د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پير محمد کاروان

د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:

۱- له ماښامه تر ماښامه  - د شعرونو لومړۍ  ټولګه

۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه 

۳- چنار خبرې کوي  -  د شعرونو دوهمه ټولګه

۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو  درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)

۵- غره  ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه 

۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

110 خپاره شوي شعرونه

غزل:نری تاربشپړ شعر ولولئ

غزل:نری تار

پير محمد کاروان

نری تار به دې کړم زه، ځان بــــــه دې ستن کړ
دوصال ښــــکلی د سمــــــــال به دې چکن کړ

مـــابـــــه تـــا پــــسې ژړل چې ته به راغـــلې
تــــــابـــه وچ راتـــه هــر څــاڅـــکی په لمن کړ

دپـــاچـــا بــــه ورســـــره رخــــه پـــــــیدا شوه
دا غـریـــب سړی به تـــا دومــره شتـــــمن کړ

ستا پایزېب بـــه مـــــې اســتاد د موسیقۍ و
زمـــا زړه بــــه دې تــن،تـــن،تـــنانــــا،تـــن کړ

هغه وخت دې اوس د ستوري تاخ کې ایښی
چې بــــه مـــا پـــکې لــه تــا ســـره دیدن کړ
غزل:په ماښامبشپړ شعر ولولئ

غزل:په ماښام

پير محمد کاروان

په ماښام بلې ډیوې د میخانـې دي
دتــوبـــو د مــاتېـــدلــــو بهـــانې دي

دچا سترګوتـــه یـــم غـــلی درېدلی
راته ناستې پکې تللې زمـــانې دي

پر ده پوښ مې شې مولا د ګناهونو
ما اېستلې د ســــندرو نــذرانې دي

تر دې میووریجو ږیرې دې قربان شم
لکه ژېړ غوړي دي مستې ترانې دي

تـــورو ستـــرګو شاعري راوړه کاروانه
که هـــندوې د شـــــیدا د زمانې دي
ژوند هم رنګینه لوبهبشپړ شعر ولولئ

ژوند هم رنګینه لوبه

پير محمد کاروان

 که لوبه لوبه ګټم 

که لوبه لوبه بایلم 
ژوند هم رنګینه لوبه 
رنګینه لوبه کوم 
***
له سَته سَته خالي 
سترګې د هغه مالي 
په منت ګل راکوي 
د منت ګل نه منم 
***
په کې دردونه راټول 
زړګی مې سوی غاټول 
عشق د وطن په کې داغ 
داغ به په مینه ساتم 
***
ټکور ټکور چې شي داغ 
ژوند مو شي باغ او څراغ 
وطن مو بیا کړه جنت 
ربه دا هیله لرم 
***
راځي پَري د اخلاص 
د جنګ له دېو به شو خلاص 
اورم د سولې سرود 
په زیر په زیر په بم بم 
***
وګورئ جونو زلمو 
دا زرغون باغ د نغمو 
په سُر په تال ترنم 
کاروان غزل غږوم 

۲۸- جوزا – ۱۳۹۸
د افغان کرېکټ اتلانو ته دې ډالۍ وي. خدایه زړونه یې قوي او ارادې یې پولادي کړي.
غزل:دورميبشپړ شعر ولولئ

غزل:دورمي

پير محمد کاروان

دورمي، خــــو څـــرگـــــنده نـــــه ده کـــــومه لاربه ونیسي
داسر بـــه پـــه دارشي که دلـــــــېـچو هـــــار بـــه ونیسي

رابه شي د ستورو په لــــباس کـــې لـــکه سپــــــین بازان
ســــــر ه کُفــــار بــــه ونـــیسي او تــــــور کُفار به ونیسي

خدای به یې بیا پاکه کړي د سپین سهار په سپین دسمال
هــــومـــــنم د لـــــمر ښیــــښه، دشـــپې غبار به ونیسي
 
بـــین د مســــتې میــــــــــنې به راواخلي د مـــــولا په نوم
لال بـــه تـــــرې ولجـــــــــه کړي بې اُدې ښامار به ونیسي

زړه لري بې زړه نه دی یــــــو څــــوک خــو به پرې ونمانځي
گـــــــوره یې په نن ســــباکې ښکــــــــــلی يار به ونیسي

بیا بـــــــه مــــــرغلرې د فــــرعـــــون لــــه ږیـــرې وشکوي
وخت لاس د مـــــــاشوم موسی دی سور انگار به ونیسي

رابه شي،پـــه پــــښو به یې بیا پریوزي چې پخلا یې کړي
سپــــــیـنې اوبـــه، پـــــښې دمـــرور چـــــــنار به ونیسي

