د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمت شاه سايل شعرونه

غزل

ديو نظر څــــــــومــــــــره تاوان غـــــــواړې

زړه رانه غواړې که ګريوان غــــــــــواړې

ماله په سترګو کښې ازغي راکــــــــوې

ما نه  نغمې  د ګلستان غــــــــــــــــواړې

خداې دي په خپل زړه پســـــــــــې وژړوه

په باران واؤړې چه بـــــــاران غـــــواړې

زړه!ګــــورې د نــــاز بــــه دې یو نه شمه

که د غرور سره جانــــــــان غـــــــــواړې

محبت څه دی جـــــــــــواري دزړونـــــو

خوبونه نه بائلې خوبــــــــــــان غواړې

په دې ګرانې کښې د خپل سر په بدل

ديار ديدن څومــــــــــره ارزان غواړې

سائله ته تکميل د کــــــــوم ارمــان له

ژوند د لمبو دبـــيــــــابـــان غــــواړې

د شاعر نور شعرونه ←