د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پير محمد کاروان

د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:

۱- له ماښامه تر ماښامه  - د شعرونو لومړۍ  ټولګه

۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه 

۳- چنار خبرې کوي  -  د شعرونو دوهمه ټولګه

۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو  درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)

۵- غره  ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه 

۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

110 خپاره شوي شعرونه

غزل: رنګ و خوشبوبشپړ شعر ولولئ

غزل: رنګ و خوشبو

پير محمد کاروان

رنګ و خوشبو په اوښکو سرو د زړه ګلاب لري
دمـــرغلرې قــــدر هــالــــه وي چـــې اب لري

مامې د خپل زړه په کــــتاب کې روایت لیدلی
ماته خـــواږه خــــواږه را و ګـــــــوره ثــواب لري

دحـــوالـــورې انګـــوري خـولــــګۍ به بیا راکوي
پـــــرتــامــــــین دخـــونـــدوري ګـــــناه تاب لري

اخ د جـــنت د دروازې غنـــګی مې زړه ته راغی
پـــه اوښــــکو لــونــد غـــــږد ملنګ بابا رباب لري

مخ د خبرو پټ د خیال پـــه ټیـــکري ښه شاعري
داد ښکــــلا نـــاوکـــۍ پـــټ مــخ پـــه نقاب لري

د ادم زوی کـــوي خـــوږه غـــنم غــــنم شـاعري
د حــــوالـــــــورې ســــتا په نوم یې انتساب لري

چې ملایان یې پر ممبر په مینه مینه وایې 
کاروان دغسې شعرونو لو ی کتاب لري
غزل: په غبارونوبشپړ شعر ولولئ

غزل: په غبارونو

پير محمد کاروان

پـــه غــــبارونـــو لارې ډکــې دي چـــــې تــــاووینم
دپــــردې شـــاتـــــه راښــکاره شــه چـې رڼا ووینم

زه درته ناست یـــم لــه کلــونـــو په کړکۍ کې دزړه
زمـــوږ کــوڅــې تــه بــه راځې چې دې اشنا ووینم

شه په موسکا، که د اغزي د سر په پرخه کــې وي
چـــې مـــې قـــبوله پــه لمــدو اوښـــکو دعـا ووینم

زه هـــــم د مــیـنـــې د زنځـــیر یــــــوه غریــبه کړۍ
دوړانګو ډک لاس دې راتېر کړه چې شرنګـــــــا ووینم

ارمان چــې ستا پـــه اسویلي لکه د شمعې ومــــرم
ارمان چې ستا پـــــــه غـــېږ کې ځان لکه سبا ووینم

زمــــا پـــــه ستـــــرګـــو او پــه زړه کـــې غمي ولیګوه
چې دې په تــورو تورو تـــیـږو کــې بــــیا بــــیا وویــــنم

کــــاروان دې ومـــــرم د ارمـــــــــان لــه لارویـــو ســـره
کــــاش مــــــروره یـــــاره یـــــو ځـــل دې پــخــلا ووینم
غزل:لمونځ مېبشپړ شعر ولولئ

غزل:لمونځ مې

پير محمد کاروان

لمونځ مې یې کـــافربـــه شمه څنـــــگه دې قضا کړم
راشه چــــې د خــــپل زړه په خلوت کې دې، ادا کړم

ته د قدر شپه یې، خــــو پـــه شـــپو کـــې رانه ورکه
تـــــاپــــسې بـــه ډیــرې اوږدې لـنډې شپې رڼا کړم

غشی راکــــــوه چـــې اژدهـــا پـــه تـــــــــندي وولم
مـــوسکــه راتــه مـــه کــــېږه چې نښه به خطا کړم

زه هغه مجــنون یـــم چــــې زړه خــــوره کـــېږدۍ کړ
گـــــــورې بـــــه لـــــیلا بــــه، لــه وچ ډاگه راپېدا کړم