رابه شي، پــیدابــــه شي، داورک دارمــان ســــــتوری مو
خوله به له سپوږمــۍ واخــــلي دلـــمرمـــدار به ونـــیسي

راغـــــی ددردونـــــــــــو کـــاروان ســــــــــــره د بــــره نـــه
خدای ته مې امید دی، د سـنــــــــدرو ښـــار بــــه ونیسي
غزل:انسانان چېبشپړ شعر ولولئ

غزل:انسانان چې

پير محمد کاروان

انــسانــان چــــې هـــره ژبــه وایــي جار یې 
پـــــه پښــــتو ژبــــه مــې ټـولو ته سلام دی

چې نغمــــې مــــې د بلـــــــبلې پښتو اوري 
ګــــــلابــــونــــو او غـــاټــــولــو تــه سلام دی

په څــــــپه، ســـــېــلاب پــه خـج وایي راګونه 
مرغَـــــکیو ســـــندربـــولــــو تــــــه سلام دی

د پښتون اتڼــــچي څـــڼې یـــــې تمثیل کړې 
په شــــمال رپــــانـــــدو شـــولو ته سلام دی

د کاروان په شعر یې خولې خوږې خوږې شه 
وړو، لــویو او هــــمځــولـــو تــــه ســــلام دی

۹ جوزا ۱۳۹۸ هجري شمسي
سولې راشهبشپړ شعر ولولئ

سولې راشه

پير محمد کاروان

سولې راشه سولې راشه 

ورکې ورکې را پیدا شه 
هسې نه درپسې مړه شو 
مرورې را پخلا شه 
***
ما لېدلي دومره نه وو 
د پاچا د لور نازونه 
مَړې بس دي دومره بس دي 
مکېزونه مکېزونه 
یو ناڅاپه غېږه راکړه 
کټ کټ کټ کټ په خندا شه 
***
دا د زړه غوټې مې ټولې 
دي غوټۍ غوټۍ را ټولې 
میَنان در پسې مړه دي 
که غاټول دي که غاټولې 
په پستو ګوتو یې سپړه 
د ګلونو مسیحا شه 
***
داسې کار دی داسې کار دی 
راته پټ د مرګي مار دی 
په زرغون غشي یې وله 
ګني بیا یې د ټک وار دی 
د ژوند مستې نغمې راوړه 
مسته مسته په ګډا شه 
***
په هوا راشه مرغۍ شه 
سولې سولې ښاپېرۍ شه 
پر افغان وطن دې ویړه 
د خوږې مینې کېږدۍ شه 
د نهیلي زړه په تاخ کې 
د امید بله رڼا شه 
***
دا وطن به مې جنت وي 
ژوند به مینه محبت وي 
په ارزانه بیه راشه 
سولې ډېر دې که قیمت وي 
د کاروان وطن دردمن دی 
ته یې درد لره دوا شه 
۱۹- حمل – ۱۳۹۸
غزل:رب دې ساتهبشپړ شعر ولولئ

غزل:رب دې ساته

پير محمد کاروان

رب دې ساته مــــــور دې نه شي پـــرتا بُوره 

پـــــاس د دار پـــر ســــر آذان وکـــړه منصوره


راتــــــــــه ووایــــــــه د امـــــــن آیــــاتـــونــه 
په لمانځه کې چې شـــي مــــینه را حضوره

د جمال خالق دې ستا د رنـځ طبــــیب شي 
د وطـــــــن د ســــــر درو ګــــــــله رنــــځوره

د وطن پېغله پـــه خــــپل وطـــن کـــې خانه 
په پردي وطـــن کـــې خـــانـــه شي مزدوره

خدایه مســـــت په خدایي مینه کړه دا خلک 
چې پــــرتـــا بــاندې مین شي نـــه په حوره

پر ملنګ وطـــن مـــې مــــه بـــلوسه غلیمه 
له کـوپـړۍ به دې کچــکول جوړ شي مغروره

بلبلي مرۍ لـــه تــــار د مـــوچـــي بــچ شه 
نه دې بیا د خدای شهکار غوڅ شي په توره

دا جنت وطن لــــــــه جنـــــګه په آمان کړې 
چې په تن یې ده جــامــــه د خدای له نُوره

د بــــاروتــــو ســـوداګـــر تـــالا تــرغــه کړې 
دنیا خلاصـــه کـــړې لـــه دې بـــده تـــربوره

افغانان مـــو غـــلامـــان د هېـــــچا مه کړې 
دا وزر وانــــــخلــې ربــــــــه لــــه بـــاتـــوره

د افـــــغـان وطــن د ســولې ســــرود راوړه 
د شپــــېلۍ نغـــــمې راځــــه له کوهِ طوره

