د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صديق کاوون توفاني

د صديق کاوون توفاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دوطن بوی

له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی

دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی

ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه

چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

36 خپاره شوي شعرونه

تلوسهبشپړ شعر ولولئ

تلوسه

صديق کاوون توفاني

راشه چې پر لاره باندې ، فرش درته لېمه کړمه
تاته په کتو کتو به دواړه کسي سره کړمه


ته دې د ستم کیڼې کږې راته مغلې کړه
زه به مې هوډونه بیا له سره پښتانه کړمه


ستا د اناري شونډو شراب په مینه شوممه
شوممه اورونه ، چې اورونه پرې ساړه کړمه


ته لکه لمبه زما له سولو نه ښېرازه شوې
زه به لکه شمه ځان د عشق په اور اوبه کړمه


زه ملامت نه یم تلوسه دې د لیدو لرم
داسې چې په بیړه بیړه ستا پر لور درتله کړمه

ځان راځنې ورک شي ستا د سترګو په هندارو کې
ټول شمه هنداره ، چې هندارو ته کاته کړمه 


خوبه لېونیه بیا په کوم شوګیر کې پاتې شوې
راشه چې د سترګو په زانګو کې دې ویده کړمه

 

شنه وږمهبشپړ شعر ولولئ

شنه وږمه

صديق کاوون توفاني

هغه ورځ چې ستا په مینه کې آباد شوم
د خپل ځان له بنده ووتم آزاد شوم

ته لیلا شوې ما وطن په ډاګ کې وکړ
ته جذبه  د بېستون شوې زه فرهاد شوم

ته چې شور شوې زه خاموشه زمزمه شوم
ته چې غلې شوې ، زه چیغه شوم فریاد شوم

خپلو پښونه مې د عقل زنځیر مات کړ
شنه وږمه  د سرو ګلونو د هېواد شوم

د دونیا له سترګو خاوره ستا  د پښو وم
ستا په سترګو کې بڅرکی د ایجاد شوم

زه له خپله ځانه تش شوم تانه ډک شوم
ستا له عشقه هم مرید شوم هم مراد شوم 
د هيلو للمهبشپړ شعر ولولئ

د هيلو للمه

صديق کاوون توفاني

زما د هېواد ستــــم زپــــلې ښځــــې ومــې بښه
زه درته بيا د خــــوشــــالــــــيو ډالــــــۍ نــه لرمه
بيا د زخمي زړه څو زخــــمي هيـــلې در لېږم درته
د بېغـــــميــــــــو د غــمــــــيو ډالــــــۍ نـــه لرمه
*  *  *
تاته د کـــــومـــــې آزادۍ مــــباره کــــي ووايــــم
تاته د کــومــې تــــورې شپــــې د سهار زېری شمه
تاته د کومې غمـــلړلـــې قصـــــې پـــاي وليـــکم
تاته د کومې شــــنې بـــاغچــې د بهار زېری شمه
*  *  *
لا دې په پښو کې د پېــــړيـــو زنځيـــرونـــه پـــراته
لا دې زړه ډک دی له ناکـــامه ارمــــانـــونـــو ځنې
لا دې قفس کې د عمــــرونـــو تـرانې بنـــدې دي
لا دې خالي دی د ژوند باغ ، لــــه سرو گلونو ځنې
*  *  *
لا دې پر وچـــو شـــونــــډو گـل د خندا نه غوړيږي
لا دې د تـــانــــدو هيــــلو للمه بــــاران نـــه پېژني
لا دې د مينې گلغوټۍ پـــسرلــــــنۍ نه ښـــــکاري
لا دې ژونــــدون د نېــــکمرغـــــيو جـانان نه پېژني
*  *  *
که ته آزاده شې نو رسم د « سنگسار » به څه وي
د « نـامردانو » د پېـــړيـــو افـتـــــخار بـــه څه وي
که تــــه آزاده شې نـــو دېـــو بـــه د ستم څه کوي
د طـــالــب لښــــته ، د مـــلا د ږيرې دار به څه وي
*  *  *
که ته آزاده شې ، د دين ټيــــکه دارانـــو تـــه بــــه
څــــوک د رټــــلو ، زورولــــو بهـــــانـــــــه ورکـــوي
که ته آزاده شې نو څوک به د « غيرت » په نامــه
ستــــا د وهـــلو ، د وژلـــــو بهـــــانـــــــه ورکـــوي
*  *  *
ويښه شه ، پاڅېږه له پښو دې زنځيرونه مات کــړه
د اســـــارت د تــروږمـــيو زنـــدانــونــه مـــات کړه
نـــاکــامــو هيـــلو تـــه وزر د الـــوتـــلـــو ورکـــــړه
پــــاڅېــــږه ووځــه لــه ځــانـه ، قفسونه مات کړه
*  *  *
اوس خو اسيره يې ، زهــيره يـــــې ، آزاده نه يې
د خـــوشــــالـــيو د رڼا پــــر ښـــار آبـــــاده نه يې
اوس خــــو بـــــاران د ماتــمونـو دې پر سر وريږي
د غمو پېټی پر اوږو گــرځـــوې ، ښــــاده نـــه يې
*  *  *
نو... د وطن غمو خوړلې ښـــځې و مـــــې بښه
تــاتــــه دکـــومـــې آزادۍ مــــباره کــي درکړمه
د استبداد په قفسونو کې اســــيرې مــــرغــــــۍ
زه به د کومې نېکمرغۍ مباره کي درکــړمه ؟؟؟ .