دیـــن د پښــــتونـــغښـــتی د مـــــلالې پــه ټپه کې
دا دټــــپو ژبــــــه بــــه،لـــه خـــدای ســـره آشنا کړم

ډول به شم، اټـــن بـــه شم، شغــا بـــه شــم د څڼو
بـــــیا بــــه طـــالــــبان د جــــومـــاتـونـو پـــه گډا کړم

خــــاورې یــــم، خو لمر به تر لاس ونیسم که خیروي
ستوری به شم پاس به، له سپوږمۍ سره خندا کړم

بـــــیا بــــه دغـــاټـولو دغـــه لــوټ کــاروان را ټول کړم
لاس بــه پـــه ســـپرلــي واړوم، زر بــه یــې پخلا کړم
غزل:ګرځم پهبشپړ شعر ولولئ

غزل:ګرځم په

پير محمد کاروان

ګرځم په جــــومـــات پـــــسې مندر په مخه راشي
لمـــــونـځ د قــضا شــــــوي مازدیګر په مخه راشي

زه خـــــو دمـــوسکا په یوه لښتي کې هم  ډوبېږم
ســــتاد تــــورو ستـــرګــــو سمندر په مخه راشي

کــــور چـــې جـــوړومــه رانـــه تیږي منډې واخلي
قــــــبر ته لــــوحــې لـــره مــر مـر په مخه راشي

لوند ګلاب د زړه مې وي ساتلی خو چې وچ شي
نـــاڅــا پـــه بلـــبله د سپین غــر په مــخه راشي

ټول عمر کاروان پښې یبلي ګـــرځــم په اغزو کې
ګــــونــــدې دګلـــونـــــو پیغـــمبر پــه مخه راشي
غزل:دژوند پهبشپړ شعر ولولئ

غزل:دژوند په

پير محمد کاروان

دژوند په تــوره شـــپه کــــې تــــکه شنه رڼــــا راولم
کــــه مـــرګــی رانغـــی نـــو میــــــنې زه به تا راولم

مـــــالــه دوعــــا نــــه د بــڼو د پاسه اوښکې جوړې
مــــــلالـــو ستـــرګــــو تـــه دې خامخا موسکا راولم

دنیـــمو شـــــپو دا لــــېوانـــۍ چیغې دې ما ځوروي
دبېـــلـــتانــه پـــه دې فـرعــون پـسې موسی راولم

خیر که بنګړی نه یم چې تاودې شم له سپینو لېچو
ستـــا په دې زړه کې به څه بل شانې شرنګا راولم

اول بـــه ستــا پـــه مخ کې نور د پاک مولی ښکلوم
بـــیا بــه کاروان په دې خپل مړه غزل کې ساه راولم
غزل:زه بهبشپړ شعر ولولئ

غزل:زه به

پير محمد کاروان

زه بــــه تـــا نـــه رڼــــــــا اخلم ته له مانه
یوه شـــــپه بـه کړو په دوو شمعو روښانه

مــوږ چـــــې دواړه ښکلو د یو بل سترګې 
حــال به نه وایې لــه ستوریو ډک اسمانه

لکه مـــړاوی ګل مې ورو، ورو زړه غوړیږي
داوبــــو پـــه څـــېر دا څــــوک ده را روانـه

دا جهان او هغه بل  جهان یې خوار شي
څوک دې نـــه شي بې ایمانه بې جانان

دفـــرهـــاد او د مجنون کیسه زړه شوه *
نـــوې میــــنه رســـېدلــې تــــــر کاروانه

*دور مجنون ګذشت . . . . دفارسي د یوبیت اثر
غزل:په مینهبشپړ شعر ولولئ

غزل:په مینه

پير محمد کاروان

په مـــــینه، مــــــینه کــــه یـــو بــل تــــه غـــېږې واکـــړو
پــــه دې ورکـــــه دنـــیا کــــې پـــه اخــر ســـره پــیداکړو

