د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پير محمد کاروان

د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:

۱- له ماښامه تر ماښامه  - د شعرونو لومړۍ  ټولګه

۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه 

۳- چنار خبرې کوي  -  د شعرونو دوهمه ټولګه

۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو  درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)

۵- غره  ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه 

۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

110 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان


 


ګــــیډۍ څڼـــــې مــــو ډول او یا
قـــربان ته واچــــوئ
وریښمینـــې لـــونګۍ ګرد سره میدان
ته واچــــوئ

ترخــــــې خبرې پریږدئ کــــړي
خـــوږې خبرې خـوند
شکـــر دشنو طـــوطیـــــــــــانو
شکردان ته واچـــــوئ

که ګـل نه شته ، امېل نه شته ، لاسونه
خومــو شته
په مینــه کــــې یــــې غــــاړې
دچــانـــان تـه واچــــــوئ

ښـــېــــــــرا راتـــه دعــــــا
شــــوه دیوه ښــکـلـي کلیوال
دښــار ښکلیـــــو وې ډال دغـره
کـــــاروان ته واچوئ
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان




درې واړه پر مــــا ګران دي اول یار
زما دکلي
چنــــار زمـــــا دکلــــي او
کـــوکنار زمـا دکلي

پر سریـې لـــري تُورې دهُمـــا دوزر
سیـــوری
ټکــــــری زمـــا دکلــي او دستار
زمـــا دکلي

حجرې مو لـه جرګــو له مرکونه تشې مه
شه
ګــودر ته جونې درومي ےپه کتار زما
دکلي

په ډول په کډا ګانو مرور یاران پخلا
کړئ
ربــــــــاب زمـــــا د کــــلي او
ستار زما دکلي

هاپورې دغره سرته زنځیر خپور ګلونه
خیژي
شاید چــــــې په ولجه به شي بهار
زمـا دکلي

شپونکی زما دکلي بویه کشر اسرافیل دی

دنیا ته به مـــحشر ځي وار په وار زما
دکلي
 
دریاب کې دسندرو به څپې څپې څپې شي

ټپـــې ټپــــې ټپـــــې په یــکــه
زار زمـــا دکلي

ترې ستوری په نیزه کې دغزل کاروان
راوړه
سپوږمـــۍ به خا مـخا درښیي لار زما
دکلي

ليلو ته ليکبشپړ شعر ولولئ

ليلو ته ليک

پير محمد کاروان



له غرونواخوا له سيندونواخوا
يه دڅپې غوندې اوترې ليلو
دليوني زړګي سلام درليږم
نارې مې واوره مساپرې ليلو
***
يوداچې ښکلې جامې مه اغونده
بل په وربل کې دې ګلونه مه ږده
دانظروږي ګوربتان خو وينې
لکه دزرکې قدمونه مه ږده
***
له سپين رخسارنه دې غباردسفر
دسپين ټيکري په پيڅکه مه پاکوه
لکه ږلۍ به وري سترګې پرتا
پراننګوګلونه مه وروه
***
لکه په ګردکې دباروتوپټه
دخپل وطن دسپوږمۍ رنګ واخله
سردې پردي پاچاته ټيت مه شه
دعادکلي له ملنګ واخله
***
ليلوپه خپل ښايست کې پټه ښه يې
څودسپېروسترګودرپام نه شي
خدای مه کړه وران دې دخپل سردپاسه
پرتادخپلې ښکلابام نه شي
***
ليلوزمالاس به درونه رسي
چې درته غردسپېلنولوګی کړم
چې ستاله ښکلي مخ يې وتمبوم
چې نظرونه دسپېرولوګی کړم
***
زمالاسونه په زنځيرتړلي
خوبياهم تاته له دعانه ډک دي
د هرورغوي مې خطونه ريږدي
زمادخپل زړه له درزانه ډک دي
***
ته چې غبارله ايينوپاکوې
دخريدارپه نظرځان ته ګورې
فکردې وي چې داغ په زړه وانخلې
ډک دغاټولوبيابان ته ګورې
***
داخپل ژوندون به درته وران ښکاريږي
خوته يوباغ يې په دې وران کلي کې
دمرورو پسرلو په شانې
په دې رنځورغوندې خزان کلي کې
***
مادرته نه وې چې بيماره به شې
پردی وطن دی په سينګارڅه کوې
خپله ښکلاپه زړه کې پټه ساته
دشنوبنګړوپه شرنګهارڅه کوې
***
په دسمال وتړه بنګړي دمړوند
په کې بندي کړه ليوني راګونه
نه چې دچاغوږونه څک شي درته
زړه کې لمبه کړه سپېلني راګونه
***
سترګوته نيم سلايي مه ورکوه
پام په لجرومې چې غرض ونه کړې
کړۍکړۍ څڼې پرېشانې ساته
په دغې لومې چې غرض ونه کړې
***
د لااله الالله په ذکر
پاکه ستره اومقدسه ګرځه
بس په صدف کې مرغلره به يې
لرې له خاره او له خسه ګرځه
***
دغه يوڅوشپې دي بس تېرې به شي
په خپل وطن کې به رڼاخوره شي
لکه دزاڼې به پرواز راوکړې
ستادراتللوبه غوغا خوره شي
***
وي به ورغوي ستا،هندارې دجم
ډک درازونوکټوري به راوړې
درته به خاندي يتيمان زخمونه
خوږه دمينې ټکوري به راوړې
***
په خپل وطن کې به سرشاره ګرځې
زمادتوروغرونوسپينې بازې
زمادزړه پرچګس کېږده پنجې
زمادخپل وطن دمينې بازې






