پښتو ادب · شاعران
عبدلوهاب سرتیر
د عبدلوهاب سرتیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلې عبدلوهاب « سرتیر » دحاجي عبدالغني خان زوی په ۱۳۲۸ ل کال دننګرهار ولایت دسره رود دموسی زیو په کلي کې زیږیدلی دی .
زده کړی یې دسید جمالدین ښونې اوروزنې په موسسه کې پای ته رسولې دي . دحبیبې اواستقلال په لیسو کې دپښتو ژبې او ادبیاتو استاد وه، وروسته بیا په راډیوتلویزون کې په بیلا بیلو خپرونو کې لیکونکې ، ویونکې اوچلوونکې و.
د۱۹۹۳ م کال راپدی خوا په جرمني کې دپردیسۍ ژوند تیروي .
له ۱۳۴۳ ل کال راهیسې دهیواد په مطبو عاتو کې شعرونه خپریږي او دشعرونو ټولګې یې دادي :
څیرې ګریوان ۱۳۷۷ ل کال چاپ
دکوثر جام ۱۳۷۷ ل کال چاپ
دڅپو ژبه ۱۳۸۷ ل کال چاپ
سوی ډاګ ۱۳۸۰ ل کال چاپ
چینه ۱۳۸۰ ل کال چاپ
شعرونه
11 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدلوهاب سرتیر
ولې دې هیر کړم دومره ژردې ولې شاکړه راته
ولې دې تریخ دزهرو ګوټ خوږه دنیــا کړه راته
تا خو له ماسره قسم پـــــه پســــرلـــي کـــړې وو
غوټۍ دګلو دې سپرلی شـــو پــه خندا کړه راته
لکه خوشحال کمزوری نه یمــه چــــې وډار شمه
که سپینه خوله دې دهرچا په مخکې راکړه راته
زه به له غرو دټــکرونـــو خــــوصلــــه واخـــلـــمــه
که دې دمینې اشــاره شــــتــــه پـــه خندا کړه راته
تاج به دې کیږدمه زرین دلمر دوړانــــګو پــه سر
سر تیر داقول درکومه تـــــه دعـــــا کـــــړه راتـــــه