د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل منشا ودیر

د ګل منشا ودیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

ا شــــنـــــا چـــــي کــــــډه بـــــاروو په کومه لاره به ځو

د خـــــړ خـــیــــبـــــر پـــــه سر که خیژو سمدواره به ځو

دلـــتــــه هــــغـــــه ټــــپـــــه پــښــتون له سره نه تیروي

مـــــونــــږ تـــــري ټــــپــو ګلونه ځو تر قندهاره به ځو

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 نه ټوپک ورک شو نه یې چرته کارخانه ورکه شوه 

بل یې را لیږي خو زموږ پری خیلخانه ورکه شوه
 
لکه دسپو مو جنګوی خپلو منځو کې مدام 
ناپوهه قام نه مې د سولی ترانه ورکه شوه
 
مرغانو ځئ پر مخ مو ښه شه چرته بلې خواته 
دلته په دې مالت کې ستاسې اشیانه ورکه شوه
 
سر مو دیو چا امانت مال مودبل زورور 
نه زنځیرونه شرنګوو نه جیلخانه ورکه شوه
 
د خدای په کورکې پنځه وخته عبادت کوو خو 
وایې کافر یې له یار بله بهانه ورکه شوه
 
یو یې راغواړي بل یې باسي دا بیا بل راغواړي
دې پردي ټیل کې مو له خپلو یارانه ورکه شوه

څه به یې تول کړمه ودیره دتللو نه دي 
ورک یې واحد قیاسي هم پیمانه ورکه شوه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 ستا د قامت ستا دښکلا په نیغه لاره روان 

روان روان یم له بارخو ستا تر رخساره روان

راځي راځي وخت به راځي بیا به یې وګوري خو 
چې میکدی ته دا شیخان به وي بي شماره روان
 
زما د ښار ښایست یې ولوټه تر خپلې وسي
اوس یې تر شا شل لنکروزره دې بیخاره روان
 
خلک په ویښه وې روان ځیڼی په خوب کې ګرځي 
زه هم جانانه کله کله تر مداره روان
 
ستا به په یادوي خامخا نوی پیغلوټي وې ته 
تابه سابه کړل زه به هم درته باره روان
 
د چا دسترګو یو انځور به وروستم ودیره 
د ورخی شل ځلې به زه وم تر چناره روان 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 مابه شلولی و ګریوان په ټوله لار راسره 

مور به زر کړه برابر ستني ته تار راسره
 
ما به یې سل ناز ونخري  په ځان هم بیا منلي 
خیر که ټګي برګي به هم کوله یار راسره
 
په څو څو واره یې له دې سوړي چیچلی یمه 
په څو څو واره بیا یاري کړي ده مار راسره
 
وایه په څه دې غزل ولیکم نیازبینه یاره 
څو غزلتوري مې راوړي دي په شمار راسره
 
بیګاه مې خوب لیده ودیره یم امیر د کابل 
زما قبوله خو که دا اومني ښار راسره 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 ته داوربچي یې که دی دا د اور بچی 

وه دې سو ظالمي په لمبو راته زړګی

نن ټپه ټپه یمه نن غزل غزل 
نن مې اوریدلی د سیتار سره منګی
 
نه په کې چرسي شته نه بنګی نه شرابي ولې 
کلي کې هم پاتي نه شو یو د کار سړی

چا ګلاب ساتلی وو چا ساتلی شعر نخه 
ما نخه ساتلی وو دا ستا دلاس بنګړی

نه دې مخ لمبه وکړه نه دط شونډو اور 
نه سوځم ودیره دا غزل دې داسي دی 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 د اسویلو اواز مې نه رسي تر یاره پوری

دشنو بنګړو په شور مې ویښ ساتي سهاره پوری

شونډی به سري سترګي به توري جوړه سره واغونده
که راپسي چرته راتلې سبا تر داره پوری

اوس خو مې مې ښکل کړه د راتلو مې دعاګاني کوه 
ځانمرګي ډیر دي ځوانیمرګي ځم تر ښاره پوری

نور دې په هرڅه کې حساب کړمه خو دا بیا ولې؟
چې د مچکو وار مې راشي نه ځی واره پوری
 
دمحبت په نوم مې سر او مال یو دوو ته ایښي
اوس نو راځه لاس دې هم خلاس وي ستا تر پلاره پوری
 
ستا د ښایست له ځمکي دومره پورته شوی نه یم 
ستوري مې یو یو لاندې کړي تر مداره پوری
 
هسي نه جام دې د ساقي کړي راچپه ودیره 
دا تلوسه دې لږ قابو ساته خماره پوری 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 تاته دې یاد وې وخته زه او جانان دواړه سره 

