د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علي ګل پيوند

د علي ګل پيوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

په ( کلیمه ) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي

مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه

علی ګل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتی په ویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلی

 کی زیږیدلی دې. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي او نورې زده کړي ی

ې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې دي.

په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له  پوهنځې نه د لیسانس  دیپلوم تر لاسه کړي دي. په ۱۳۵۶  کال کی یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمي کي د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړي.

پیوند، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد، دانیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسوول مدیر او د  اطلاعاتو او کلتور د وزارت د معین په توګه دندې سر ته رسولې دي.

پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره ګوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو.له جیل نه تر راوتو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توګه و ګمارل شو او اوس په جرمنې کې د پردیسي ژوند تیروي. (( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال  په باي کې چاپ خو له خبریدو د مخه د (( تورجلات)) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه. (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو همدا مجموعې دې چي په ۱۳۶۸ هـ،ل کال په کابل کی چاپ او خپری شوې وي  اودایې دویم چاپ دي. پیوند نوري  د شعرونو مجموعې هم لري چی چاپ ته تیارې دي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

39 خپاره شوي شعرونه

د نوح بیړۍبشپړ شعر ولولئ

د نوح بیړۍ

علي ګل پيوند

د ښوون څانګه په خوله کې

ستړې وړي سا نیولې

پړ کوي د خیال وزرې

کړي له ورا اشارتونه

 

کښتې غاړې ته ستنه کړې

زیری زیری تو پان تم شه

زیری ریزی توپان تم شه

شپه رسوا شوه

سبا خیژي

تیاره ما ته

غم په غم شه

کښتې غاړې ته ستنه کړې

زیری زیری توپان تم شه

وړاندې پورې و چه ښکاري

څپې ماتې

ډوب ما تم شه

کښتې غاړي ته ستنه کړي

 

زیری زیری توپان تم شه

زیری زیری توپان تم شه

پیلبشپړ شعر ولولئ

پیل

علي ګل پيوند

( ( چاجي آس سره له سپوره

په ژور سیند کې لاهو کړ

زما وس زما نغمه دی

زه به تل دده لویي کړم

تل به یې کاندمه ستاینې

چې وماته آزادي شه ))   ( ۱)  .

( ۱ )    تورات

څلوریځهبشپړ شعر ولولئ

څلوریځه

علي ګل پيوند

نیشه وم خو مهـــربـــــانــــــه لـــــکــــــه وریـــــځــــــه

په خبـــرو کـــې مــــــې ګـــــــډه دژونــــــــد ســـــــاوه

 

ښه چې ستا له لاسه واوښت ســــاقــــــي جــــــانـــــه

ګنــه ټــــــوله مــــــلا مــــــتــــــه دی پـــــــه مــــــــا وه

۱۲  /  ۱۲ /  ۱۳۵۸

څلوریځهبشپړ شعر ولولئ

څلوریځه

علي ګل پيوند

شاړ کوهي ته به داوښکــــو کاروان  ( چو ) شي *؟

څوک به کاڼي زما په سر ولــــــــــي کـــــــــه نــــــــه ؟

 

کوم نـــــخـــــاس کې به مې پلـوري  لــــرې لـــــــــرې

زلیخا تـــــه بــــه مـــــــــې ورولـــــــــي کــــــــه نــــــه؟

۱۳۵۹

---------------------------------------------------

*  دیوسف ع کیسې ته اشاره ده .

څلوریځهبشپړ شعر ولولئ

څلوریځه

علي ګل پيوند

ستا زولۍ به هم دتړمو اوښـــــــکو ډنــــــد کــــــړي

که دی پرانیستــــې سینــــــې زمـــــــا دشــــــــعـــــــر

 

دازخمـــــي تـــــوري بــــــه وسپـــــــــړي ګلـــــــونــــــه

پـــــه څپـــــــو څپــــــو ګیلــــــې زمــــــا دشـــــــعـــــــر

 

۱۴  /  ۱۱ /  ۱۳۶۳

له سلا میسه( ۱ )بشپړ شعر ولولئ

له سلا میسه( ۱ )

علي ګل پيوند

مسا پره!

په همدې ترې دې لاره

سم د لمر په څیر ه رسي

د حجرو، دیرو وطن ته

 

دا زموږ سلام به هم وړې

دا څو مړاوي سره ګلونه.

۱۳ ۶۲/ ۲/ ۲

۱ .سیلامیس . یو پخوانې ټاټویې دې چې د انجن په سیند ګې کې د اروپایې تر کیې غاړې ته نژدې پورت دي . دفارس او یونان په جګړو کې ( مخکې له میلاده) دا ټاپو یوه ډیره نا متو کیسه لرې چې هغه داده. لنډیز. سل کسو یونانیانو دا ټاپو چې ستره لارپې تیریده ساته یو بل پسې ووژل شول، حودښمن  ته تسلیم نه شول. وروستی کس په یوه  ډبره داسی ولیکل :   ((مساپره! د يونان خلکو ته زمونږ سلام ورسوه او رته ووایه چی مونږ تر وروستی سړی پوری د وطن لپاره وجنګیدو  خو دښمن ته ورنغلو. د وطن  کمینه سل بچیان.