پر جنګ به تیږه کېږدو، جنګ بـــه مـــړو ستـــرګو ته پرېږدو
راځه چې لـــه شــــاهیـــــن ســره کــوتـــرې پـه هوا کړو

لیلا چې کــــــوم خــــوا ستـــرګې غړوي مجنون به ویني
او ډکــــــه لــــه لـــــیلا نـــه بــــه څــــلور کونجه دنیا کړو

منــــصور بـــــه پــــه ګــلابــــو پـــه نـــرګســـو باندې ولو
دحـــــق پــــر ضـــــد بــاطلـــه بــــه دهــر مـــلا فتوا کړو

دا توره وچکالي به یــې پــه سپــــینو اوښــــکو میـــنځو
له ډېرې خــــــوشحـــالـــــۍ نـــه بـــه بلـبلې په ژړاکړو

شپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو کې وي رانغښتې
لمــــونځــــونـــــه د سحــــر بــــــه په ګلونو کې ادا کړو

روان بــــــه شـــــو کـــــاروانه دبــــڼو پــــر څـــوکو څوکو
رانجه به د جانان له خــــماري ستــــرګــــونـه غــــلاکړو
غزل:خو ناڅاپهبشپړ شعر ولولئ

غزل:خو ناڅاپه

پير محمد کاروان

خو ناڅاپه د ابلیس له ټګـــــۍ وروسته
ســــاده زړو تـــه د سهــوې خطا راغله

په خـــوراک د هغـــې ونې د مېوو دوی
بې حـــجابــه شـــول د دواړو حیا راغله

پټول دواړو په شـــنو پـــاڼـــو ځـــانــونـه
ادم ژاړي هــــم حــــوا پــــه ژړا راغـــله

له جــــنته لاندې ځمکې ته راکوز شول
ازمـــویــنه پـــــــرې له خوا د مولا راغله

سره ورک وو خویو بل یې سره بیا موند
په تـــوبــــویـــې دزړګـــو تــــسلا راغله

رب وځمکې ته ښکلا ورکــــول غوښتل
چې بي بي سره د ژوند لــه بابا راغله

پر ژوندون د روژه مــاتـــي زیـــری وشو
دویالې پـــــر غـــاړه دنـــګه خرما راغله
غزل:له سمندربشپړ شعر ولولئ

غزل:له سمندر

پير محمد کاروان

له سمـــندر ســــره هـــــوساوي په اسانه روان
څاڅکی په نیم وجود پر ځمکه وي په ګرانه روان

له یوه ګل پــــاڅي د شـــــاتو مچۍ کیني پربل
همداسې ژونـــد وي له ارمان تر بل ارمانه روان

دلته د خلکو ارمــانــونـــــه دومره دنګ خونه دي
چې به د دنګو مـــاټــۍ وال وي تر اسمانه روان

ته پر ګل اور تویوې تـــه پــر ګـــل اوبه تویې کړه
په سرو لمبو کې ناسته ژر شــه تــر بارانه روان
 
غزل:لکه د غرهبشپړ شعر ولولئ

غزل:لکه د غره

پير محمد کاروان

لـــکه د غــــره ســـــړې چیـنې لکه د غره ویلني
دچــا خــــبرې لګـــــېدې لــــکه لامـــده ویلـــــني

هغه د ژوند پر اوبه خـــوربــــانــــــدې وې ته ولاړه
چې ستا تر څنګ مې ارمــانــونه وو راشنه ویلني

ځینې غزلې لکه تاندې خـــولــــــګۍ خوند کوینه
لــــکه وي ګـــډ پــه خــوږو ژاولو کې ساړه ویلني

بیګا مې خوب لیده موسم د خـوند ورنګ به راځي
په سپین غاټول پسې ولاړ وو پــــه لمانځه ویلني

رب دې کـــاروانه کـــړه ملـــــګری یو زرغون لاروی
په سرو لمبو کــې ســـوځـــېدلي دي اوبه ویلني