان دې شم ، يو داسې تاويز راکړه
جانان مې ټوله شپه کړې تر سهار غاښ چيچى
 سندرې چا زندۍ کړې ، دا ټپې چا ګونګۍ کړي ؟
راځې چې درباب له هر يو تاره غاښ چيچى
يو چا ته يو په زړه نرى مئين په اوښکو سترګو
دا لار څارې ، کوي له انتظاره غاښ چيچى
غزل که مې يوځل دپېغلتوب پيکى را خور کړ
ځوان شعر به ورته وکړي سم له واره غاښ چيچى
اشنا ! زما دوژلو اراده خو به دې نه وي ! ؟
چې سترګو کې موسکى شي ، کړې کراره غاښ چيچى
زما مينې ته خوږې ، وړې ، پستې خبرې کانده
څوک نه کوي ماشوم ته ګرانه ياره غاښ چيچى
يو ورځ به دې دا دنګه ځواني ړنګه بنګه پريوځې
بادونه درته ډېر کوي چناره غاښ چيچى
ځوانې دې له نظره مه شه ، ګرانه خيال دې ساته
يو ډېر سپېره نظرکړې درته ( څاره ) غاښ چيچى
 
که څښم ، که تويوم يې ، که ساغر په ساغر ولم
بس زه پوى شه ، ساقي پوى شه ، ميخواره ستا يې څه ؟
جيلوانه ! غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه
اتڼ او په سندرو ځم تر داره ستا يې څه ؟
نن بيا مې درقيب په سر نږدي و څوک رټلى
جانان مې سترګک او واهه چې ( څاره ) ستا يې څه ؟
غــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غــــــزل

عبدالله څار

يوڅــــــــــــوک دي ټـــــــــــــــوله شپه خداى تر سهاره يادوي
يو څوک يې دمنصور غــــــــــونـــــــدې تــــــــــــــر داره يادوي

يو څوک دې په سپين غــــــــــر زړګي بـــــــمــــــونــــــــه وروي
يــــــــــو څوک دې په خوبو کـــــــــې ننګـــــــرهـــــــــاره يادوي

يو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او کـــــــــه څـــــنــــــګه ؟
يو څوک دې پـــــــــه هــــــــــر ځــــــــــــاى کې راته ياره يادوي

يــــــــــــو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژور
يو څوک دې په شعرونو کــــــــــــې چيـــــــــــــناره يـــــــادوي

يو څوک دجانان ، نــــــيــــــــــم ، نوم راته اخلي زوروي مې
يو څوک يـــــــــــــــــــې راته شونډو کې کراره يـــــــــــــادوي

يوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شميري
يو څوک دې راتـــــــــــه هـــــــــــره شپـــــــــــــه نګاره يادوي

يو څوک که دې نن سيورى په غونډارو بانـــــــــــدې ولي
يو څوک به دې ضرور يو ورځې ( څاره ) يـــــــــــــــا دوي
خپل دخاپوړو کلي اګام تهبشپړ شعر ولولئ

خپل دخاپوړو کلي اګام ته

عبدالله څار

اى کاش ! سږ پسرلي کې څو کيږدۍ اګام ته راشــــــي
اى کاش ! چې بيا هغه مسته کوچۍ اګام تــــــــه راشي

وه خدايه ! دا مو کله پېر زو کــــــــــيږي په خــــپل کلي
چې توره نېمه شپه کې دې ګولۍ اګــــــــــــام ته را شي

ځه خير ! که نن لمبه شوې تورې بوړې خو يو وخت به
 سلام ته دې يورپ نه شهزادګۍ اګـــــــام ته راشــــي

چې کله له خپل ځان نه هم څو چنده ښکلي ګـــــــورې
دستورو مشره خور ، سپېنه سپوږمۍ اګام ته راشي

والله چې غزلتورې دي حيران شي ورتـــــه پــــــــاتې
 شاعره ! په سندرو چې مرغۍ اګام ته راشــــــــــــي

زمونږه دا ساده کليوال خداى نه بيا ګيـــــــــله کړي
جانانه ! کوکنار ګل کې چې ږلۍ اګام ته راشـــــي

چې وږې دغنمو راپسې پلو کې ټـــــــــول کــــــړي
وه کشکې غنم لو کې ليونۍ اګام تـــــــــه راشـي

دکلي ژڼکې وړکې به ټول اچــــــــوې لاســــــــونه
د (  څار )  دژوند دهيلو چې ډولۍ اګام ته راشي