افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
په میینه کې وعده
راتــــــــه پښتون راته افغان مه وایه
راته مـــــومـــن او مسلمان مه وایه
که مې وعــــده خــپــلـه پوره نه کړله
راته میړه راته پــــټـــان مــــه وایــه
لکه فرهاد که کوهکن که نشومـــه
راته مجنون د بــیابان مه وایـــــــه
همداسې وږی تــــــږی ښه یم ګرانې
تورې بورا ته سره ګــــــــلان مه وایه
سر مې که بایلولو ســـــــتا پـه مینه
دغـــــه هـدیې ته زما تاوان مه وایه
چې تر مـــــــنــزله رسیدلۍ نه وي
راته سالار ددې کـــــــاروان مه وایه
دغه هجران مې که وصــــال نکړلو!
ګرانې بیا ماته میرویس خـان مه وایه
سټوکهلم سویډن
06/01/06 22:30