دومره یولري لکه ځمکه اسمان دواړه سره
 
بدرنګ وختونو په بدرنګ سنګر کې مخ کړو سره 
په وینو سور مو کړ دا غر ، بیابان دواړه سره
 
تابه لیده تا به لیدلي وي څه ړوند خو نه وې  
چرته چې مینه قتلیده او ارمان دواړه سره
 
په هغه شپه  به تر سهار ریږدیدم له ډاره 
په کومه شپه چې وو ګلۍ او باران دواړه سره
 
دلته خو دود دی ړندوي او ماتوي هنداري 
دلته هم دود وي ګونګ زمان او مکان دواړه سره
 
څپو اخیستی دې ودیر او جانان ګډ لاهو دي 
د نوح کیشتۍ ته انتظار او حیران دواړه سره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 کله د روس او امریکا کله پرنګ لپاره 

میندو مو څومره ځامن لوی کړل د دې جنګ لپاره
 
پته همدومره د دې خاوری چاته نه کیده چې 
دلته دې غرو هم ملا تړلي ده د ننګ لپاره
 
داسي خالي خوله ښایست او له سندرو نه وي 
ایښی سیتار منګی حجرو که وو د ترنګ لپاره
 
دلته یو څوک دی خوښوي د وینو سره رنګونه 
دلته یو څوک دی چې ګلاب غواړي د رنګ لپاره
 
په دې کوڅو کې کور په کور خاوری په سر روان و
چا د دیدن خیرات هم رانه وړ ملنګ لپاره
 
دا بنګړیواله ځوانیمرګه هره ورځ راځي خو 
تا تری یوه مټه هم وانه خیسته شرنګ لپاره
 
چې مو له ګوتو قلم تروړي او ټوپک راکوي 
دې سمندر ته یې ګوزار کړم کوم نهنګ لپاره
 
تا خو نو خپله اوسه وکړه او کوي یې جنګه 
موږ به تر څو پوری روان یو تا بدرنګ لپاره

دا ډز وډوز ودیره موږ ته په میراث پاتي خو 
د زندګۍ په نوم بل جام هم شته د کړنګ لپاره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 د چا د رڼو اوښکو یو اثر پری انځور شوی

د پاڼي ته خو وګوره چې لمر پری انځور شوی

په دغه تاتره هم د تیارو پاچا حاکم و 
اوس نشته دې اوس وران دې خو سنګر پری انځور شوی

چې څومره ښایستوکي یې پرون له کلی یوړل 
د دغه ښار جلاد سړی یو سر پری انځور شوی

دا څوک ده چې د چا لپاره چاته لمن نیسي 
دا ستا نیمژوانده مور ده لر و بر پری انځور شوی
 
دې غشو د تیارو سینه همدومره ده څیرلې 
شپه تیره ده سهر دی چې سهر پری انځور شوی
 
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

وجود مې ما سره روان دی دومره خپل یو سره 
روح مې په ما او چا تاوان دی دومره خپل یو سره

لکه دسوري را پسي او کله زه ور پسي 
د ا سورلمر  او بیابان دی دومره خپل یو سره
 
زه په قدم قدم کې ویني د زړګي ورکوم 
دا هم په دې را سره وران دی دومره خپل یو سره
 
ما به غزل ورته لیکه د زمزمه  کوله
ټپه ټپه دی یا کربان دی دومره خپل یو سره
 
چې پری پنځه وخته  نامه د پاک سبحان یادوي 
ولی یې وژني مسلمان دی دومره خپل یو سره
 
مور که د شرق وي که د غرب خو پام چې بوره یې نه کړي 
هغه هم ستا په شان انسان دی دومره خپل یو سره
 
دا محبت او مینه دواړه خور او ورور ودیره 
پالو یې ګټه که تاوان دی دومره خپل یو سره
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ګل منشا ودیر

 نه پوروړی یمه ستا نه ته زما په جنګ کې 

سرونه دواړو دي بایللي نن سبا په جنګ کې
 
نه مو سره زرکړه دغه خاوره نه ازاده شوله 
څومره مو توی کړې خپلې ویني د بل چا په جنګ کې
 
پرون که روس یمه وژلی او وران کړی یمه 
نن مې هم وژني ورانوي مې امریکا په جنګ کې
 
نخه مو دومره پخه کړی یو پر بل باندی ده 
چې ماشه کش کړو مجال نشته شي خطا په جنګ کې
 
ستوري راکوز نه شول سپوږمۍ ته ور ونه رسیدو
د ځمکی تل ته مو را کاږي تل بلا په جنګ کې
 
په رسنیو کې بس دا خبره ډیره اورم 
شل په کې مړ دي سل ټبیان دي بې ګناه په جنګ کې