د اغزو په سربشپړ شعر ولولئ

د اغزو په سر

صديق کاوون توفاني


د اغزو په سر


خپل رانه پردي شول، د پردو په سر
ګل راته اغزي شول، د اغزو په سر
نن څومره راټيټ شولو آسمان په ما
ستوري مې ځليږي، د بڼو په سر
ژبې يې د سترګو راتهه وويل،
ژوند دی تېروه يې د لمبو په سر
تېر شولو بلبله د ګلونو وخت
اوس دې زنده ګي شوه د اغزو په سر
ګوره د اشنا پسرلنی ښايست
خاندي يې ګلان، د اننګو په سر
خير دی که يې سترګې درواغجنې شوې
پالمه يې مينه، د لېمو په سر


المان، سپتمبر ۹۲

د ږلۍ هيندارهبشپړ شعر ولولئ

د ږلۍ هينداره

صديق کاوون توفاني


ميکدې ته يې محشر په اوږو راووړ
چې زاهد د توبو غر په اوږو راووړ


څه تاثير دی د ډېوې په سره لمبه کې
چې پتنګ ورته خپل سر په اوږو راووړ


د اشنا په غم مې کسي داوړه سپين شول
سېل د اوښکو مې نظر په اوږو راووړ


د زړه شمه به يې بله کړمه لار کې
که د شپې مړی سحر  په اوږو راووړ


د شبنم ښيښه هينداره د ږلۍ شوه
يوه څاڅکي سمندر په اوږو راووړ


د اُفق لمنه سره په وينو ښکاري
تورو ورېځو زخمي لمر په اوږو راووړ


دلته، جوړه قتلګاه، ده د غوټيو
سره غاټول ورته خپل سر  په اوږو
راووړ


کابل، غبرګولی  ۱۳۷۱

غلې نغمېبشپړ شعر ولولئ

غلې نغمې

صديق کاوون توفاني


غلې نغمې


په بڼو ستوري زنګوم د اشنا کلي ته ځم
سترګې په لاره غوړوم، د اشنا کلي ته ځم


کلی خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دوده ډکې
رقيبه، کډې باروم ، د اشنا کلي ته ځم


په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه
ورو، ورو له سسره تېروم ، د اشنا کلي ته
ځم


ريښې ريښې ګرېوان مې لاړو د رقيب ګوتو کې
د ننګ ځولۍ پيوندوم ، د اشنا کلي ته ځم


بلبل له غږه بېکانه، ګل له بلبله پردی
غلې نغمې مې ژړوم د اشنا کلي ته ځم


آلمان، فبروري/ ۱۹۹۴