د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالباري جهاني

د عبدالباري جهاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کندهار ښار د کابل دروازې د شمالي  کلا فصيل او باميزو کوڅي  په  تقاطع کي يو کور  دی چي  د احمد شاهي عصر دمشهو شخصيت اشرف الوزار  شاوليخان باميزايي د استوګنې مېنه وه .
په دې کور کي يو خوش سليقه، بې ازاره  او پرهېزګاره  سوداګر او سېدئ. ښاغلی عبدالباري جهاني ، چي نن په فرهنګي  حلقو کي  د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر په توګه يو پېژندل  سوې څيره ده ، او شعر يې د پښتو  ادبي زيرمي پر حجم باندي ، د کيفيت او محتوی په لحاظ، ډيره رنګينه  اضافه ده، د نوموړي سوداګر (اروا ښاد حاجي عبدا ﻻحمد) مشر زوی دی چي زما په حساب پنځوس کاله وړاندي په همدې کورکي زېږېدلی دی.
پر يو استاد (مرحوم ملا محمد نور اخند)  مو ديني زده ګړي ګړي، او د کندهار د ميرويس په لېسه کي مو تر دوولسم ټولګي پوري يو ځای درس لوستی دي .
او په  يو کال  پوهنتون  ته  تللي  يو.  زه چي اوس دا کرښي کتږم، ذهن ته مي د نيمي پېړۍ ښو خاطراتو  هغه  ډك  ژوند تداعي ګېږي چي په  ريشتيا س ره  په  وياړلو  ارزي .  زه په هيواد  کي پاته سوم او دی  يې تر يو لړ سرګردانيو وروسته امريکاته   و رساوه وروسته  ماته  هم  مېنه  سره  تبۍ سوه او سر نوشت دا دی د څو کلونو راهيسي د کاناډا اوبه راباندي چښلي دي .عبدالباري جهاني د تعليم په دوران کي شوخ، له درسونه سره يې علاقي خو مستعد شاګرد و.
په هماغه وخت کي له شعر سره مينه وه، شاعرانه و لولې يې  درلودلي ...  د محلي سندرغاړو محفلونه ته ورتلئ او د کندهار  د مشهورو شاعرانو سلام بابا، ملا منان اخند، ميريحي، او مولوي بريالي (شهيد)  ډير شعرونه  يې  په  ياد  زده  وه. حافظه يې دومره پياوړي وه  چي محلي سندرغاړو به ده په مخ کي هغه غزلي نه ويلې چي نورو  ته  به   يې  زده کېدل  نه غوښتل. ځکه  چي عبد الباري جهاني به په يو وار اورېدلو سره حافظې ته  سپارله او سبا ته به هماغه منحصر بفرد غزل د عبدالبري جهاني په کتابچه کي درج وه، جهاني په کلاسيکه موسيقي کي ښه وارد و ، او د موسيقي مقامونه  په مسابقه کي به چي په هغه وخت کي د ځوانانو مشغله وه، پاته  نه  راتلئ له شوخي طبعي سره د ډېرو نازکو عواطفو څښتن و، او په برنده ځوانۍ کي مي څو ګښته ليدلي دي چي له سترګو څخه به يې لپي لپي اوښکي ګرېوانه ته تويولې

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

45 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

څــــنــــګــــه دعـــا تـه پورته کیږې داخیرن لاسونه

دادګــــنــــاه پـــــه تــــار پـــیـــلــې کر غیړن لاسونه

کلــــونــــه کــیــــږې دړنـــــدو وګړوښار ته ورځې

دمـــــلا ئـــکــــو پــه جامو کې مختو رن لا سونه

نــــن بــــه شهیدی جنډی چاته وینې وینې ژاړې

تر خـــپل کمیس چې مو راوزی د د ښمن لاسونه

تــــر هـــدیــرو بــه جنازی په اوښکو څوک چلوې

چــــې تــــر ژونــــدیــو غاړو تاودې دکفن لاسونه

موږ یې په تمه توری شپې دځوانې سپینې کړلې

نــــن پــــر هـــغــــه کــوثر پیره دې اهریمن لاسونه

اوس دیــــارانـــــو لــــه مـستیه نه لړزیږې مځکه

غـــوڅ کــړې غورځې پر میدان دانجمن لاسونه

نور له پردیسو شونډو مه غواړی زخمې سندری

چــــې یــــې تــر ستونې غځولې زنکد ن لاسونه

دی قـــتـــلــګاه تـه هره ورځ راځې پری کړی ژبې

هــغه قاتل دی څوک یې نه ږدې پر لمن لاسونه

نـــور لـــه مـنګیو سره سری منګولې نه راوزې

اوس لـــه تـــڼـــاکـــو ســره ژاړې دوطن لاسونه

پـــښــــې تـــر مـنزله  جهانې لا رسیدلې نه وې

چې په تیارو سول تر ستر ګو قبر کن لا سونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

