افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په دې محفل کې ساقې نسته چه رندان تږې دې
دخــم له څنګه وچې شونډې حریفان تږې دې
نور دغــــوټـــۍ د سپړیدلو تمه وزمو لیده
اوس دخــارونو دزخمونو بورا ګان تږې دې
ددې پـــه نـصـیـب نـــه دې دسکون خوبونه
چې سمندر کې لا مو جونه دتو پان تږې دې
ددیــــدنـــو جـــنــــازی پر ګودر خښی شولی
کلونه کیږې پیغلې شونډی دپیزوان تږې دې
ددرخانۍ اوښکو ته نه ژاړې دشپی نکلونه
ربــاب ته نه ورځې نغمی دادم خان تږې دې
دحســـن ښـاردی دپردې هندو یرغل نیولی
دامحـــرابــونه بـــلال غواړې داذان تږې دې
دذلیخا په تور مــې ونیسه معصوم خیالونه
چــــې دخـــوبـــونه تعبیرونه دزندان تږې دې
جـــهـــانــې لاری دپردیسو اوښکو مه بندوه
زموږپه وطن کې خړی مځکې دبارن تږې دې