١٣٨٥-٢-١٦کابل خيرخانه مېنه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان

 







ته ماڅه کوې جانانه زه به څه يم
زه نه ګل يمه نه سره زرنه اوبه يم

خپلوسترګوته بادونوبېرته راوړم
ګله ستادقدم خاوره وم اوس نه يم

دچامينه مې په زړه کې سورغمی شو
بس يوتورکاڼی دهاغه پورې غره يم

ښوروه مې مه تنکی لاس به دې خوږشي
لږمې پرېږده په اغزيوکې ويده يم

تادې خدای لري نرګس پښه په اوبوکې
زه که سره اورکې ولاړيمه هم ښه يم

جنازه مې په اوږوداوښکويوسه
که په سترګوکې درمات لکه باڼه يم

داګناه مې ده چې ته مې زمزمه وې
پرمرۍ مې ږده چاړه حلال مارغه يم

دپلوشمال دې راغی په ګډاشوم
بس دخپل قبرپرسرولاړواښه يم

ښه ده ښه چې تری تم شومه له تانه
ستاکاروان اوس دسندرو دکاله يم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان

 







په ژوندکې مستانه غوندې يوکارکول په کاردي
مين شه په يوه ښکلي دګل وارکول په کاردي
 
لذت دشهادت دازادۍ له موسکاواخله
يوه شېبه ديدن په سرد دار کول په کاردي

چې لمروي حق حيران ديتيمانوتبسم ته
دداسې سباوون خوانتظارکول په کاردي

وختونه خوبولي ،داغ دمينې يې تازه کړه
بلاله اذانونه دسهارکول په کاردي

دتورکفرقاتلې دي ستاتورې تورې سترګې
ايمان به ورته وايمه اقرار کول په کار دي


کاروانه

چې له چيغو دې شپه ريږدي لکه پاڼه
دا ستا ليونۍ مينې ته ازارکول په کار دي
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان

 





کټ کټ خاندې ارمان چیرته درنه ورک دی
لیونیه ګریوان چیرته درنه ورک دی

زمزمه نیمه راواخلې بیا یې پریږدې
د سندرو دیوان چیرته درنه ورک دی

نن موسکی لکه ایمان یې در وری شم
راته ګرانه ګومان چیرته درنه ورک دی

دا چې وچ ګلونه ګورې ورته خاندې
د سرو اوښکو باران چیرته درنه ورک دی

پر تا راغلم ،راته ګورې او غږ نه کړې
هغه جار او قربان چیرته درنه ورک دی

دا څیرو ته چې ځیر ګورې او بیا تښتې
ځان دې چیرته ، جانان چیرته درنه ورک دی

په اغزیو کښې د ګل غوندې روانه
لږ راتم شه کاروان چیرته درنه ورک دی

مورېبشپړ شعر ولولئ

مورې

پير محمد کاروان







مورې مورې تږی يم په لپه
کې اوبه راکړه
زړه دې رانه وړی دی بې زړه يمه لږ زړه
راکړه

بيا درته ماشوم شومه نکريزې مې په لاس
کېږده
خوله زما ترخه ده هله يو موټی خواږه راکړه

ما د ژوند په لوبه کې ګرېوان تر لمن
وشلاوه
تار په ستن کې واچوه تڼۍ د ګرېوانه راکړه

غره ته يم راغلی چې د غم په لوی زړه وژاړم
ډنډ مې د زړه ډب دی د رڼو اوښکو وياله
راکړه

سرته مې زنګون کېږده ويښتو کې مې وهه ګوتې
خوب نه راځي، خوب راوله، خوب کې الوته
راکړه
 

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه دروممبشپړ شعر ولولئ

اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم

پير محمد کاروان






اوس به زه د شپې پر خطرناکو لارو نه درومم
اوس به زه د ورځې په کاواکو لارو نه درومم

