پښتو ادب · شاعران
رحمت شاه سايل
د رحمت شاه سايل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو ټولګه.
۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
۵- درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې ـــ د شعرونو ټولګه.
۶- آخري سندره ـــ د لنډو کیسو ټولګه.
۷- د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري ـــ د شعرونو ټولګه.
۸- حالات چې اور وروي ـــ د شعرونو ټولګه.
۹- د ښایستونو د سپرلی بادونه ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب د لمبو سيوری ،درد چه د څړیکو څانګې اوسپړلې،آخري سندره، د وینو رنګ په لمبو څنګه ښکاري او حالات چې اور وروي زموږ په کتابتون کې شته خو د وخت له کمې څخه نه شو کولې چې د سائل صېب ټول شعرونه ان لاین کړو.
له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه
شعرونه
46 خپاره شوي شعرونه
پښتنو مينهبشپړ شعر ولولئ
پښتنو مينه
رحمت شاه سايل
ځه خو سپرلئي ستا د خنديدو ده پاره غواړم
دا ده ارمان ګل ده رجيدو ده پاره غواړم
ته چې شمه شمه شي او ځه پتنګ پتنګ شمه
دسي ايوه شپه ده سوزيدو ده پاره غواړم
بيا چي ده اوده زړونه ماني کړي ته لمبه لمبه
داسي سوز ده ميني ده نغمو ده پاره غواړم
يو ځل را پرځو کړه دا خپل خمار خمار نظر
مينه له ځواني ده حادثو له پاره غواړم
هيچا ده جنون که واک سپرلئي ته لار وه نيوه
ځما ځولني ده ليونو ده پاره غواړم
دا ده تغفل نشي مړه نه کړي يريږمه
پيغلي ولولي مي ده ځلمو ده پاره غواړم
بيا وهم پتري سائل وهمه ده خپل ټوټي ټوټي کچکوله
خير ده پښتنو نه ده پښتو ده پاره غواړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
پـــــــه زړه کــــــــې مــــــې لمبـــې وې په لمبو کې بهارونه
موســــــــکو شــــــونډو دې لا پـــــکې پیداکړه قیامتونه
زخـــــمــــونــــــو نــــــه دخــــــوُږ زړه ورتــــه غیږې جوړومه
پـــــه ډیــــره مـــــوده پـــــــس مې میلمانه دي ستا یادونه
زما دا ملنګي دژونــــدون لویـــــه ســـــــرمــــــــایـــــــه ده
سپـــــرلی سپــــــرلی بانــــــې دجــــــانان ګل ګل قسمونه
حیران یم ځان مې څه شو چې مې ځای په ځان کې نه کړه
غــــــضـــــب غــــضـــــب کاتـــــه دیار غزل غزل شــــکونه
مستي پکـــــــې دمینــــــې دطــــــــوفان کلـــــه ختمیږي
ښـــــایســــــت یــــــې د رڼــــــــا دپلــــــوشــــــو سمندرونه
ځواني غواړم ،سپرلی غواړم ، یو داسې اختــر غــــواړم
موسم چې چیرته ویشي په ټالونـــــو کې جــــــامونـــــــه
محبوبې دزړه کلې مې پـــــــرې خــــــدای شته چې رڼا ده
ډیر ښه دې په سالو کې ښکاري خال خال مقیشــــونــــــه
«سائـــــله» مــــــونــــــږه تـــــل دبیـــــلتانه سنـــدرې وایو
مــــــونږ تــــل په پال نیــولي دمـــــرغـــــانــــــو اوازونـــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
چې ستا دمخ دخال خبرې خپل ارمان ته کوم
دزړه په للمه کر دسرو اوښکو باران ته کوم
لکه ګلاب خپله قصه په وینو وینو شــونــډو
په هر سپرلي کې خامخا یو ځل جانان ته کوم
ستا په جاګیر دننه هم په کلي پاتــــــې نه شوم
ځان ورکومـــــه لاړم کډه بیابــــــان تـــــــه کوم
