د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدلوهاب سرتیر

د عبدلوهاب سرتیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلې عبدلوهاب « سرتیر » دحاجي عبدالغني خان زوی په ۱۳۲۸ ل کال  دننګرهار ولایت دسره رود دموسی زیو په کلي کې زیږیدلی دی .
زده کړی یې دسید جمالدین ښونې اوروزنې په موسسه کې پای ته رسولې دي . دحبیبې اواستقلال په لیسو کې دپښتو ژبې او ادبیاتو استاد وه، وروسته بیا په راډیوتلویزون کې په بیلا بیلو خپرونو کې لیکونکې ، ویونکې اوچلوونکې و.
د۱۹۹۳ م کال راپدی خوا په جرمني کې دپردیسۍ ژوند تیروي .
له ۱۳۴۳ ل کال راهیسې دهیواد په مطبو عاتو کې شعرونه خپریږي او دشعرونو ټولګې یې دادي :
څیرې ګریوان ۱۳۷۷ ل کال  چاپ
دکوثر جام   ۱۳۷۷ ل کال چاپ
دڅپو ژبه  ۱۳۸۷ ل کال چاپ
سوی ډاګ  ۱۳۸۰  ل کال چاپ
چینه  ۱۳۸۰ ل کال چاپ

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

11 خپاره شوي شعرونه

فیصلهبشپړ شعر ولولئ

فیصله

عبدلوهاب سرتیر

لرې کړه له غـــاړې نــــه حلــــقـــه زمـــا

نه غواړم چې ژوند وکړم په لومو کې

خپله فیصلــــه کــــوم دسپیـــــن اوتور

خوښه مې چې اوسمه په کومــــــه کې

وږو درنجوستـــــرګــــو تــــــه ووایــــه

خاورې ګډې شـــوي په رنجرومو کې

لاس دغرض وتـــــړه سپوږمۍ پریږده

عطر چاکرلي پــــه ذوقـــــومـــــو کـــې

هــلتــــه ډیــــوی مــــه وړه چـې رڼا لري

بلې کړی ډیوې په دې محــــــرومو کې

اخـــلې لــه ظـــــالــــمه د تېرېــو غــــــچ

لاخو ارادې شته په مظلـــومــــو کـــــې

زه سر تیر کوچۍیم چــې ســـیده نه ځم

لاره دکوچیانو ده پیـــچـــــو مـــــو کـې

۵/ ۵/ ۲۰۰۰

ټوټهبشپړ شعر ولولئ

ټوټه

عبدلوهاب سرتیر

ډبره نه یمه چې بت شومه توږې مـــــې ولــــــې

پرهر پرهر یمه لاس مه راوړه چیــــړې مې ولې

 

دالهي خلقت اساس مې خپل اساس کړ دژوند

ګناه مې څه ده محتسبه داوهــــې مــــې ولـــې

سره ډولۍبشپړ شعر ولولئ

سره ډولۍ

عبدلوهاب سرتیر

دارادې خبــر چـــــې راغلــــــه خپلـــــومــــــه دې اوس

غیږ کې دې نیسم چې ټول ګوري ښکلومه دې اوس

 

زما دژونــــد دتــــور مـــاښـــام په تروږمۍ کې لیلا

لکه ډیــوه دې وړمــــه کورتــــه بلـــــومــــه دې اوس

دمینــــې بــــار دې په اوږه زه وړم تـــه مــــه ویـــریږه

زمـــــا پــــه خپــل ولـــي بــاور دی رسومه دې اوس

تاوی چې نه ځمه که تلم په سر ه ډولې کۍ به ځــــم

ځان جوړوه ډولۍ راغـــــلی بـــــارومـــــه دې اوس

بیلتونه ستاله خـــــونــــړي سنـــده ژونــــدې ووتم

دمینــــې بـــنــــد درتـــــه تـــــړم مهارومه دې اوس

سرتیــــــره ډیــــر دې  دغفلت بړستن په سر پرته وه

دجـــــرس غـــــږ اورې که نـــــه بیـــدارومه دې اوس

ټوټهبشپړ شعر ولولئ

ټوټه

عبدلوهاب سرتیر

لکه چې لاړو دجګړې داور خوراک شـــــولـــو ټــول

مرګ مو وطن جارو کوي له ځمکې پاک شولو ټول

 

تیارو مو سر له ګریوانه ویستلی پریــکړې کــــــوي

دخپلې مړینې تما شاکوو هـــلاک شــــولــــو ټــــول

 

میوند میوند !بشپړ شعر ولولئ

میوند میوند !

