افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
چې ستا دمخ دخال خبرې خپل ارمان ته کوم
دزړه په للمه کر دسرو اوښکو باران ته کوم
لکه ګلاب خپله قصه په وینو وینو شــونــډو
په هر سپرلي کې خامخا یو ځل جانان ته کوم
ستا په جاګیر دننه هم په کلي پاتــــــې نه شوم
ځان ورکومـــــه لاړم کډه بیابــــــان تـــــــه کوم
دسربازئ په جذبو ډکې شوې دخیال ادیرې
زه به ترکومې ګدیده خوشې میدان ته کوم
ستا بې ننګئ وژلې نه یم رنځولې ئـــــــې یم
چې ستا دعا راته یادیږي ښیرې ځان ته کوم
څه دستم دبې وسې په ورځ پیدائې مینې
زه په خطا ګناه دزړه دګل کریوان ته کوم
دزړه کتـــــاب لـــــولمه ټــوله شپـــه روڼوم
زه تیاري دجانان نـــــوي امتـــــحان ته کوم