دسربازئ په جذبو ډکې شوې دخیال ادیرې
زه به ترکومې ګدیده خوشې میدان ته کوم
ستا بې ننګئ وژلې نه یم رنځولې ئـــــــې یم
چې ستا دعا راته یادیږي ښیرې ځان ته کوم
څه دستم دبې وسې په ورځ پیدائې مینې
زه په خطا ګناه دزړه دګل کریوان ته کوم
دزړه کتـــــاب لـــــولمه ټــوله شپـــه روڼوم
زه تیاري دجانان نـــــوي امتـــــحان ته کوم
تصویربشپړ شعر ولولئ
تصویر
رحمت شاه سايل
درد دې څڅیږي دنظره وارخطــــــا دې کــــــړمــــــه
په خوله دې ونه کړه خبــــــره وارخطا دې کــــــړمه
په سرو لمبو کې دې ګلاب ګلاب ځواني محبوبې
چې د ې تصویر کړم که سندره وارخطا دې کړمــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
داچـــــــې پـــــــه هـــــــر نظـــــر مې رنګ اړوې
مامـــــــــې دزړه ســــــــره پــــه جنــــــګ اړوې
سپــــــرلــــــــي اور واخیســــت دجانان دنظر
شیــــــخه راځــــــــه کـــــه دزړه رنـــــګ اړوې
عقــــــله میــــــــن زړه دلیــــــل څـــــــه پیژني
د یـــــــار د دره بـــــــه مــــې څنــــــګ اړوې
دکـــــوم ګــــــړنګه بـــــه مــــــې بیا رغړوې
بیا مې په څه نــــا تــــــــار ګړنــــــګ اړوې
« سائل » دې څه پوې کړي چې نه پو هیږې
په ځان دکـــوم ملنــــــــګ قلنـــــــګ اړوې
زهبشپړ شعر ولولئ
زه
رحمت شاه سايل
زه چې مې دحال په دار فکرونه ځنګوې نه شم
هسې دې په نــــــوم بیا باني او لیونۍ نه شــــــم
بیا به محافظ دزندګــــۍ دګلستان نــــــه یـــــم
ای دګل قاتله که دې سترګو کې اغزی نه یــــــم
زه داحساس ګل دژوند په اورکې ټوکیدلې یم
زه په طـــــــوفانونو کې هم خاندم رژیدی نه شم
خطبشپړ شعر ولولئ
خط
رحمت شاه سايل
زه لا مجـــــرم یم په مــاګرانه ملاقات نه کیږي
دیرو ته مه راځه جانانه ملاقات نـــــه کیـــــږي
ستا د وربل د خوشبو يي بادونه هم کافي دي
مه راوړه ګل دګلستانــه ملاقات نه کیــــــــــږي
ساقي نظربشپړ شعر ولولئ
ساقي نظر
رحمت شاه سايل
شمع مو جامونه کړل په ټول محفل مو وویشل
عام موکړل په خلکو کې دفـــکر دلمبو شـــراب
څیر دشعور او بریښیدولاړ دهر تصویر په مــــخ
هر ښـــــایســـــت رڼا رڼا او هـــــر نظر ګلاب ګلاب
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمت شاه سايل
مادې دحــــــسن په محشر کې پریږده
دلیـــدو تاب مې په نظر کې پریــږده
دبــــــې وسې عمره لوګې شــــم درنه
دزنــــــدګئ نشه مې سر کې پریږده
زړګیـــــــه نن مې دخپل درد په خاطر
یــــــــوې ټپې ته په دې غر کې پریږده
شرنګ دې دلاس دبنګړو غلې مه شه
یوه نغمـــــه ترې په ګودر کـــې پریږده
تـــــه ابــــــادۍ ته ځـــــه اباده اوســــــې
مامې دخپل زړه په کنډر کې پریــږده
سپرلی راتلو والا دې پام مــــرګیـــــــه
سائل ئې لږ په شوروشرکــــــې پریــــږده
حیرانيبشپړ شعر ولولئ
حیراني
رحمت شاه سايل
زمازړګې دهزارها شکست خوړو با وجــــــود
زمــــــا زړګـــــې دتمام عمر درزیدو باوجـــود
زمــــا زړګــــــې په هرقدم دقتلیدو با وجـــــود
زما زړګې لکه کچکـــــول دماتیـــــدو باوجود
خدای خبر ولې بې وفا یاره تـــــا نه هیـــــروي
ستا دسرو شونډودروغجنه خندا نه هیروي