زه درتــــه راغـــلـــم دقـــدم نښې دې وې ته نه وې

دښار په شونـــډو دې سندری ګرځیدی ته نه وې

په کور ، په کلې، پــه محل کې بس یوه کیسه وه

پــــه هـــر مـــحــفـــل کې لکه شمع بلیدې ته نه وې

لـــکـــه دغـــیـــږې دمـــاشـــوم څـــخـه التی کیسه

دخــــا طـــــرو پـــــر پـــاڼــه پاڼه اوریدی ته نه وې

خدای دې کرلې وه دسترګو په محفل کې تصویر

پـــه هــــره اوښــکـــه کې له ورایه ځلیدی ته نه وې

دســـرو لـــمـــبــو له کروندو څخه دې کوچ کړی ؤ

پـــه  هــر پــانـوس هره مینا کې سوزیدې ته نه وې

دربــــــا بــــونــــو پــــه ګـــوګــل کې دې آ واز کرلې

پـه هــــر شهباز هره نغمه کې شرنګیدې ته نه وې

څــــــه هـــنـــګـــامـــه دې دبـلبلو په سهار ګډه کړه

لـــــکــــه نــسیـم دګل پرسیمه تیـــریدې ته نه وې

دجـــهــــانـــې دیــــار وطــــن دې پــه یر غل نیولې

هـــــره غــــزل ، هره مصرع کې مې راتلې ته نه وې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

په دې محفل کې ساقې نسته چه رندان تږې دې

دخــم له څنګه وچې شونډې حریفان تږې دې

نور دغــــوټـــۍ د سپړیدلو تمه وزمو لیده

اوس دخــارونو دزخمونو بورا ګان تږې دې

ددې پـــه نـصـیـب نـــه دې  دسکون خوبونه

چې سمندر کې لا مو جونه دتو پان تږې دې

ددیــــدنـــو جـــنــــازی پر ګودر خښی شولی

کلونه کیږې پیغلې شونډی دپیزوان تږې دې

ددرخانۍ اوښکو ته نه ژاړې دشپی نکلونه

ربــاب ته نه ورځې نغمی دادم خان تږې دې

دحســـن ښـاردی دپردې هندو یرغل نیولی

دامحـــرابــونه بـــلال غواړې داذان تږې دې

دذلیخا په تور مــې ونیسه معصوم خیالونه

چــــې دخـــوبـــونه تعبیرونه دزندان تږې دې

جـــهـــانــې لاری دپردیسو اوښکو مه بندوه

زموږپه وطن کې خړی مځکې دبارن تږې دې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

په دې محفل کې ساقې نسته چه رندان تږې دې

دخــم له څنګه وچې شونډې حریفان تږې دې

نور دغــــوټـــۍ د سپړیدلو تمه وزمو لیده

اوس دخــارونو دزخمونو بورا ګان تږې دې

ددې پـــه نـصـیـب نـــه دې  دسکون خوبونه

چې سمندر کې لا مو جونه دتو پان تږې دې

ددیــــدنـــو جـــنــــازی پر ګودر خښی شولی

کلونه کیږې پیغلې شونډی دپیزوان تږې دې

ددرخانۍ اوښکو ته نه ژاړې دشپی نکلونه

ربــاب ته نه ورځې نغمی دادم خان تږې دې

دحســـن ښـاردی دپردې هندو یرغل نیولی

دامحـــرابــونه بـــلال غواړې داذان تږې دې

دذلیخا په تور مــې ونیسه معصوم خیالونه

چــــې دخـــوبـــونه تعبیرونه دزندان تږې دې

جـــهـــانــې لاری دپردیسو اوښکو مه بندوه

زموږپه وطن کې خړی مځکې دبارن تږې دې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