د افـغــــان ســــاده شپـــونکي محبوبه ربه 
کــړي وطن لــره دعــا کـــړه یـــــې منظوره

پـــه زرغـــــون غشي ښامار د جګړې ولي 
زهري غــــاښ یــې پاتې مه شه له انبوره

ژوند د امن به تر تــــاسو هم شیرین شي 
د هـــــرات او کنـــــدهــــار خـــــوږه انګوره

د جـــــانـــان جــانـــان وطــــن کوي خبرې 
د کاروان شاعري خـــــدای کـــړه مشَهوره 
 
۲۹ حمل ۱۳۹۸ ه ش
غزل:ستوري درتهبشپړ شعر ولولئ

غزل:ستوري درته

پير محمد کاروان

ستوري درته خاندي او یــــو څــوک درتـــــه مـــوسېږي 
شکر دی چـــې ژونــد لــــرې او ســــترگـې دې غړېږي

گل د زړگــــي لـــونــد واخــــله د خــونـــد په پرخه پرخه 
غــــــوږ شـه چې د نیـــمې شپې بلبل په خوند غږېږي

مه ودرېــــــږه ځـــــــه ورســـــره کـیـــــف له مزل واخله 
ژونـــــد پـــــه مــــخ روان دی نه ودرېــــږي نـــه ودرېږي

ځه له خپل معشوق سَره په سره شال کې ورپټ شه 
لمر چـــــې پـــاس د غــــره سر تـه ور ورسي را لوېږي

غـواړې چـــــې امــــــېل شې د محبوب د دنګې غاړې 
ځــــــان دې نــــری تـــار کـــړه مـــرغلرې پــــیدا کېږي

زړه زړه چـــــې هــــنداره شـــي او پـــاکـــــه له غباره 
هـــغه وخــــت لــــه زړه نـــه زړه تـــه لاره ور تــېرېـږي

زه خــو ســـتا لَــوګَـــری یمــه ډکـــې ځــولـــۍ واخله 
نـــــن وي کــــه ســــــبا وي دلـــــونگـــــو لــو گـډېږي

وا یـــــــاره کـــــــاروانه لــږ یـــارانــو تــــــه وخت ورکړه 
چارې د نیــــــــمگــــــړې دنـــیاگـــــۍ نـــه تمــامېږي

سرطان ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان

رانه پټ یې را ښکاره شه، د رنګونو په غبار کې 
د رڼو اوبو همرنګه، د ګلونو په قطار کې
 
د بل چا نه یمه ستا یم، ماته غږ وکړه چې دا یم 
په ټپو په یکه زار کې، د بلبلو په چغار کې
 
رانه ورکه لولکۍ ده، اخ پسته جنت کوکۍ ده 
را پیدا یې کړه له غیبه، د صحرا په لاله زار کې
 
زرغون شال به شمه تاته، زرغون ټال به شمه تاته 
زنګوم دې زنګوم دې، په سنځله په چینار کې
 
جار مطربې درنه جار شم، کاشکې زه دې سندرمار شم 
ته نغمه نغمه شرنګېږې، په تارونو د ستار کې
 
د افغان وطن په شان یم، له جنګونو پرېشان یم 
قصیدې د امن وایم، د حرم په جګ منار کې
 
اې فریاد او ځوږ مې واورئ، نړیوالو غږ مې واورئ 
ګورئ پښې یبلې روان یم، په سکروټو په انګار کې
 
ستا لمنه نیسم ربه، یا حبیبه لرم تبه 
طبیبانو یم شړلی، شمار یې نه یمه په شمار کې
 
زړه مې تاته در مایل دی، جوړ مې تا لره امېل دی 
مرغلرې مې پېیلې، د کاروان د زړه په تار کې

۲۵ سرطان ۱۳۹۸ کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان

پر اوږو د زړه مې ناستې خوا په خوا دي 
د عدن دوې ملایېکې سترګې ستا دي

د دې دوو اصلونو سیوري سیوري سیوري 
دا چې زاڼې په آسمان کې په هوا دي

د ښکلا په عرفات کې ما موندلې 
ورکې شوې له آدم او له حوا دي

د سپوږمۍ د شپې بلبلې دي ور جار شم 
دا چې ماته په نغمو او په دعا دي

د سپوږمۍ په شپه یې ورو، ورو غړپومه 
دوې پیالې یې راته ډکې له سوما دي

اوس یې زه مرید یم دوی مې دي پیرانې 
مریدانې د خوشال د مولنا دي

دا چې ماته یې راکړې ملنګي ده 
د پاچا خواخوږي ولې وارخطا دي

د کاروان د سرودونو ارواګانې 
دوې سندرې د یوې ورکې اوِستا دي

۲۶ سرطان ۱۳۹۸ کابل