اوس خو مورې ستا د دوعاګانو زغرې نه لرم
اوس خو زه شکست يم د بري سندرې نه لرم

اوس هغه ستا زړه جوړونکې مسکا نه وينم
ړنګ يمه زه ړنګ يمه په سترګو چې تا نه
وينم

ته لاړې او غم دې په خدای ډېره بربادي
وکړه
ته راشه په زړه کې مې له سره آبادي وکړه

تورې توتکۍ راشي خو ستا خبرې نه راوړي
ژاړي راته سپينې د خندا خبرې نه راوړي

چا ويل چې زړه مې په پنجو کې د عقاب کېږده
اوس نو تو رپټکي کې مې د صبر سور ګلاب
کېږده

ته خو په ارام يې خو زه ډېر ډېر نا ارامه
يم
وامې خله پرېوتی لکه تور ببری له بامه يم

صبر د پاک ربه راته وغواړه چې ژوند وکړم
بيا د خپل زړګي د مات کودي سره پيوند وکړم

ګوندې وي چې تا هم په وګمو کې راژوندی
کړمه
يا لکه بلبل دې په نغمو کې راژوندی کړمه

صبر کوه ستا د قبر درګې به رالويې شي
زه به يې قلم کړمه نغمې به ترې راتويې شي

بيا به زه ماشوم شم په زانګو کې به جوټې
وهم
ستا د الله هو په ازانګو کې به جوټې وهم

ته به راته ټولې د رڼا خبرې بيا وکړې
زما په يتيم سر به لکه سيوری د هما وکړې

ستا د دوعاګانو پر زنګون به مې سر ايښی وي
تېغ به مې د صبر د بېلتون پر ځيګر ايښی وي

زه به ستا د خيال او د رويا تر څنګه ناست
يمه
داسې به خوشال يم لکه ستا تر څنګه ناست
يمه

بيا به زه له سره له ژوندون سره ځواني
وکړم
بيا به د ګلابو د نرګسو باغواني وکړم
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان






د زړګي پر تخت مې کښېنه ښکليه راشه
زه سلام درته کوم ته مې بادشاه شه

د بڼو اغزو مې پرخه درته راوړه
خادمانو ته دې ګويه په خندا شه

په پردو چړو مې زړه ټوټی ټوټی دی
مينې راشه پر زخمونو يې دوا شه

د سبا باده غوټۍ په زړه زخمي ده
پټ په غوږ کې ورته ووايه چې راشه

خدايه کبر کړې زوال د يزيديانو
وينه وچه په دوهمه کربلا شه

د يتيم ژړا خو عرشه پورې لاړه
د وطن مورې لاس جګ کړه په دوعا شه

مجنونان به تر څو ګرځي سرګردانه
آزادۍ له خندا شنه شه شاليلا شه

د سپرلو قاصده وشينده ګلونه
د فردوس منظرې جوړه په صحرا شه

د وطن چمن مې لو لپه لمبه شو
خدايه ورکه د باروتو اژدها شه

اوږدې شپې مې په ژوندون باندې خوريږي
د سبا ګرېوان کې لمره په ځلا شه

ارمانونه مې په خاورو کې پراته دي
په مزار يې ياره راشه مسيحا شه

يه په زړه ظالمه عشقه خبر نه يې
مهجور عشق وو زاره چاودی شو پخلا شه

په وطن چې د وحدت نارې خورې شي
دا بلا د ځان ځانۍ تالا والا شه

چې ښکلا ته دې جهان ګوته په خوله شي
بيا سينګار وکړه او ناوې د ايشيا شه

بيا کاروان مې که د ژوند په مرګي لوټ شي
خير دی يو ځل خو په ژوند ياره زما شه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان






نه چې څاروان يې راته وخوري پر کاروان
ويرېږم
خدايه ايمان مې سلامت کړې پر ايمان ويرېږم

غره راته وې د راز په ژبه چې سور اور به
واخلم
نن چې مننوکی د شيطان شو له انسان ويرېږم

نه چې د شاتو د مچۍ په شان ترې توري ولاړ
شي
قربان قربان يې شم په خدای ۚ چې په قران
ويرېږم

دا جادوګر ماران په ذهن کې هم ځالې کوي
هم له لستوڼي خطر شته هم له ګرېوان ويرېږم

د ماديت ونو شين باغ د ژوندانه نيولی
په زغرده وايم د ډبرو له باران ويرېږم

په مخ کې پروت راته زخمي راته رنځور د
مودو
د طبيب سترګې زهرجنې له درمان ويرېږم

پردي لاسونه راته ډګ له ګړنګونو ښکاري
خبره داده چې پر خپل افغانستان ويرېږم