شـــیــــبـــــې دانـــتــــظـــــار دی پـــه لــیـمـو درته ساتو

اغــــزې نــــه دې دالار ی پـــه بـــڼـــــو درتــــه ســـاتــــــو

پــــه شــــرنــــګ مو چی ټولۍ دغمازانوویښه نه شې

مــــحـــرم بــــه لـــیـــونـــتــــوب دزولـــنـــو درته سا تو

ازل مــــو نـــــذرانـــــــه دســــو زیـــــدو مــنــظـوره کړې

هــــر پــــل دې تــــر در شـــلـــــه پــــه لــمــبـو درته ساتو

چــــې ســـتــــرګــــې درقیب دې په جلوه روښانه نه سې

جــــانـــــانــــه ربـــــاتـــــونــــــه پـــــه تـــیــارو درته ساتو

ستا شپی دې وې روښانې موږ دی سوزو لکه شمعې

بـــیــــړی دې پـــه پـــانــــوس کـــې په ګزمو درته ساتو

وعـــــــده مـــــــو لـــــه فــــریـــاد او له قسمته سره کړې

دردونــــــه لــــکــــه ژبــــــه دزخـــمـــــو درتــــــه ســاتـو

یـــــوه شــــپـــــه یـــــــو راغـــــلــې بی اختباره بی خبره

شـــبــــنــــم غـــونـــدی مو کډی پرغونچو درته ساتو

نــــــن جــــنـــــګ تــه یو راغلې جهانې ستنیده نسته

مـــور چــــــل پـــــه کــــکـــــریـــو په پښتو درته ساتو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

خیل او تصویر یې لــه ګوګل څخه شړمه ځمــــه

پر هد یره با ند ی یې شمــعې لـګـومـه ځـمــــــه

نور پر یو سف دتعبیرونو کچکول نه ګرځـــــوم

د زړه خــولــۍ مې له خوبونو تشو مــه ځـمــــه

ما ته قسمت او د نصیب زولـنــې مــه یــــا د وه

دازل  نـښــې پـــه تـنـد ې کـې ورانــمــه ځـــمه

نــه پـروانــه یـم نـه خـبـر یم په مذ هب د شمعـې

بله لمبه یې پـه پـا نــوس کـې ســړومــه ځــمـــه

نه هنر مند یم نه درنګ په کور کې زړه ایږد مه

په لاس ایستلې تصویرونه ســـو ځومــه ځـــمــه

چې مې په زړه کې دسجدې او ګناه زڼې سو ځې

هغه مـنـتــر او کوډ ګرد واړه ویــښــومه ځــمــه

چې مې یوه شېبه په خوښه ګرځیدلا ی نه ســــې

یوه یاغې چیغه اسمان تـه ورلــیـږمــه ځـــمــــه

نه له رقیب سره غلیم نـه یـــې د ویــنــو تـــــږې

نه د رویبار سره دزړه خواله لــرمــه ځـــمــــه

نه افسانی شیریــنومــــه دفــــرهاد په کـــیــســو

نه کلنګونه پر تــنــد ې باندي با ندې لیکمه ځمه

نه جهانې د چا له میــنــې ســـره زړه تــــــړلی

نــه لـه جانـان سره پــیــمــان تـــازه کومه ځمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

کلونه کیږې له دې ښـاره کـیسـو کوچ کړی دې

دآدم خان له شهـبـازونو د رخو کـــوچ کړی دې

په هغه دښت کې دمجنون غر غړې وچې سولې

د لـــیــونـیـو له مـنـزلو نو اغزو کو چ کړی دې

نه په محفل کې بلید ل نه سو ځیدل یا د یـــــږې

دپتنګا نو له مذ هــبـه لــمــبــو کــوچ کـــړی دې

څنګه به ستون شې لـــه خزانــه تــورید لې بلبل

چې له چمنه د ګـیـډ یــووږمـو کــــوچ کــړی دې

اوس یې شرنګي دنیمو شپو سندری نــه تخـنـوې

له سپینو لیچو سرو لاسونو بنګړو کوچ کړی دې

د زلـــیـخا مــیــــنــه د چـا لــمـنـي نـــــه تــوروې

اوس له خوبونو د یو سف قا فـلـو کوچ کـــړی دې

د تور جا د وافــسون وهـــلــې دې دغـــــرو لمنې

نن د شــپـــیــلۍ له منـتـرونـونغـمو کوچ کړی دې

جهانې څوک بـه پـر لـنـډ یــو غــــز لونـه لــیــکې

چــې لــه ګــودر څخه دپــیـغـلو نارو کوچ کړی دې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