عبدلوهاب سرتیر

په نښه کړی یمه روس او امریــــکا پــــه ګــــــډه

لکه مر هټه سره ګرګین یو ځلــي بیــا پــــه ګــــډه

 

نیکه را پورته شه ملالې خپل بیرغ اوچت کـــړه

هیواد شو ټول میوند میوند کړو به غزا په ګډه

 

ژبهبشپړ شعر ولولئ

ژبه

عبدلوهاب سرتیر

له ما نه مه پو ښتۍ چې څوک یمه او چا پسې ځم

درڼا څرک معلـــــومومــــه پـــــه رڼـــــا پســــــې ځم

 

پل په پل ستـــــوري داسمان تعقیبــــــوم هره شپه

زه په دې تورو تــــــورو شپو کې پــه سبا پسې ځم

 

ما داغزو دپاسه کــــــړي منـــــــزلــــــونـــــه دي ډیر

چې اوس دګلو دښایـســـــــت پـــه تما شا پسې ځم

 

نیمه خندا یې چې باڼه ستـــــــرګې په ځمکه ګندي

دهغــــــو ښکلو پښتنو ستـــــــرګـــــو حیا پسې ځم

 

چې ماتـــــــه پته راکــــولــــــــی شـــــي دیار دکوڅې

دالیونــــــــې دی زمــــا مــــشر زه یـــــې شا پسې ځم

 

سرتیر له ډلـــــــــې درنــــدانــــو ســـــره ژبـــــه وکــــړه

چې نه په شیـــخ نـــــه پــــه صوفي اونه ملا پسې ځم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدلوهاب سرتیر

یو ستوری وم دمینـــې لــــه مــــداره ووتــــم

په نرخ چې سره جوړ نــــه شــــو له ښاره ووتم

 

تپوس ته ضرورت نـــشته پخپله ښه پوهیږې

بې واره په مخ راغلـــې چــــې لــــه واره ووتــــم

 

یالرې شه له مخې یا دې ځانـــه ســــره وړمــــه

سیــــلاب یــــمــــه دمیــنـــې لـــه مــهاره ووتم

 

پیــرزو دې چـــې پـــر ما دلبو جام کړ نازنينې

نشه شــومــــه دواره لــــــه خــــمــــاره ووتــــــم

 

دروغ ده زه دانــه منم چې مینه اخلي ستـــرګې

سرتیر مینې بیــنـا کړم نـــــن پــــــه لاره ووتــــم

دخیال وزرېبشپړ شعر ولولئ

دخیال وزرې

عبدلوهاب سرتیر

زمـــــا دخیــــــــــال نـــیـــــــــلی وزرې کــــړي

لکه چې الوزي ایـــــلبــــنــــد تــــه ورځــــــي

زما ددنګو غرونـــــو دنګــــــــې کـــوچـــــۍ

ستا دخورو زلفــــو کــمنــــد تـــــه ورځــــي

دنظــــر تـــار کــــړه دبـــــڼـــــو پــه ستنـــــــو

چې مې زخمي زړګې پــیــــوند ته ورځــي

دومره دې بند په بـــنــــد ، په بــنـــد تړلی

لکه اسیر خپلــــه کـــمنـــــد تـــــه ورځــــي

سرتیر ته پته ده چــــې چـــیــــرتــــه اوسې

اوړی ایلبندژمی میونـــد تــــه ورځــــــي

جرمني

۳۱ /۵ / ۲۰۰۰

هوسۍ ډاګبشپړ شعر ولولئ

هوسۍ ډاګ

عبدلوهاب سرتیر

ګل ځوانیمرګ شو ښکلا قتلــــــــه شــــــوله

ژړا بچیان کړي خــــنــــدا قـــتــــله شـــــــوله

پیاله په لاس تــــش خـــــم تــــــه ودریــــــدم

چې مې په لاس کې مینا قــــتــــله شــــــوله

اشنا په دود دیـــــارې پــــوه نــــه دی څـــــــه

که وخت بدل شـــــو وفــــا قــتــــله شـــــــوله

یو وخت دا دښته هوســۍ ډاګ نـــومـــیــده

لیوان چې راغـــلـــل بـــیــــدیـــا قـــتله شوله

نـــــن مــــې چــې جاج لږ دوختونو واخیست

دســـبـــا هـــیـــــله زمــــــا قــــــتـــله شـــــــوله

هرڅــوک لګیا دی ځانــــتـــــه قبـــــــر کنـــــي

معنا یې داده چې ســــــاه قتـــــــــله شــــــــوله

دمنــــطــــــــق ژبــــــــه دټـــــــوپــــک ژبـــــه ده

سرتیره نن چـــې دنیـــــــــا قتلــــــــه شـــــــــوله

المان ۱۹۹۹ / ۳ /۱۵

دوینو بزغليبشپړ شعر ولولئ

دوینو بزغلي

عبدلوهاب سرتیر

دخپــــلو وینو بزغلی په ســـــوي ډاګ کــــــرمـــــــه

دابو خــــور چینه زړګې په ســـوي ډاګ کــــــرمــــــه

 

نوریې کــــه غواړي دباغـــــو او چــــمنـــو لـــپـــــاره

زه لیونې یــمه سپرلی پـــه ســـــوي ډاګ کـــــرمـــــه

 

دسـبــــاوون زریـــنــــې وړانګې له بـــارانــــــه ســـره

ددیــدنو ما زدیـــګری پــــه ســــوي ډاګ کــــرمـــــه

 

ګوندې منځګــړی شي زما او اســـمــانـونو ترمنځ

زه چې دسولې دا نیالګی په ســــوي ډاګ کـــرمــــه

 

سرتیر دوه ستر ګې ځنې اخلي بیا دې ګرځي غریب

هرڅوک چې وایي زه مرګی په سوي ډاګ کــــرمـــه