د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحمت شاه سايل

د رحمت شاه سايل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه

رحمت شاه "سائل"  د امين ګل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.

د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.

۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.

۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.

۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو  ټولګه.

۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.

۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې  ـــ د شعرونو ټولګه.

۶- آخري سندره  ـــ د لنډو کیسو ټولګه.

۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.

۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.

۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.

له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

46 خپاره شوي شعرونه

څنګهبشپړ شعر ولولئ

څنګه

رحمت شاه سايل

څنګه دجانان غم ددوران دغمه بیـــــل کــــــړمه

ځان اخر په کوم هنر دځان دغمه بیـــــل کـــــړمه

 

ګل په ګلستان او ګلستان په ګل ژوندون کوي

څنګه اخــر ګل دګلستان دغمه بیل کـــــړمــــــه

حالاتبشپړ شعر ولولئ

حالات

رحمت شاه سايل

جانانــــه چې دسپرلي  دګلبدن قصه کــــــــوله

هغــــه پـــــــرون ژړلـــــــو ماد نــــن قصـــه کوله

 

په هیچا کې  یې توان  داوریدو قدرې هم نه وو

که ما په غو څه ژبــه دوطـــــن قصـــــه کولــــــــه

تجزیهبشپړ شعر ولولئ

تجزیه

رحمت شاه سايل

مونږ ته صلاح کړې رقیبانو مونــــږ ته پتـــــه ده

مونږ به خرڅوي په سامراجیانو مونږ ته پتــه ده

 

هسې خو نظر دګلستان لمبــــه لمبــــــه نـــــه دی

وژنـــــي ګلبـــــــدن د ګلچینانو مونږ ته پته دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

ژوند مې تیره ازغی رسا  دزړه په ســــر پــــــروت دی

دجانانه احساس په ګلبدن مــــــې غــــــر پـــــروت دی

 

ستا د ګلاب ګلاب ښایست دتاج محل په خواکـــــې

او شوې مودې چې مې زړګې کنډر کنډر پروت دی

 

داځل ګمان کوم چې وړوند دې شم په سترګو پسې

زما په سترګو لاس دداســــــې زورور پـــــروت دی

 

اوس دخپل خیال  باچا له تاج دګلــــــو مه جــــــوړوه

هغه دې نـــــن سبا دغنــــــو په بستـــــــر پــــــروت دی

 

نن دې وږمۍ  دزلفو شتـــــه ، نه دې ښکالو دقــــــدم

دزړه وطــــــن مــــــې بې دیـــــدنه مازیګر پروت دی

اور ورکېبشپړ شعر ولولئ

اور ورکې

رحمت شاه سايل

دلربا مې دشهید ارمــــان پـــه څـــــلي

نن څه داسې دنظـــر غمي شینـــدلـــــي

 

شپه که ډیره هم درنــه ده خـــــو سائــــله

ستا تر څنګ اور اورکي زغلي رازغلي

پاڼهبشپړ شعر ولولئ

پاڼه

رحمت شاه سايل

که چیرته زه هم پکې خپله پاڼه واړومه

ځم چې دوخت دکتاب بله پاڼه واړومه

 

خالي کوم درقیبانو نه دا لارې کوڅې

تابه خبر کړم چې زه کله پاڼه واړومه

اغازبشپړ شعر ولولئ

اغاز

رحمت شاه سايل

دويـــــــنـــو رنـــګ پــه لمبو څنګه ښکاري

تــــــالــــــه تـــصــوير په ګلاب جوړ کړم کنه

 

ستــــــــرګـــې دې ډکــــې شـــــوې په بله اوړي

کــــــاســــه راواخـــلـــم شراب جوړ کړم کنه

 

شـــونډې د شور غواړ ي سندرې غـــــواړي

سنـــــــــدره وایې ربـــــــاب جـــــــــوړ کړم کنه

 

ګـــــــونـــــګـــو جـــذبــو له چې د ژبه ورکړي

ســـتــا پـه نوم داسې کتاب جواړ کړم کنــــه

احساسبشپړ شعر ولولئ

احساس

رحمت شاه سايل

داوګړې په وجــــــــــــــــود څومره غني دي

خو په برخـــــــــــــــه جوارګردي تاواني دي

 

 

تار تار پروت دي چا راټول نۀ کړو سا ئله

دپښتون وطن ګـــريــــــوان  د  ليوني دي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

دګل پـه اورشونډ ودرنګ دخوب قصه څـــــــنګه وه

زړه په ایمان ایمان ئې وایه تما شه څنـــــــــــــــــګه وه

خو نباری اوښکی دجانان  په خماري سترګو کښې

په دې قطره قطره شرابو کـــــښـــې نــــــشه څنګه وه

چه د درخو سالو ریښې ریښــــې وو پروت په چینه

دهر چنار دسره وتې ســـــــــــــره لمبه څـــــنــــــګــه وه

چرته دساندو ترنم ، چـــــرتـــــه غــــــــــــوغا دسلګو

تپوس یې مه کړه چه دیارکلي کښې شپه څنګه وه

ماپرې د د ې ویرې غږ نه کاوه چه ویښه نه شـــــي

خدایزده هـغه په داسې ډزو کښې اوده څنګه وه

اوس خو دې هم لکه پښتون وطن ګل نه ټوکــوي

هغه زما دزړه په وران کور کښې دیره څنګــــه وه

په هر ګودر ئې تسنې وسنې دمنګو کــــــــــودړي

دسالو والوپیغلو خیال څنګه خیوه څــــــــنګه وه

دسحر وینې وینې باده ماته هــــــــــــــــم ووایـــــــه

زما دشپون شپیلې کښې نن سبا ټپه څـــــــنګه وه

داسی په ځان شو تصور ئې هـــــــم کــــولې نه شو

چه حجره څنـګـه وه ، رباب څنګه نغمه څنګه وه

نن خو خبری دې بــــــــدلـــې دشـــــعـــــور دکتاب

سائله هغه دخوبو نو جـــــزیـــره څــــنــــــګــــــه وه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

رحمت شاه سايل

ديو نظر څــــــــومــــــــره تاوان غـــــــواړې

زړه رانه غواړې که ګريوان غــــــــــواړې

ماله په سترګو کښې ازغي راکــــــــوې

ما نه  نغمې  د ګلستان غــــــــــــــــواړې

خداې دي په خپل زړه پســـــــــــې وژړوه

په باران واؤړې چه بـــــــاران غـــــواړې

زړه!ګــــورې د نــــاز بــــه دې یو نه شمه

که د غرور سره جانــــــــان غـــــــــواړې

محبت څه دی جـــــــــــواري دزړونـــــو

خوبونه نه بائلې خوبــــــــــــان غواړې

په دې ګرانې کښې د خپل سر په بدل

ديار ديدن څومــــــــــره ارزان غواړې

سائله ته تکميل د کــــــــوم ارمــان له

ژوند د لمبو دبـــيــــــابـــان غــــواړې