د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

میرویس میرخیل

د میرویس میرخیل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

چې نسیم د پسرلي وای سره ګلــونـــــــــــــــه

هره خوا وای د بـــــلبلــــــــــو آوازونـــــــــــــــــه

شین آسمان وای همیشه صافه فضــــــــا وای

سرسبزي وای شادابي وای چمنــــــــونـــــــه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

14 خپاره شوي شعرونه

د سمندر په طوپانو کېبشپړ شعر ولولئ

د سمندر په طوپانو کې

میرویس میرخیل

سمندر طوپاني شوی، زما بيړی پکښې روانه
 په وحشي څپو ورخيژم ، پريشانه سرګردانه
 په ګرداب کې يم ښکيل شوی، د ساحل لاره مجهوله
 په بی پايه سمندر کې، لاره ورکه ده له ما نه
 بادبانونه دي مات شوي ، بيړی ړنګه بنګه کيږي
 د موجونو په مستۍ کې ، فنا کيږي له جهانه
 پرې پوهيږم نه رسيږم، تر منزله تر هدفه
 زما بيړی پکښې ډوبيږي،چې روان يم بی پلانه
 ارمانونه پوره نشول ، هوسونه لا نيمګړي
 په مراد به نه رسيږې ، زما هوسه زما ارمانه
 زه يی وينم پرې پوهيږم ، چې د ژوند شيبې وروستۍ شوې
 زما د ژوند څلۍ ورانيږي ، نا ببره نا ګهانه
 د مرګي توره څيره مې ، په نظر کې څرګنديږي
 راته ښکاري چې هجران دی، جلاکيږم له جانانه
 نه پوهيږمه جبران دی ، دا د کومو ګناهونو ؟
 زما د زړه سوي آهونه، نه رسيږي تر آسمانه
 څومره درد څومره عذاب دی، زلکدن په تنهايۍ کې
 په يوازې چې ساه خيژي، په اځل کې (ميرويس) خانه

په میینه کې وعدهبشپړ شعر ولولئ

په میینه کې وعده

میرویس میرخیل

راتــــــــه پښتون راته افغان مه وایه

راته مـــــومـــن او مسلمان  مه وایه

که مې وعــــده خــپــلـه پوره نه کړله

راته  میړه راته پــــټـــان  مــــه  وایــه

لکه فرهاد که  کوهکن که نشومـــه

راته  مجنون د  بــیابان  مه  وایـــــــه

همداسې وږی تــــــږی ښه یم ګرانې

تورې بورا ته سره ګــــــــلان مه وایه

سر مې که بایلولو ســـــــتا پـه مینه

دغـــــه هـدیې ته زما تاوان مه وایه

چې  تر مـــــــنــزله  رسیدلۍ  نه  وي

راته سالار ددې کـــــــاروان مه وایه

دغه هجران مې که وصــــال نکړلو!

 ګرانې بیا ماته میرویس خـان مه وایه

سټوکهلم سویډن

06/01/06     22:30

خونړی زلزلې تهبشپړ شعر ولولئ

خونړی زلزلې ته

میرویس میرخیل

بیا د ځمکې زړه دربیږي ، نـــن یــــې بــــــــــیا زړه په لرزه ده

د ایشیا قاره ورانیږي ، پــــه ایـــــشیا کــــــــې زلــــزلــــــــه ده

بیا کاروان دتورو وریــــځو ، په غضب په غوړمــــبیدا دی

بیا د غم د لښکر بریــــد دی ، بیا یرغل بیا یی حــــــملــــه ده

خدایه خیر کړې چــــې  بیا بــــــــه ، د چا کور پکې ورانــیږي

د مرګي او ژونــــــد جګړه ده ، نن یی بیا مــــقـــابــــــــــلــــه ده

بیا د غم سیلـــــۍ لګیږي ، نغـــــــــــاره د غــــم غــــــږیــــــــږي

داسې ښکاري چــــې  مرګي ته ، لــــــــنډه شوې فاصلــــــه ده

هــــــریخـــــــواته ژړاګـــــانې ، هریــــخـــــواتـــــــه فریــــــادونه

سوي ســـــــوي حــــــوصلي دي ، د هرچا په خـــوله نــــــاله ده

دا د خــدای قهر او غضب دی ، که سزا زموږ د اعـــــــمالو؟

وچ لانـــــــده پکې سوځــــــــیږي ، نازل شوۍ په جـــمـــــله ده

په زرګونو خلک ښخ شول ، پرې انبار شوې تورې خاورې

د هـــــــــر چـــــــــا جونګړه ورانه ، د هر چا مېـــــــنه سپیره ده

هـــــــــره خـــــــــــواه د ویـنو دارې ، هریخواته فـــــــوارې دي

بیا د غم بلا نازله ، خـــــــــــولـــــــه یی بـــــیا په وینو سره ده

د غمو په زانګو زانګي ، غـــــــمځپـــلۍ مــیرویس بیا نن

پــــــــــــــــه زړګـــــــــي یی بیا روانه ، د غمونو قــــافــــــله ده

ستوکهلم سویډن

05/10/11

بی جوهره زيباييبشپړ شعر ولولئ

بی جوهره زيبايي

میرویس میرخیل

زیبایي فقط په حسن او جـــــمـــــــــــال نـــــــــــده

غره والۍ پخپل حسن کــــــمــــــــــــال نـــــــــــده

 

چې ښکلا یی ښاپیری سره یو شـــــــــــــان وي

ترینه تښته چې بی نومـــــــــه بــــــــی نښان وي

 

مخ یی ورک شـــــــــــه چـــې زیبا وي بیوفاوي

یا پـــــــه مـــــــیـــــنه کې د یار چې بی پروا وي

 

سپین رخسار و له ښه خویه سره خوند کړي

په ښه خوی سره به زړونه په دام بـنـــــد کړي

 

د میرویس میرخیل توبه له داسې یـــــار نه

چې توپیر نشي په عقل له حــــــــمــــــــار نه

۲۰۰۴/۱۲/۲۰  ستوکهلم سویډن