د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خيال محمد کټوازی

د خيال محمد کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی  اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .

 له کال ١٣٤٩ لمريز  کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال  ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز  کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .
 خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير  په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان  د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته  د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .
 په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو  په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت  د معين په توګه په کار لګياشو  .
 په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو  ، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .
 ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .
چاپ شوي اثار :
 د رڼا بهير                   شعري ټولګه 
پرېشانه ولولې              شعري ټولګه
د ستورو ورا                 شعري ټولګه  
د مخترم خیال محمد کټوازی څخه یوه نړی مننه کوو چی د (پرېشانه ولولې)په نوم مجموعه یې زموږ ویب پاڼه په اختیار کې یې کېښودله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

25 خپاره شوي شعرونه

زاهد تهبشپړ شعر ولولئ

زاهد ته

خيال محمد کټوازی

شیخه ستــــــا لپاره ښه وو له سجدو سره محراب

فـــیـــصلې بــــه دې کــــولـــــې دوبــــال او دثــواب

پــــه جــنـــت کې دې  دحورو او غلمانو هیله ښه وه

پــه محــــــشر کــــــې دې سودا دګناهو نو دحساب

توبې دې په تســـــبو کې دجمات دګوټ ښکلا وې

ګڼه ږیره په خلــوت کــــې دنــفــلــــونــــو او کتـــــاب

خپل مذهب دې څنګه پریښود دګدۍ دشوق په تمه

په دنیا کـــــــــې دی راولــــــــړل اورونـــــه دعـــــــذاب

کــــــه پـــــه ورځ داخـیرت کې له پو ښتنو سره مخ شې

ددنـــیـــا لـــه هــــوســـونـــو بـــه دی څـــه وایــې ځواب

لیبیا ــــ طرابلس   ۱۹۹۲ 

ځنځيرونهبشپړ شعر ولولئ

ځنځيرونه

خيال محمد کټوازی

ستا چې په لیمو کې خمارونه مستول شي

ماته په ګوګل کې انګا رونه بـــلول شـــــي

مینه خو داوښکو تویول نــــــه دي یــوازې

برخه دمینو په اورونــــــو کـــــــړول شــــــي

موږ ته داسمـــــان دبــــــــارانونو په بدل کې

سر په سر له پاســــــه راکټـــــونه اورول شي

سرمې دی په لاس کې دوطن دمینـې فــــخر

کار ، که دې په لار کې  دسرونو جـارول شي

خیال ته په زندان کې داوبو اجــــــازه نـــشته

ستا په میخانه کې خو جامونه تشول شـــــي

           دڅرخي زندان

بد لونبشپړ شعر ولولئ

بد لون

خيال محمد کټوازی

یــــو جـــام راتـــه جـــانـــا نـــه د جـــنـــون راواړوه

دصــبـر پـه چـوپـتـیـا کـې مـې پاڅـون راواړوه

دعـشــق د سـمــندر دقـسـمـتـو نـو جـالـوانـــــــه

دبـــر خـې پـه تـوپـان کې مې بـــد لون راواړوه

دهجر د تور تم دسپېده چاودپه سرانجام کـې

ســـپــیــن مـخ لـکـه دلـمـر دســبــاوون راواړوه

دبـنـګو پـیـمـا نـه راکړه دستر ګـو  لـه خـمـاره

یو،اور مــې په ګـوګل کې دلـړ مـون راواړوه

زمـا دســــــوې زړه دفـریــادونــوســر طـبــیــبــه

درمــل مــــې درنـځـو نــودبــېــلــتــون راواړوه

چې لاره ترمنـزله یـې پـه لـروبـر کـې یـوه شـي

دې ور کـو پـښـتـنـو تـه پـیـو سـتــون راواړوه

دژوند کرلی بـــڼ دی په سېلیو کې بـهــاره

د«خیال»دهیلو ګل پکی زرغون راواړوه

بغاوتبشپړ شعر ولولئ

بغاوت

خيال محمد کټوازی

بې غوټیو پسرلی شـــو دګلـــونــــو بــــهـــار چــــیــــرې

له سیلیو تپوس وکـــړه دبلــبـــــلو چــــغــــار چــــیــــرې

نور دسر  دبا ج تــړون ورســـــره نـــــه مــــنـــو اجـــــلــــه

موږ لښکر دبغاوت یودا ،اوو ســــری ښــا مار چیرې

بندیوان دجیل ته وایه چــې دمینـــي لــــیـــــونـــــیـــــو

خپل سرونــــه درتـــــه راوړل راتــه وښیه دار چــیـــــرې

دخلوت له تروږمـــــۍ نــــه درڼـــــا پــــــه تـــــمـــــه وزو

دهجران پـــه تــــورو شپـــو کې دســرتورو کرار چیرې

بې جلبه کاروانــونــــه لــــټـــــوي ورک ربـــــاتـــــونــــــه

خپل جرس او څاروان غواړي داړیکو مـــهار چـــیــــرې

خیاله سر وریت شوی ښه دی نه ټیټ شوی دبل پښو ته

چې لمبه لکه پتنګ شــــي دســـــکروټو انګار چـیـــرې

                     دڅرخي زندان    ۱۳۶۴

بتبشپړ شعر ولولئ

بت

خيال محمد کټوازی

یــــوګــــل  دپســــرلــــي وم ژیـــــړه پــاڼـه شوم دمنې

پــــه لاس کـــــې مــې کیکاږي ژوبلوي مې حرمونې

میچنې په ماګـرزوي عطـــــرونــــه رانــــه بـــاســــي

په څڼو کې مې نه ټومبي ددغـه کلــــي نــــجــــونــــې

یـــو بـــت دزمـــانــــې ومــــه انځور دغره په زړه کـې

باروتو رانه ورانې افسانې کــــړلــــې لـــرغــــونــــې

زمــــوږ دزاهــــدانـــو دیـــهـــودو غــونـدې خوی ده

دژمي په یخنۍ کې ړنــــګوي دخـــلکــــو خــــونــــې

کــــړ کیــــچ دګڼــــو ږیـــرو مـــهـــاجـــر کــړو له وطنه

دبخت پاڼه که واوښتـــله بیــــرته یــــو ورتــــلونــــې

دعصـــر لــــه کــــاروانه « خیـــاله » ځکه شولو پاته

دجهل خپکیو ټینــګ نیــــولي یـــو تـــر ستـــونــــې

روتردام ۲۰۰۱