صلصال او شامامهبشپړ شعر ولولئ

صلصال او شامامه

علي ګل پيوند

دلته ژوند و  ودانۍ وې

جو ماتو نه وو حجرې وې

دلته ان له چین ما چینه

میلما نه راته دیرې وې

صلصال وې زما په مخ کې

زه و لاړوم

چې د پوری کلا ( ۲) سر ته

د کسات اورونه بل شو.

 

موږه پټه خوله ولاړ وو

شاما مه وه راهبان وو

د پاکې د خدای په مینه

سا ده زړونه تپیدله.

 

یو تتکې شان ما زیګرو

سپینه وریځه را ښکاره شوه

آ سمان و چیچل  غاښونه

یوه زاړه ترویت ( ۳ ) ا ټکل کړ

دلې سرو سترګوکې ا وښکې

دواده په شپه ویرونه.

 

درڼه ایمان په سیند کې

تنکو لارو د سرو وینو

وړه د هیلو ابا سین ته

د باور مړاوي ګلونه

شپې تور کومې هله پرانیت

سور شفق شولو ما تم ته

خدای د سولې لاس پښې و

د افغان د کاله غم ته.

۱ -صلصال او شامامه د بامیانو د بتانو اولسي نومونه دي. خلک وایې ستریې (( نر )) ۵۷ متره او صلصا ل یې نوم دې او وړوکې یې ۳۷ متره چې شامامه یې نوم دې. رښتیا داسې نه ده دواړه د بودابتان دې او نر، ښځه نه لرې دوې د غلغلې د ښارد سوزیدو شاهدان دې.

۲ منظور دغلغلې ښار دي.

۳ ترویت په اصل کې تورات او توراتیان چې اولسې ګړدود کې ترویتیان شوې دي. په منځنې ختیځ کې د تورات ( د موسی ع کتاب ) پوهانو به د پیښو اټکل کاوه. د سارې په توګه د یوسف ع په کیسه کې د یوی قحطې ا ټکل چې د مصر د پاچا عزیز خوب لیدلې واو یو سف ع هغه تعبیر کړ.

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

علي ګل پيوند

داسړې کر ښې سیـــــــزمــــــــــه دابــــــــې مینــــــــې

چې نه ستا زړه تودوي او نــــــــه زمـــــــــا وینــــــــې

 

درټلي ‌هن تـــــــاو کـــــــــې یــــــې راتـــــــاو کـــــــــړم

شي دشنه اسمان  په غـــاړه سپینـــــــې سپینـــــــــې

 

ماویل تندر به دزړه په تل کـــــې پـــــــــریــــــــــوزي

خوستا ستر ګو کې خبـــــــــرې مینــــــــې مینــــــــې

 

ماوې دابه دترخــو شپــــــــو تـــــــــرانـــــــې شــــــــي

زما شعر کــــــې بــــــه ځـــــــي دزړګــــــــي وینــــــــې

 

اور دې پورې شي په داســـــې ســــــاړه شـــــــعـــــــر

چې پې لوند نه شي ګریـــوان دچــــــا دمیـــــــنــــــې

۲۱  /  ۹  /   ۱۳۶۵

خواږه دوست او شاعرلطیف بهاند ته !

څلوریځهبشپړ شعر ولولئ

څلوریځه

علي ګل پيوند

زمـــا مـــــــړي تــــــه کفـــــــــن درســـــــره ورکــــــړې

ټپســـــــان راتـــــــه پـــــــرې نـــــــږدې پــــــه ټـــــټـــــر

 

دوطن دمـور لمنـــــه کـــــــې مــــــــې کـــــــیـــــــږدې

دکابل خاوره مـــــــې وشینــــــــدې پـــــــــه ســـــــــــر

۱۲  /  ۱  / ۱۳۵۹

تاریخبشپړ شعر ولولئ

تاریخ

علي ګل پيوند

په پخوا پخوا پیړیو

په درنو زمانو لرې

دی لمنو دې منځو کې

دلته میشت وو اولسونه

لوې رمې به یې پوولې

څړ ځایونه اورشو ګانې

څه درنې درنې کلاوې

څه پاخه پاخه برجونه

 

دبختې ( ۱ ) لوړه کلاوه

د پاک زړو خلکو کور وو

ګیبې ستر ستر پرتوګونه

تاو راتاو د پګړو ولونه

دلته لویه لار له چینه

تلله شام او هندوستان ته

تګ راتګ له لر او بره

پې روان و بهیرونه

تل په سرو اورونوروڼې

د نما نځنې ځاې او رغالې

مسا پر پکې دمه شول

تپیده به پکې زړونه

 

چا خبرې پکې بولې

چا به کړې پکي سندرې

چا به زړونه اورته ایښو

چا به کړه پکې نکلونه

پوهه خلک کوډ ګران به

تیریده پدغه لارو

یادول یې په ملکونو

د شاعر اولس کارونه