مه وایه قاصـده چـه بـهـار خـزان وهـلی دي

ســیـل می د بـلـبـلو لـه چمنه کو چـید لی دي

یار مې داغیار په خوله لښکر دزاغ بللی دي

زه په دې سراب کې دقسمت په حکم ګرځمه

ما ته مې مـنـزل دانو داوښکو راښود لی د ي

زه لا دڅـپـو غــیـږي نـوی ور وتـ-لې یــــم

مـه راځــه سـاحـله ما تـوپان کله لید لی دې

کله زما تر سپینه لـمن تــور د زلیخا راځې

ما تعبیر د میني پـه کنعان کي ا زمییلی د ې

څو به راته لولي د فـر د وس د میخانو کیسې

ما له د ی کوثره لا پـخوا نصیـب شړلي د ې

هره شـیـبه اورمه  جرس د کوچ ناري وهې

کور می دحباب داشیا ني سره ټـاکلــــی دې

مه لیږه تقد یر مي د سکند ر په ائــــیـنه پسي

فال می دقسمت په خپل اورغومی کی کتلي دې

نن لکه غـنې په تعبـیرونو پســــی ورک یمه

سرمې دجانان پر زنګانه په خوب لـید لي دې

چیری جهانې چیری دیدن چیری دیار کوڅه

زما ئېنې د لحد سره پردیس   کفـن لیکلی دې

سندرهبشپړ شعر ولولئ

سندره

عبدالباري جهاني

اوربل یې ما په خوب کې پریشان لیدلې دې

قسمت مې د یارانو دغــه شان لـیـد لـې دې

پـــه تـور د ا نتخاب له جنتو نو آ د م باسې

دعرش په کنګرو کې مې شیطان لید لې دې

ټولۍ د قـا بیلا نـو دها بیل پر وطن ګر ځې

دې خلکو ته په قهر مې آسمان لـیــد لې دې

د نوح په تد بیرونوچې یې زړونه نرم نه سول

پــه برخه د د ې مځکې مې توپا ن لید لې د ې

ازل مــې پــرلمــبــو د وصل لاره ده لیـــکلې

خلیل یم په انګار کې مې یز ذ دان لید لې دې

د خــپــلو له  شامــتـه دکنعان کوهې ته لویږو

تعبیر مې د خو بونو بــند یــوان لــیــد لې دې

دعمر په سینا کې هر قد م  د صنم کور د ې

دطور په سره لمبه کې مې مغان لید لې دې

سنګسار ته یې راوړې دې دبل وطنه کا ڼې

ما چیغو د منصور لره مـــیـدان لـیـد لې دې

نصیبه له دی موجه خلا صیده لکه چې نسته

دا لیک مې پر تـنـد ې د جا لوان لید لې  دې

ترڅو به مې رقیب راته دسیو رې په نوم ښیې

لښکر مې په وطن کې د جانان لـیــــد لې د ې

راځه جهانې ویښ کړو دالفت په ناره زړونه

له لیرې مې یو سیورې د کاروان لید لې د ې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالباري جهاني

وچې سولی اوښکی ګریوانونو ته به څه وایو

درد راسره خپل سو پرهارونو ته به څه وایو

شپې مو په ساحل کې دڅپو له وهمه وتښــتې

وخت که لیونې سو تو پانونو ته به څه وایـــو

موږ خو نه ددار نه دسنګسارمیدان ته ووتـــو

ا وس د رقــیبــانو پیغـورونو ته به څه وایـــو

زموږ له شونډومه غواړه زاهده دخلوت کیسه

مستی مو تو بې کړې تقدیرونو ته به څه وایو

مامې په سکر وټو کې خیا لونه ور لیږلې وه

والوتل  خوبو نه  تعـبـیـر ونو ته به څه وا یـو

دلته چې راتلو شپې مو داور سره مـنـلي وې

روغ دې وزرونه پانو سونو ته به څه وایـــو

سل وعدې مو هسې داو بو پر سر کرلې وې

ووایه رویباره پیغا مو نو تــه بــه څــه وایــو

ولي پردي مینې ته لیږو د جــهــانې غــــزل

کور ته د صنم ځو تصو یرونو ته به څه وایو